No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏ولسي جرګه وایي،د افغانستان بانک سرپرست ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د دې بانک عزل شوي کارکوونکي دې په دنده نه ګوماري.

: ‏کابل کې د تېرې ورځې د دوو پرله پسې چاودنو ټول قرباینان ملکی وګړي دي.

هغه کورنۍ چې په دې پېښه کې یې نږدې خپلوان له لاسه ورکړي، دعدالت غوښتنه کوي او وایي هیڅ لوری هم د ملکي وګړو ژوند ته پام نه کوي.

‏کابل کې د تېرې ورځې دوو پرله پسې چاودنو لس کسان ووژل او شاوخوا ۱۲ نور یې ټپیان کړل، چې ټول یې ملکیان دي.

په ورته مهال د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وایي، یوازې د روان کال مې میاشت کې ۲۸۰ ملکیان وژل شوي چې لوی شمېر یې ماشومان دي.

: ‏محمد محقق وايي، د سولې له خبرو سره هممهاله په کور د ننه او بهر د کورنۍ جګړې د پیل لپاره هم چمتووالی روان دی.

‏محمد محقق چې د سالم ایزدیار څلورم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته یې خبرې کولې وویل، په داسې حال کې چې له یوې خوا د سولې شعار ورکول کیږي،خو ورسر هممهاله د جګړې د شدت او کورني جنګ لپاره هم هڅې کیږي چې د اندېښنې وړ دي.

: ‏د افغان دولت د مذاکراتي ټیم مشر، معصوم ستانکزي کابل کې د ترکیې له سفیر سره د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې.

د افغان دولت د مذاکراتي ټیم مطبوعاتي دفتر وایي،په دې کتنه کې د افغان سولې په پروسه کې د ترکیې پر رول خبرې وشوې.

: ‏وسله والو طالبانو د وردګو ولایت چک ولسوالۍ ته ټولې ورغلې لارې د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلې دي.

ځایي اوسېدونکي وایي،له تیرې یوې اونۍ راهیسې د وردګو ولایت چک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو اوطالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده او له همدې امله اوس دې ولسوالۍ ته ټولې ورغلې لارې تړل شوې دي.

‏ځایي خلک وایي، طالبانو چک ولسوالۍ ته ورغلې لار په ماینونو پوښلې او موټر چلوونکي نه پریږدي،چې په دې لاره تګ راتګ وکړي.

: ‏د غور ولایت مرکز د دویمې امنیتي حوزې امر، حیات الله عادل ایماق له ۸ پولیسو سره له طالبانو سره یوځای شوی دی.

د غور ولایت امنیه قوماندانۍ تایید کړې،چې حیات الله عادل تیره شپه یوهاموې ټانګ او نور پوځي تجهیزات هم له ځان سره وړي او له طالبانو سره یوځای شوی دی.

‏حیات الله عادل ایماق،په غور کې د وژل شوي خبریال؛بسم الله عادل ایماق ورور دی،چې له تیرو څو کلونو راهیسې یې په پولیسو کې دنده درلوده.

: ‏روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۱۱۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۷ تنه مړه شوي او ۲۲۲ تنه نور بیا بېرته روغ شوي دي.

: ‏د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ننګرهار د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي چې په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د یو امنیتي سرتېرو په ګډون لس نور ټپيان دي. تر اوسه پورې د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

: ‏شمار تلفات انفجارهای شب‌گذشته در کابل به ده تن افزایش یافت.

: ‏نیک‌محمد نظری، سخنگوی والی بدخشان می‌گوید که یک موتر که از ولسوالی مایمی به‌سوی شهر فیض‌آباد در حرکت بود، در منطقۀ ریگ‌روان از جاده منحرف شده که در نتیجۀ آن ۸ تن به شمول زنان و کودکان، در دریا غرق شده و ناپدید استند.

او افزود که ۴ تن دیگر از مسافران این موتر، نجات داده شده‌اند.

: ‏یوه امنیتي سرچینه وايي، د سرحدي پولیسو د ریاست د دفتر مدیر سمون‌وال محمد حلیم رحیمي په کابل کې ووژل شو.

د سرچینې په وینا، دا پېښه نن سهار، د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند، د "۲۰۰ فامیلۍ پارک" سیمه کې شوې ده.

: ‏د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي چې جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د هدفي وژنو غړی او القاعده ډلې سره د اړیکو په تور یو تن نیول شوی.

