No-IMG

وصيت؛ ما پسې مه ژاړئ

داکتر فاروق اعظم

 

         زما ژوند، د یو لوی سفر برخه ده. دا برخه ټول سفر دی، خو ټوله سفر نه دی. زموږ د سفر دغه برخه نه ټوله هیڅ ده او نه بې هیڅ ده. موږ ظاهرا له نیشته شته یو او له شته نیشت کیږو. زموږ تر اوسني شته مخکي او وروسته ډیري خبري دي. په چمن کی د نن ګلان د پرون ګلانو پر خاورو راپورته سویدي. زه پر لار د نازولو د نازک بدن پر خاوره روان یم او سبا زما د غرور ککرۍ د یو بل بوالهوس تر پښو لاندی ده. دنیا هم داسی روانه ده.

        دا جهان زما په راتلو آباد دی، خو زما په تلو نه نړیږي. موږ دې نړۍ ته خوشي نه یو راغلی؛ د یو کار لپاره دلته یو (١). کار مسؤلیت هم لري او د مسؤلیت درک، درد دی چی هوښیاران یې حسوي. ګوری! هوښیاري او تعقل هغه وخت مطلوبه نتیجه ورکوي چی د عشق په غیږ کی وده وکړي. د مسؤلیت درک چی د عشق سره مل وي، یو لوی درد او کړاو دی چی ډیر ورڅخه ویریږي خو ځینی خوند پر اخلي. نو ځکه ځینی کسان خوښ وي چی غافل او له عرفاني پوهی لیري وي. تجربو ښوولي ده هغوی چی ځانونه ډیر پوه او هوښیاران بولي، هوښیاري یې خوښه ده خو کوښښ کوي چی د هوښیارۍ له مسؤلیت او درد څخه وتښتي او غفلت (مخدراتو او مسکراتو) ته پناه یوسي. نیشه کسان غواړي د یو څه وخت لپاره له خوده بیخوده او له هغه درده چی له مسؤلیته ناشي دی لیري وي. څرنګه چی عشق ددوی د عقل لارښود نه دی، نو ځکه په دغه درد کی خوند نه ګوري او غواړي دغه تریخ په ترخو مات کړي. په دغو هوښیارانو کی یو شمیر داسی هم سته چی د مسؤلیت دغه درد دومره پر سخت وي چی مؤقتی تیښته چاره نه ګڼي؛ دوی له ډیري هوښیارۍ ځانوژنه کوي څو ددغه دائمي درد دائمي علاج وکړي. دوی یا نه پوهیږي او یا یقین نلري چی دې نړۍ ته د یو مطلب لپاره راغلی دي؟ که نه، بیا یې ځانونه نه وژل. دا ځکه حقیقی پوهه او د مسؤلیت درک له دندي سره عشق پیدا کوي، انسان د خپل کردار اداء کولو ته متوجه کوي او د مسؤلیت له انجامولو خوند اخلي. دا دنیا له عشقه پیدا او په عقل چلیږي؛ عشق مور ده چی عقل یی په غیږ کی کمال ته رسیږي. که نه، عقل معیوب او لار ورکوي. رحمان بابا وایي:

دا دنیا ده خدای له عشقه پیدا کړې – د همه ؤ مخلوقاتو پلار دی دا.

او یا وایي: پتنګانو لره خدای په اور ورکړه  - هغه عیش یی بلبلی په ګلزار کا

د هغوی چی عقل د عشق په غیږ کی نه دی لوی سوی، جرائت یی لږ او اعتماد په نفس یی کمزور دی. داسی کسان له راضیة او صافیة مقام څخه چی په عشق آباد دی و امّارة بسوء ته تنزل کوي (٢). دلته څوک ډیر کمزور او له هرڅه متنفر کیږي او لکه وحشی ځناور کله چی د دنیا په روڼو اوبو کی خپل مخ وویني، وویریږي او تښتي. هغوی چی ځانوژنه کوي، په همدغه رنځ اخته دي، ځان نور ګټور نه ګڼي، له ځانه تښتي او خپل د وجود شمع او رڼا د یارانو پر محفل نه پیرزو کوي، بزم په تیاره کی پریږدي او ځي. هغوی نه پوهیږي چی د یو کار لپاره پیدا دی. څوک چی له کاره تښتي، نور یې وجود ته ضرورت نسته او په یو شکل د اشکالو به صحنه حتما خوشي کوي. دداسی خلکو زړونه د وجود د کیف کافی پوهه او تفقه نه لري، سترګي یی حقیقی بصیرت نلري چی هغه څه وویني چی په کار دي او غوږونو یی د فطرت د تقاضا آواز نه سي اوریدای. دغسی خلک په شتو کی ځانونه بی شته ګڼي، د لازم کردار له ادا کولو ځان کاږي. بیله شکه دوی د خپل شان څخه د ناخبرۍ سزا ویني (٣) چی یوه سزا همدغه ځانوژنه ده. البته استشهاد بيل بحث دی.

  دوستانو! تشویش مه کوئ. پر ما د ژوند پیټۍ هومره بار نه دی چی زه یی نه سم وړای. ماته هومره را په شا دی چی توان یی لرم (٤). په دغه تکلیف کی زه راحت وینم. د پیټي د بار په وختکی لکه امیدواره مور د سبا په امید یم او اوسنی درد د وروسته راحت په هیله په ورین تندي زغمم. کله چی پیټئ ګښیږدم هوسا کیږم. نو ځکه زه له مرګه نه وریږم. زه د هر زاړه پر ځای ځوان، تر هر ژمی وروسته پسرلی او په هر مرګ کی ژوند وینم. هغوی چی ځان وژنی، په نیستی کی راحت ویني؛ دوی په نیستي کی هستی نه ویني. که له یوې خوا لوی رود ته ډیري شیلی او خوړونه راخلاص دي، خو ډیري ویالی هم ورڅخه جلا کیږي هم، اوبه یی پر مځکو او باغونو لګیږي او ورکیږي. دغه له نظره لیري ورکي اوبه بل ځای بیا سر راپورته کوي. همداسي زموږ دنیا هم ده؛ ورته راځي او ورڅخه ځي. څرنګه چی زه په نیست کی هست او په هست کی نیست وینم، نو ځکه دواړه راته معنی لري او له الهامه ډک دي. له نیست څخه نه ویریږم. هست غنیمت ګڼم او د نیست لپاره کار کوم؛ داځکه بیا هست کیږم (۵).

         موږ چی یو نهال ایږدو، د میوې لپاره یی ایږدو. آیا موږ ددې لپاره د یوې ونی کلونه شپه او ورځ روزنه کوو چی فقط ورته وګورو او بیا ځیني ولاړ سو؟ زه هم دې نړۍ ته د یو مطلب لپاره راوستل سوی یم؛ کله چی می خپل کردار اداء کړ، ورڅخه ځم به. په دې ترتیب زه دلته د یو کار لپاره راغلی یم. زما راتګ دلته نه یوازي داچی عبث نه و، بلکی مهم و. ماته زما د راتلو هدف تفهیم و. ما تل يو تکلیفی خو بامفهوم، معني دار او خوندور ژوند درلودلي دی. دغه سبب دي چي هيڅوخت او په هيڅ حالت کي مي په دنده کي د سوء استفادی او خيانت فکر نه دی کړی. داځکه دا زما د راتلو او سفر د هدف او زما له شان او رسالت سره تضاد و. ژوند مي ډير په تکليف خو پر کيف تير سو. کله چی ځم، خوشحاله به ځم . هلته به هم ان شاء الله خوشحاله يم.

      دوستانو! زه شمع یم؛ محفل ته راغلم، دنده می د محفل روښانول و، هغه می وکړه. البته، زما مفیدیت د ویلی کیدو سره تړلی دي. شمع د رڼا لپاره ده. که زه رڼا کوم، باید ویلي سم؛ د زیار سره خولې توئیږي. دا خبره بیله ده چی زه د عاشقانو په محفل کی ویلیږم او که په یوه خلوت کوڅه کی چی باد می ژوند هره لحظه تهدیدوي؛ ددې پروا هم نلرم چی زه په یو کتابتون کی بل یم، او که په غوجل کی؟ زما دنده همدغه وه او ختمیږي؛ رڼا کوم، ویلی کیږم او ځم. دا چی ځم، خود به ځم؛ چی دنده می خلاصه سي نو ولی به پاتیزم؛ چی پاته سم، نو څه به کوم؟ زما تګ حتمی دی؛ خو راتګ می ډیر مهم و. نوځکه خپل راتګ او ددی دنیا ژوند مبارک او غنیمت ګڼم، ترخپله وسه کار ورته کوم. د مرګ او ترهغه د وروسته مرحلی استقبال کوم؛ دهغه لپاره همدا اوس تیاري نیسم. زه وارخطا نه یم؛ داځکه هغه دنیا می هم ددې دنیا تصور په چوکات کی تنظیم سویده (۶).

         دوستانو! چی مړ سم، ما پسې مه ژاړئ. مرغه له تنګ قفسه آزاد سو او د لازمان او لامکان پر لور د خپل اصل سره وصل کیږي. تاسی چی زما مړې لحد ته تا کوئ، غم مه کوئ. د غنمو دانه اول ښخیږي او بیا راپورته کیږي. پورته کیدل یی په ښخیدو کی دي. دا دانه به حتما راپورته کیږي، دا ځکه په همدغه منظور ښخیږي. هغه میوه به کوي چی په ذات کی یی پرته ده او کار ورته سویدی. زما اصل او تخم ښه دی، باغوان می ډیر ماهر او مهربان دی او انشاء الله زما روزنه سمه سویده. زه یو څوک وم چی دلته راغلم او یو څوک یم چی هلته ځم. زما مقام لکه دلته، هلته هم معلوم دی. زه درڅخه ځم او په خیر ځم. تشویش مه کوئ.

د خدای په امان.

فاروق أعظم

۲۷ رمضان المبارک ۱۴۴۲هق / ۱۴۰۰/۲/۱۹هـ ش/  می ۲۰۲۱م

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک