د ملت غوښتنه د دولت او مهمو سیاسی مشرانو څخه چه یو موټی او متحد شي
زلمي زابلي
دغربیانو ستراتیژی په تیروشل کالو کی په افغانستان کی د جگړې تداوم اود غرب موجودیت دی چه په راتلونکی وخت کی دهمدغی پالیسۍ دوام غواړی
د سولی دخبرو په پلمه ، وروسته له دوه کاله، امریکاوایی چه شپږ سوه سربازان به د امریکا د سفارت د امنیت لپاره پریږدی ، ترکیه هیواد به د کابل دحامد کرزی هوایی ډگر امنیت تامینوی ، دانگلیس د سربازانو شمیر تر اوسه معلوم ندی چه د انگلیس سفارت د امنیت په پلمه به په کوم تعداد پاته وی ؟
پاکستان هیوادامریکا ته خپل فضایی او ځمکنۍ حریم په خدمت کی ورکړ، د دیورند د کرښې سره موازی امریکایی قواو ته نظامی اډی ورکوی چه عملا یی اوس د تاسیساتو درغولو کار جریان لری)
دانګلیس او پاکستان د لوی درستیزانو په واسطه او دامریکا په ملاتړ ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتی دفاعی جبری تړون په مخفی شکل او د پردی شاته ، دافغانانو د ارادی په خلاف ، لاسلیک سو ، چه دا عادی اقدام ندی،
حکومت او د هیواد په کچه ځینی مهم سیاسی نهادونه ، گوندونه او شخصیتونه علاوه پر دی چه د ملی اجماع د جوړولو لپاره هیڅ اقدام نه کوی ، د ملی اجماع د تخریب تحرکات یی شروع کړی، په داسی نازک بحرانی حالت او شرایطو کی نوموړی حکومتی او غیر حکومتی مشران یو په بل تورونه او اتهامات واردوی چه ملت ته د 1370ش کال ترخی خاطری وریادوي، چه په نهایت کی د طالبانو لخوا ټول دوطن څخه وشړل شوه
ملت په اوسنیو حالاتو کی د دولت او مهمو سیاسی نهادونو څخه توقع لری چه یو موټی او متحد شی، تر څو داوطن او ملت واحد پاته سی ،جګړه ختمه کړی
