مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ګلبدین حکمتیار وايي ولسمشر غني د انتقالي حکومت جوړېدو برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.
حکمتیار کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال پر ولسمشر غني نیوکه وکړه، چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د انتقالي حکومت جوړېدو برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.
د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار وایي یوشمېر سفارتونه د طالبانو خلاف جبهې جوړولو برخه کې خلک په وسلو سمبالوي او دا غوښتنه د حزب اسلامي له غړو هم شوې ده، چې د دوی له خوا رد شوې.
✒: د حزب اسلامي ګوند مشر، حکمتیار: په لغمان او بغلان ولایتونو کې طالبانو ته له جګړې پرته د امنیتي ځواکونو پوستې او پوځي مرکزونو پرېښودل تصادف نه، بلکې له وړاندې پلان شوی کار دی.
✒: حکمتیار: د حکومت له لوري د "دولت عالي شورا" کې چې د پرېکړو واک او صلاحیت و نه لري، ګډون نه کوم.
✒: د ښار جوړونې وزارت پخوانۍ مالي او اداري معیینه،خاطره سادات له خپلو پنځو همکارانو سره د اداري فساد په تور، په څلور کاله او اته میاشتې بند محکومه شوې.
سترې محکمې ویلي،چې خاطره سادات د اختلاس او د اسنادو د جعل په تور د نقدي جریمې ترڅنګ، په څلور کاله او اته میاشتې بند محکومه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده،چې خاطرې سادات یوازې څو اونۍ مخکې د برېښنا شرکت د تجارتي چارو د رییسې په حیث تازه دنده پیل کړې وه.
✒: د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس عارف الله عارف په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
ښار جوړونې وزارت کې سرچینې وايي، چې نوموړی د کابل ښار میرویس میدان کې داسې مهال تر برید لاندې راغلی، چې له خپل کور څخه د دندې پر لوري روان و.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا رییس وایي، د افغان دولت مذاکراتي ټیم به ډير ژر دوحې ته ستون او د سولې مذاکرات به له سره پیل شي.
ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان دولت د مذاکراتي ټیم له غړو سره په کتنه کې ویلي،په دې ناسته کې د سولې پروسې په وروستیو تحولاتو خبرې وشوې او د راتلونکو اقداماتو په اړه هم بحث وشو.
✒: د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د واده په مراسمو د هاوان مرمۍ لګیدلې چې له امله یې شپږ ملکي کسان وژل شوي.
د کاپیسا د والي ویاند شایق شورش وایي، نن ماسپښین د وسله والو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چې له امله یې د هاوان یوه مرمۍ په یوه کور چې د واده مراسم پکې روان وو، لګیدلې او له امله یې د ماشومانو په شمول ۶ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي، دا مرمۍ د طالبانو له خوا توغول شوې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
✒: ولسمشر اشرف غني: "د افغانستان لپاره له دوو جهتونو سره د سولې اړتیا ده؛ یو له پاکستان او بل طالبانو سره، دا دواړه یو له بله نه بېلېدونکي دي."
✒: ولسمشر اشرف غني: حکومت د کرونا وبا دریمې څپې مهارولو لپاره بشپړ تیاری لري او بین المللي روغتیایي بنسټونه دې د موثرې همکارۍ په موخه له افغانستان سره خپلې ژمنې په بشپړ ډول عملي کړي.
✒: ناپېژاندو وسله والو ګردیز ښار کې د یوه بانک دری کار کوونکي په ډزو ووژل.
عیني شاهدان وایي، شېبه وړاندې ناپېژاندو وسله والو ګردیز ښار کې افغانستان بانک ته څېرمه د یوه بل بانک پر کار کوونکو، چې پیسې یې لېږدولې ډزې کړي، چې له امله یې د بانک درې کار کوونکي او ساتونکي وژل شوي دي.
✒: در تيراندازي میان دو قوماندان در شهر ميمنه، مركز ولايت فارياب، يك مرد و يك زن جان باختند و چهار تن ديگر زخم برداشتهاند.
عبدالكريم يورش، سخنگوي پوليس فارياب ميگويد كه یک تن در این پیوند بازداشت شدهاست.
✒: در جنگهای دو ماه اخیر درهرات در حدود ۱۷۰۰ خانواده بیجا شدهاند.
✒: شماری از اعضای هیئت مذاکرهکنندۀ صلح تا پس فردا به دوحه خواهند رفت.
✒: مقامهای محلی غور میگویند که یک مرد کهن سال را از چنگ آدم ربایان در این ولایت، آزاد ساختهاند.
عبدالظاهر فیضزاده، والی غور میگوید که محمود، یک مرد کهن سال چهار روز پیش از شهر فیروزکوه، مرکز این ولایت ربوده شده بود و در این مدت آدم ربایان اورا در چاه نگهداری میکردند.
✒: ویروس کرونا؛ ثبت ۹۲۹ رویداد تازه و مرگ ۲۵ تن در۲۴ساعت در افغانستان.
✒: دادالله قانع، رییس شورای ولایتی فراه میگوید که صبح امروز دزدان مسلح یک استاد پوهنتون را در شهر فراه، مرکز این ولایت تیر باران کردهاند.
آقای قانع افزود که این رویداد هنگامی رخ داد که دزدان مسلح وارد خانۀ عبدالناصر فطرت، استاد دارالمعلین فراه و استاد در یکی از پوهنتون های خصوصی این ولایت شدند و قصد دزدی کردن موتر سایکلش را داشتهاند.
✒: د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او نیمروز ولایتونو زرګونو اوسیدونکو د پنځو سترو غونډو په ترڅ کې له دولت او طالبانو څخه د تلپاتې سولې او اوربند غوښتنه کړې ده.
✒: د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت پر ضد جوړ شوي د مخالفو ګوندونو غورځنګ (پي ډې ایم) ویلي چې د پاکستان حکومت باید د افغانستان په اړه سپیناوی ورکړي.
✒: یو لوړپوړي امریکایي جنرال مارک مېلي له سپینې ماڼۍ څخه غوښتنه کړې چې د هغو ۱۸ زره افغانانو ژوند وژغوري چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره ګډ کار کړی دی.
✒: د امریکا فلوریډا ایالت په میامي ښار کې دریو وسله والو پر خلکو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د میامې ایالت پولیس چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې دوه تنه ځای پر ځای وژل شوي او شل نور ټپیان دي چې د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت هم د اندېښنې وړ دی.
✒: د مولانا فضل الرحمن په شمول پاکستان کې مخالفو ګوندونو له خپل حکومت غوښتي څو پاکستان کې د امریکا پوځي اډو جوړېدو په تړاو وضاحت ورکړي.
د عمران خان په مشرۍ د حکومت پر ضد جوړ شوي د مخالفو ګوندونو غورځنګ (پي ډې ایم) ویلي چې د پاکستان حکومت باید د افغانستان په اړه سپیناوی ورکړي.
