No-IMG

حکومت له اوبو سره د کيدونکي زياتي مخه په زاريو نيسي

محمد الله ارين

 

حکومت له اوبو سره د کيدونکي زياتي مخه په زاريو نيسي،خو د سړکونو پر سر هغه موټر وينځونکي چې يو موټر په زر ليتره اوبو وينځي نه حوزه ويني او نه ناحيه، د اوبو د فيلتر کولو فابريکو ته جوازونه حکومت ورکړي او دوى يې تر فيلتر وروسته په کوڅو کې پلوري خو دا چې د يوې ټانکى اوبو پاکول څومره ضايع کوي؟ضايع شوې اوبو چيرته ځي؟ او بديل څه دى؟ هيڅ رسمي اداره پرې نه ده خبره خو د تجربې پر اساس هغه وړوکي د اوبو د پاکولو فيلټرونه چې موږ يې په کورونو کې لرو درې برخې اوبو ضايع کوي يوه برخه د څښاک وړ کوي نو فکر کوم د غټو کارخانو به هم دغه حال وي.

که دلته خلکو شعور لرلى او په زاريو يا پروژه وي تلويزيوني اعلانونو يې سر خلاصيداى موږ به دومره بدبخته،پردي پالي،وطن دښمني او اجرتي قاتلان نه وى،اعلانونه او دا سوداګريزې خبرتياوې مو جيب ته واچوى دا وطن په اعلانونو او زاريو والله که شړشم کړى کوتک ته لاس کړى موټرشويانې وتړى،د خپل سرو ژورو څاګاه ګانو د کيندلو مخه ونيسى،د هسې روانو اوبو پر مديريت فکر وکړى ،د باران او سيلاب د اوبو راکابو کولو ته کار ووايى،د اوبو د پاکولو کارخانو مخه ونيسى او د کرنيزې آبيارى سيستم له دوديزې ويالې پايپ او قطره اي سيستم ته راولى چې اوبو کابو شي.

په کليو کې لس نهالونه په زرګونو ليتره اوبو خړوبيږي، په دښتو کې په لکونو ژورې څاه کانې کيندل شوي او د لمريزې برښنا پر مټ له سهاره په خامو ويالو کې چې تر ګټې يې تاوان ډير دى اوبو روانې وي دې خودسرى يوازې اوبو ضايع نکړې بلکه دولتي دښتې غصب شوې او د څارويو د څړځايونو او للمه زارو ځمکو جنازه هم وشوه،پر دې ځمکو جنګونه،مرګونه او بدى هم وشوې او لا کيږي......

خلکو!

نن چې هرڅومره زياتى کوى،اوبو ضايع کوى،کوڅې او سړکونو  پرې وينځى خپل کار مو دى خو  سختې ورځې را روانې دي ياد يې ساتى په خداى به خپله متيازې وڅښى.

لکه نن چې د روغ صورت او آزاد ژوند په ارمان يو او د ۴۰ ډوله کرونا له امله مو ژوند چار بدرنګه شوى که د وطن له خوږو اوبو سره د روان زياتي مخه ونه نيول شوه لرې نه ده چې له سيپټيک څاه وو به بوشکې ډکوى او څښى به يې.

اوبو ژوند دى او بې اوبو ژوند ناشونى دى نوره مو خپله خوښه!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک