No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏‏یک منبع می‌گوید که لحظات پیش یک انفجار در مربوطات حوزه ششم امنیتی شهر کابل صورت گرفته‌است.

تاکنون از نوعیت و تلفات احتمالی برخاسته از آن جزییات در دست نیست.

‏پولیس کابل می‌گوید که در انفجار شام امروز در منطقۀ پل‌سوختۀ شهر کابل، چهار غیرنظامی جان باختند و بیش از پنج تن دیگر زخمی شده‌اند.

: ‏پاکستان له افغانستان څخه د دوه اړخیز امنیتي قرارداد لاسلیکول غواړي

ددې قرارداد یو مهم ټکی به دا وي چې د افغان ځواکونو شمېر به له ۷۰ زرو نه زیاتیږي.

‏کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو پر اساس کابل ته د پاکستان او بریتاینا لوی درستیزانو د سفر یو هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکولو ته زمینه برابرول وو.

‏ویل کیږي، چې ددې قرارداد یو مهم او حساسیت پارونکی ټکی دادی چې د افغان پوځ شمېر به تر اویا زرو زیات نه وي او افغان افسرانو ته به هم په پاکستان کې روزنه ورکول کیږي.

: ‏شېبه مخکې د کابل شپږمې امنیتي حوزې اړوند چارقلعه کې چاودنه شوې.

امنیتي چارواکي وایي، چاودنه د ملکي خلکو په ټونس موټر شوې، چې له امله یې ۴ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې علت او څرنګوالی نه دی روښانه شوی.

: ‏وسله‌والو هرات کې د علماوو شورا مرستیال وژلی دی.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وایي، د لوېدیځ زون د علماوو او روحنیانو شورا مرستیال، مولوي محمد کباب‌یانی، نن سهار د انجیل ولسوالۍ، په کباب‌یان کلې کې وژل شوی.

تر اوسه ددې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخستي.

: ‏ولسمشر غني د کرونا ویروس د درېیمې څپې په تړاو خپل پیغام کې له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره دې د ډاکټرانو لارښوونې په پام کې ونیسي.

‏نوموړي دغه راز وویل چې افغان حکومت د کرونا د درېیمې څپې د مدیریت کولو لپاره په ټول توان هڅې کوي او زیاته یې کړه چې افغان حکومت به په نږدې راتلونکي کې د واکسین په برخه کې د چین په ګډون له یو شمېر هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

: ‏د هرات ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو د هدفي وژنو یوه اووه کسیزه ډله نیولې.

هرات والي سید وحید قتالي وايي، دغې ډلې غوښتل هرات کې دولتي تأسیسات، مطرحې څېرې، دولتي کارکوونکي او د یو شمېر بنسټونو مسؤلین ووژني.

‏هغه وايي، د یادې ډلې اووه کسان نیول شوي خو یو شمیر نور یې لاهم ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو کې فعاله دي.

: ‏له بغلان او لغمان وروسته، طالبانو دا ځل د ننګرهار په څو ولسوالیو بریدونه کړي دي.

: چهارمین نشست سه‌جانبه میان افغانستان، پاکستان و چین دربارۀ صلح افغانستان و همکاری‌ها در عرصه‌های دیگر میان این کشورها، امروز پنج‌شنبه به‌گونۀ مجازی و به میزبانی چین برگزار شد.

وزارت خارجه چین می‌گوید که مذاکرات صلح افغانستان در یک مرحله حساس رسیده‌اند و  بیرون شدن نیروهای خارجی از افغانستان در این شرایط، اوضاع را نامطمین خواهد ساخت.

وانگ وینبین، سخن‌گوی وزارت خارجه چین گفت: «گفت‌وگوی وزیران خارجه سه‌جانبه میان چین، افغانستان و پاکستان بستر مهمی برای سه‌طرف در کار افزایش اعتماد متقابل و نیز گسترش همکاری‌ها است

وزارت خارجه افغانستان نیز می‌گوید نشست سه‌جانبه امروز برای زمینه‌سازی در روند صلح افغانستان مهم است.

: ‏وزارت صحت‌عامه امروز از ثبت ۱ هزار و ۵۰۹ رویداد تازه مثبت ویروس کرونا در یک شبانه‌روز در کشور، خبر داد.

بر بنیاد آمارهای این وزارت، در این مدت ۳۴ بیمار کووید نزده جان باخته‌ و ۱۰۷ بیمار دیگر، بهبود یافته‌اند.

: ‏ولایت پنجشیر به‌روی گردشگران مسدود شد.

منصور عنابی، سخن‌گوی والی پنجشیر می‌گوید که برای جلوگیری از گُسترش کووید ۱۹، دروازۀ این ولایت به‌روی گردش‌گران، مسدود شده‌است.

به‌گفتۀ او، مقام‌های محلی از باشنده‌گان این ولایت نیز خواسته‌اند تا از تجمع، جلوگیری کنند.

: ‏ملي دفاع وزارت وایي، پرون یې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د "طالبانو او القاعده‌شبکې" پر ګډو پټن‌ځایونو هوایي بریدونه کړي. د وزارت په وینا د "هند نیمې وچې لپاره" دالقاعدې د مشر "عباس" په ګډون، د "القاعدې ۶ پاکستاني غړي" او ۸ تنه طالبان وژل شوي. ۵ تنه نور ټپیان دي.

: ‏د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي: " د تېرو دوو میاشتو پرتله وضعیت بدل شوی، موږ باید خپلې غوښتنې یوې خواته کړو او د هېواد په فکر کې شوو. "

‏د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي: "له بده‌مرغه د تېر په پرتله نن، له سولې لېرې یوو، د سولې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه‌شته."

: ‏د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وایي:"د کورونا د مخنيوي لپاره دې خلک ماسکونه وتړي. د هغو خلکو چې ضروري کار نه وي، له کورونو دې نه وځي او دوه اوونۍ دې کورونو کې پاتې شئ."

: ‏اروپایي ټولنې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له دغه هېواد سره د خپلو هر اړخیزو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی. دا څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره کتلي دي. په دې کتنه کې چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر اندرس‌وُن برانت هم حضور درلود دواړو لوریو د سولې پروسې او د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.

: ‏برېښنا شرکت وایي د برېښنا د پرچاوۍ له امله په هر ساعت کې تر درې میلیونو افغانیو پورې زیانمېږي. د برېښنا شرکت مسوولین وایي د ناپېژانده وسله والو له لوري د برېښنا پایو نړول د اندېښنې وړ مسئله ده او امنیتي ادارې باید په دې اړه ژر تر ژره جدي اقدامات ترسره کړي.

: ‏په وین کې د ایران د اټومي هوکړې پر سر پنځم پړاو مذاکرات هم پای ته رسېدلي دي. د اروپايي ټولنې استازي ددې مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته ویلي، تمه ده چې د مذاکراتو په بل دور کې د دواړو لورو ترمنځ یو توافق رامنځ ته شي.

: ‏د جرمونو نړیواله محکمه دې په افغانستان کې پر خبریالانو د هدفي بریدونو او وژنو قضیې وڅېړي. د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان په یوه تازه اعلامیه کې ویلي د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې د هغو خبریالانو دوسیې سپارلې چې روان کال په افغانستان کې وژل شوي دي.

: ‏امریکا تر دې دمه د افغان پوځ د روزنې او ملاتړ لپاره هېڅ پلان نه لري. امریکايي رسنۍ وايي سره له دې چې له افغانستان د سرتېرود ایستلو بهیر په بشپړېدو دی، خو تر دې دمه امریکا د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په اړه هېڅ راز پلان نه دی شریک کړی.

: ‏برېټانیا وایي د افغان سولې په تړاو د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع له پیاوړتیا ملاتړ کوي. د جنوبي اسیا په چارو کې د برېتانیا د دولت وزیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره یوه ویډيويي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې هر اړخیزې همکارۍ ته تیار دي.

: ‏امریکا وایي تېر کال يې په افغانستان کې شل ملکي وګړي وژلي دي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون له لوري ګانګریس ته په لېږل شوي راپور کې راغلي چې تېر کال د امریکا له لوري شاوخوا ۲۳ ملکیان وژل شوي چې له دې ډلې شل یې په افغانستان کې وژل شوي دي.

: ‏د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې په یوه ماین چاودنه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي دی. پوځ ویلي چې دغه پېښه نن په جنوبي وزیرستان کې د کاني ګرم په نامه سیمه کې د پوځیانو د پوستې مخې ته د اېښودل شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

: ‏راپورونه وایي چې د اسراییل اپوزیسیون ګوندونه د نوي حکومت پر جوړولو هوکړې ته سره رسېدلي دي او له دې سره د نتانیاهو دوولس کلن حکومت پای ته رسېږي. اسراییل په تېرو دوو کلونو کې څلور ځله ټاکنې وکړې خو په وروستي ځل یې په مارچ میاشت کې ترسره کړې چې کومه پایله یې ور نه کړه.

: ‏د ډیپلوماټ خپرونې ویلي، چې امریکا اوس د خپلو پوځیانو د وتلو پرېکړه کړې ده خو که چېرته پر افغان حکومت مرستې بندي کړي نو ممکن افغانستان د ډاکتر نجیب الله د دورې له برخلیک سره مخ شي او که مرستې دوام ومومي نو کومه جدي ستونزه نه پېښېږي.

: ‏ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي چې طالبانو تر اوسه پورې له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرې کړې. راپور کې راغلي چې که چېرته د طالب وسله والو پر وړاندې اړین اقدامات ونه شي نو ممکن دغه ډله یو ځل بیا واک ته ورسېږي.

: ‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې تر اوسه له امریکا سره د ځمکنیو او هوایي اډو په اړه نوی تړون نه کړی دی او نه هم ورته کوم پلان لري.

: ‏د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان له هاګ محکمې غوښتي څو په افغانستان کې پر خبریالانو د هدفي بریدونو او وژنو قضیې وڅېړي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې د هغو خبریالانو دوسیې سپارلې چې روان کال په افغانستان کې وژل شوي دي.

: ‏روسیه وایي ښايي امریکا تر ټاکلې نېټې مخکې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاراوا په یوه بیانیه کې وایي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې چټکوالی ښيي چې امریکا له ټاکلې نېټې مخکې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک