No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏محب د ډیورند کرښې هاخوا د امریکايي اډو په اړه وویل: «اول خو موږ کوم رسمي معلومات نه لرو، چې کومې امنیتي یا نظامي اډې جوړيږي، چون زموږه په ساحه کې نه دي، هغه ساحه چې زموږ د تسلط لاندې ده، د افغانانو ساحه ده هغې کې نه دي، د ډيورند کرښې هغې غاړې ته که وي، له موږ سره نه دي شریک شوي

‏حمدالله محب: زما په اړه له یوه بې نوم او بې نشانه ادرس څخه ځیني خبرې شوي (ګنې پاکستان ورسره رسمي اړیکه پرې کړې)، چې هغه د پاکستان رسمی موقف نه دی، که پاکستان په رسمي ډول څه ووايي افغان حکومت به خپل موقف اعلان کړي.

: ‏محمد داوود لغمانی، چې د غزني والي په توګه معرفي شوی، رسما یې دنده پیل کړه.

نوموړی، چې تردې مخکې د ولسمشر غني له خوا د فاریاب والي په توګه ټاکل شوی و، د خلکو تر اعتراضونو وروسته بېرته کابل ته را وغوښتل شو او د فاریاب لپاره له مارشال دوستم سره په تفاهم نوی سرپرست معرفي شو.

: ‏د عامې روغتيا وزارت وايي,د کرونا ناروغۍ د خپريدلو د مخنيوي لپاره په کابل, غزني, هلمند, کندهار, لوګر, ننګرهار, پکتيا وردګ, پنجشير, بلخ, لغمان, بدخشان, کاپيسا, کندز اونيمروز ولايتونو کې د جوزا مياشتې له اتمې تر دوو اونيوټول دولتي اوخصوصي ښوونځي, پوهنتونونه او دزدکړې کورسونه رخصت دي.

: ‏د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړی حفیظ منصور وایي تر ټولو غوره لار داده چې موقت مشارکتي حکومت جوړ شي.

حفیظ منصور له کابل نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې وایي سره له دې چې دوی طالبانو ته د مشارکتي حکومت ترڅنګ ځیني پيشنهادونه کړي خو هغوی د بشپړ اسلامي حکومت پر جوړېدو ټینګار لري.

‏بل لور ته نوموړی وایي چې طالبان اوس هم له نظامي لارې بري ته هیله من دي او همدا مسله سبب شوه، څو د سولې مذاکراتو د استانبول ناسته له بنبست سره مخ شي.

: ‏داکتر قاسم سنگین، سرطبیب شفاخانه پروان، می‌گوید که در انفجار بر موتر حامل استادان پوهنتون البیرونی در بگرام، چهار تن جان باختند و ۱۳ تن دیگر زخم برداشته اند.

: ‏در یک انفجار ماین کنار جاده در ولایت ننگرهار دو غیرنظامی جان باختند و یک تن دیگر زخم برداشته است.

در خبرنامه دفتر والی ننگرهار آمده است که این انفجار برخاسته از ماین کنار جاده بود که پیش از چاشت امروز در ولسوالی شیرزاد این ولایت رخ داد و در آن یک موتر غیرنظامیان هدف قرار گرفت.

: ‏هرات کې سرچینې وایي، طالبانو تېره شپه، د ښار اړوند پر "سمت‌چهاردهم" سیمه برید کړی. عیني شاهدان او د سیمې خلک وایي، لومړی؛ درې پرله‌پسې چاودنې وشوې او بیا، شاوخوا دوه ساعته د ډزو غږونه وو.

‏د هرات امبولانس مسوول، ابراهیم محمدي وایي، د پېښې له ځایه، د څلورو ملکي کسانو په ګډون پینځه تنه ټپیان، روغتون ته رسول شوي دي.

: ‏د پروان ولایت نننۍ چاودنه کې د البېروني پوهنتون استاد میوند نجرابي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.

: ‏احمد ضیا سراج: طالبانو د نظامي جګړې تر څنګ په تبلیغاتي جګړه هم ډېر زور اچولی، او هڅه کوي چې د حکومت او ولس تر منځ بې باوري رامنځته کړي.

‏د طالبانو او القاعده ډلې ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډیرې پیاوړې شوي.

: ‏یاسین ضیا: د طالبانو خلاف د افغان ځواکونو وروستي هوايي بریدونه خورا زیات اغېزمن وو.

‏ضیا: لغمان ولایت کې د طالبانو خلاف زموږ عملیات نه دي بشپړ شوي، لاهم دوام لري.

هغه وايي، لغمان کې مو ډېری سیمې د طالبانو له شتون پاکې کړي دي.

: ‏حمدالله محب: د سولې خبرې ځکه په ټپه ولاړې دي، چې طالبان سوله نه غواړي او پر جګړه تمرکز کوي.

هغه وايي، که طالبان غواړي ستونزه حل کړي، افغانان دې نه وژني، بلکې افغانانو سره دې خبرو ته چمتو شي.

: ‏حمدالله محب: د دولت عالي شورا جوړېدو لپاره په کور دننه سیاسي اجماع شتون لري، ولسمشر لاهم سیاسیونو سره پر سلا مشورو بوخت دی.

: ‏روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۶۵۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یاده ناروغي اخته شل نور کسان مړه شوي هم دي.