ياد دفتر وایي، یاد تن د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې بابړیانو سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیاتو پر مهال نيول شوی.

: ‏د افغانستان درې کرکټران د پاکستان سوپر ليګ سياليو کې د ګډون لپاره متحدو عربي اماراتو ته روان شول.

حضرت الله ځاځی، ظاهر خان او نوراحمد لکڼوال به د نورو افغان او نړيوالو لوبغاړو ترڅنګ په پي اېس اېل کې ولوبېږي.

: ‏د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه ترسره شوه.

ارګ وايي، غونډه کې ولسمشر د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو له لوري د هېواد د امنیتي وضعیت او تدابیرو په اړه راپور وارېدو او مسوولینو ته یې د امنیت لا خوندیتوب په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

: ‏د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې چاودنه شوې.

سرچینې وایي، چاودنه د ملي امنیت په ۰۲ ځواکونو شوې، خو مسوولین په دې اړه څه نه وایي.

بلخوا روغتیایي سرچینې وایي، چې له سیمې څخه شپږ ملکي ټپیان وروړل شوي دي.

: ‏چاووش‌اوغلو: اسرائیل اگر خواستار داشتن رابطه سالم با ماست، سیاست‌های اشتباه خود را کنار بگذارد.

: ‏وزیر تجارت ترکیه: حجم صارات ترکیه طی ماه گذشته با رشد 65.5 درصدی در مقایسه با مدت مشابه سال گذشته به 16.5 میلیارد دلار رسید.

: ‏مجلس اسرائیل اسحاق هرتزوگ را به‌عنوان رئیس‌جمهور جدید این کشور انتخاب کرد.

: ‏د ناټو سرمنشي  چې د ناټو د دفاع وزیرانو تر ناستې وروسته یې خبري کنفرانس کې خبرې کولې ویلي،د ناټو سازمان غړي هیوادونه غواړي ډاډ ترلاسه کړي،چې افغانستان کې د شته بنسټونو د خوندیتوب ترڅنګ، افغان پوځ پرخپلو پښو دریږي او د امنیتي ګواښونو سره مبارزه کولای شي.

: ‏په برېتانیا کې د لومړي ځل لپاره د کرونا له امله د مړینې پېښه نه ده ثبت شوې. د برېتانیا روغتیايي چارواکي وایي چې په وروستیو لسو میاشتو کې دا لومړۍ ورځ ده چې د کرونا له امله کومه مړینه نه ده رامنځ ته شوې خو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

: ‏وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویل کېږي طالب ډلې د پخوا په پرتله ډېر تغیر کړی دی یوه لیکنه خپره کړې ده. لیکنه کې راغلي چې د طالبانو د تغیر اوازې دروغ دي ځکه دا ډله لا هم پر تاوتریخوالي باور لري او له خلکو سره بې رحمانه چلند کوي.

: ‏واشنګټن ایګزماینر خپرونې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه بې هدفه وه. د خپرونې په خبره، امریکا د جګړه ځپلو افغانانو د توقع خلاف کار وکړ او غه خلک یې په خالي میدان یو عالم ترهګرو ته یوازې پرېښودل، په داسې حال کې چې هیڅ افغان د دا ډول نتیجې وړاندوینه نه وه کړې.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې نړیوال قدرتونه له خپلو فشارونو سره سره نه شي کولی چې ایران په ګونډو کړي. ظریف زیاته کړې، د ایران جمهوري اسلامي نظام چې د خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی نړیوال قدرتونه دې د دغه ملت د ماتولو خوبونه هېر کړي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن د یو نوي ګواښ په اړه خبرې کړې دي چې په وینا یې دغه هېواد ورسره لاس او ګرېوان دی. د ان‌بي‌سي نیوز په حواله ولسمشر بایډن په تالسا ښار کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې امریکا د سپین پوستو د برتري غوښتنې له امله د ګډوډیو له ستر ګواښ سره مخ ده.

: ‏د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په دغه هېواد کې سوله او ثبات ځانګړې توګه د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پام وړ اهمیت لري. نوموړي دا څرګندونې د تاجکستان له ولسمشر امام‌علي رحمان سره په لیدنه کې کړې دي.

: ‏د ایکونومېست مجله په یوه لیکنه کې وايي، چین په افغانستان کې د امریکا پر دوامداره حضور اندېښنه لري له همدې امله چین طالبانو ته د ملاتړ او طالبانو چین ته د سینکیانگ‌ په هکله ډاډ ورکړی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک