د قیس بن سعد (رض) لخوا د پور بخښل
قیس بن سعد بن عباده رضی الله عنهما:
قیس بن سعد(رض) ناروغ وو، ډیر لږ خپلوان یې عیادت او پوښتنې ته را غلي وو، قیس له خپلې ښځې څخه وپوښتل چي دا څه وجه ده هیڅوک پوښتنې ته رانغلل؟
هغې ورته وویل: پر اکثرو یې ستاسو پورونه باندې دي، نو ښایي شرمیږي به
قیس وویل: خدای دي دا مال ورک کړي چي له کبله یې نن زما دوستان زما پوښتنې ته نه راځي، او له دې وروسته یې یو کس ته وویل چي په ټوله مدینه کي اعلان وکړي؛ پر هرچا چي د قیس پیسې قرض باندي دي هغه یې وربخښلې...
تر ماښامه د عیادت کونکو د ګڼې ګوڼې له کبله د قیس د کور د دروازې چارچوب مات شو.
سخاوت د پیغمبر یاران
د سيرت له درېڅې
(ابن عساکر)
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