: ‏د ولسمشر غني په مشرۍ د اداري فساد، درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ښه والي او اصلاحي طرحې غونډه ترسره شوې ده. د ارګ د معلوماتو له مخې، په غونډه کې ټینګار شوی دی چې د عدلي او قضایي مرکز فعالیتونو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

: ‏د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د سولې پروسه کې به د افغانانو لاسته راوړنې او د مېرمنو حقونه خوندي وي. نوموړي تېره شپه په سپیدار ماڼۍ کې د مرکچي پلاوي له ښځینه غړو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی دی چې افغانستان به بېرته تېر ته ونه ګرځي.

: ابراهیم کالین، سخنگوی ریاست جمهوری ترکیه و وندی شرمن، معاون وزیر امور خارجه آمریکا طی دیداری در کاخ دولمه‌باغچه استانبول درباره روابط دوجانبه و مسائل منطقه‌ای بحث و رایزنی کردند.

طرفین در این دیدار دستور کار نشست ناتو و دیدار روسای جمهور دو کشور در حاشیه این نشست را مورد ارزیابی قرار دادند.

کالین و شرمن در خصوص تداوم همکاری به‌منظور برقراری ثبات و صلح در مسائل منطقه‌ای مانند افغانستان، سوریه، لیبی، قره‌باغ و اوکراین موافقت کردند.

طرفین ضمن ابراز خرسندی از برقراری آتش‌بس در فلسطین، بر لزوم انجام اقدامات ملموس برای برقراری صلح پایدار در چارچوب راه‌حل دو دولتی و اعمال فشار بر اسرائیل برای ترک رویکرد مهاجمانه خود تاکید کردند.

کالین نگرانی‌های ترکیه نسبت به امنیت ملی خود و انتظارات از آمریکا در زمنیه مبارزه با گروه‌های تروریستی فتو و پ.ی.د را به شرمن ارائه کرده و گفت که روابط دوجانبه به‌رغم اختلاف نظرها باید با یک رویکرد راه‌بردی و دستورکار مثبتی پیش رود.

: برج چاملیجا؛ نماد جدید استانبول که با طول 587 متر از سطح دریا بلندترین بنای این شهر نیز به شمار می‌رود، امروز طی مراسمی با حضور رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه افتتاح و به طور رسمی مورد بهره‌برداری قرار گرفت.

او طی سخنانی در این مراسم گفت: امیدوارم این برج که قرار است به تلویزیون و رادیو، سازمان‌های رسانه‌ای و اپراتورهای ارتباطی خدمات ارائه دهد، مایه خیر و برکت باشد.

وی تاکید کرد: پروژه‌ احداث برج چاملیجا را که نه تنها در کشورمان، بلکه در سراسر جهان یک الگو و نمونه است، با موفقیت اجرا کردیم.

واحد در فعالیت‌های ارتباطی و رادیویی تبدیل شده، به آلودگی بصری در چاملیجا پایان داد. این برج اکنون با طول 587 متری از سطح دریا و با منظره مشرف به تنگه بسفر بلندترین بنا در استانبول به شمار می‌رود.

وی همچنین اشاره کرد که این برج قادر به ارائه خدمات پخش دیجیتال و زمینی است.

: ‏قطر وایي د فلسطین پر وړاندې د اسراییلو د خصمانه چلند له امله له دغه هېواد سره د اړیکو جوړولو پلان نه لري. د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله تازه مرکه کې ویلي پر فلسطینیانو د اسراییلي ځواکونو وروستي زور زیاتي وښوده چې دوی د سولې نیت نه لري.

: ‏ډیفنس ون خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، امریکا دې یوازې خپل سرتېري له افغانستان څخه نه وباسي بلکې هغه پرېکړه لیک دې ختم کړي چې جګړې ته یې اجازه ورکړې ده.

: ‏د مېل انلاین په نامه بریتانوۍ ورځپاڼې ویلي، طالبان او نورې ترهګرې ډلې د بهرنیو سفارتونو کارکوونکو ته د کافرانو د دوستانو په سترګه ګوري نو وېره ده چې پر دوی به غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.

: ‏‏د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان ته د القاعده ډلې له لوري جدي ګواښ پېښ نه شي. بایډن زیاته کړې، دا ګواښ هغو پنځو سیمو ته متوجه دی چې د داعش په ګډون د القاعدې او تنظیمي جوړښتونو لپاره پکې زمینه برابره ده.

: ‏د امریکا او هند بهرنیو چارو وزیرانو پر سیمه ییز امنیت، اقتصاد او دغه راز د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

: ‏اسلام اباد کې د امریکا سفارت سرپرستې د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دې لیدنه کې قمر جاوید باجوه او انګېلا ایګلر پر نورو مسائیلو سربیره پر افغان سوله هم خبرې کړي دي.

: ‏کاناډا کې د سورپوستو د یو پخواني ښوونځي په لیلیه کې د ۲۱۵ ماشومانو جسدونه موندل شوي دي.

‏کاناډا د «استوګنې ښوونځي» په نوم سیسټم جوړ کړی و چې په اجباري ډول به یې د سورپوستو ماشومان چې ددې خاورې اصلي اوسیدونکي دي له خپلو کورنیو جلا کول او هلته به یې استول اوهڅه به کیده چې ددغو ماشومانو کلتور بدل شي او دوي عیسویت ته واړول شي.

‏د کاناډا دا کار چې له ۱۸۴۰ تر ۱۹۹۰ پورې یې دوام درلود کلتوري نسل وژنه بلل شوې.

په دې مکتبونو کې ټولټال۱۵۰،۰۰۰ ماشومانو ته شکنجې ورکړل شوې، جنسي تیري پرې شوي او وږي ساتل شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک