No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏ناپېژاندو وسله والو کندهار ولایت کې د بلوڅانو یو بېلتونپال مشر عبدالنبي بنګلزی وژلی دی.

ځايي اوسیدونکو رسنیو ته ویلي، د پاکستان بلوچستان صوبې یو بلوڅ بېلتونپال مشر عبدالنبي بنګلزی د ناپېژاندو وسلوالو برید کي ووژل شو، خو تر اوسه د کندهار ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏په تېره یوه میاشت کې د افغان ځواکونو لسګونه پوستې او نظامي مرکزونه د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره لغمان، بغلان، وردګ او غزني کې ۲۶ نظامي مرکزونه او پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

: ‏کابل کې د امریکايي ځواکونو یو کمپ دفاع وزارت ته سپارل شوی دی.

ملي دفاع وزارت وايي، چې د دغه پوځي کمپ د سپارلو په مراسمو کې د دفاع وزارت مرستیال او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون درلود.

‏د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د غوڅ ملاتړ ماموریت له ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د اډو سپارلو بهیر په بریالۍ توګه عملي کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره سم ډیرو ځایونو کې بهرنیو ځواکونو خپل کمپونه ویجاړ کړي دي.

: ‏د هلمند نهر سراج لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی دی.

د میوند ۲۱۵ قول اردو وایي چې د هلمند نهر سراج ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا عبدالرحیم ظهر او د هغه دوه ساتونکي نن د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏محمد محقق: د جنګ او سولې دواړو لپاره چمتووالی لرو.

محقق، چې د داوود داوود او شاه جهان نوري تلین غونډې ته خبرې کولې وویل، چې نړیوال دې د افغانستان وضعیت څخه سمه ارزونه ولري.

: ‏طالبانو د (ورځې خبره) تر عنوان لاندې یوه مطلب کې چې ددې ډلې رسمي موقف څرګندوي له پاکستان څخه غوښتي څو د متاع قلیل په بدل کې امریکا ته اډې ورنه کړي، کنه دغه کار به افغانستان له ګاونډیانو سره نه ختمیدونکې جګړې ته داخل کړي.

: ‏د هرات-کندهار لویې لارې موټر چلوونکي وایي، پولیسو یو ځوان د پیسو نه ورکولو له  امله په ډزو وژلی دی.

موټر چلوونکو د وژل شوي کس جسد د هلمند-کندهار پر دوراهي ایښی او له حکومته د عدالت غوښتنه کوي.

: ‏د پېښو پر وړاندې چمتوالي وزیر غلام بهاؤ الدين جيلاني لغمان ته په سفر کې د دې ولايت له اليشنګ، الينګار، بادپښ او نورو هغو ولسواليو چې دوه زره کورنۍ د جګړې له امله پکې بېځايه شوي د پنځلس ميلونه افغانيو نغدې او خوراکي توکو مرستې لړۍ پيل کړه.

: ‏کندز کې پخوانی جهادي قومندان او د ولسي پاڅون کوونکو اوسنی قومندان حاجي همکار تېر مازیګر د امام صیب ولسوالۍ په قنجوغه سیمه کې د وسله والو له لوري وژل شوی.

: ‏پکتیکا کې ماین چاودنې د سیمه ییزې اردو دوه سرتیري ووژل.

سرچینې وایي، پرون ماذدیګر ناوخته د مرکز ښرنې اړوند کوټوالو سیمه کې د سیمه ییزې اردو د لوژستیک پر موټر ماین چاودنه کړې، چې له امله یې دوه سرتېري وژل شوي.

د پکتیکا سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

: ځينې سیاستوال او پخواني جهادي قومندانانو چې نن (جمعه د غبرګولي په ۷مه) کابل کې د داوود داوود او شاه جهان نوري د لسم تلین په مناسبت جوړو شو مراسمو کې سره راغونډ شوي وو طالبانو ته یې ګواښ وکړ چې د جګړې له لارې واک ته رسېدای نه شي.

 له ې منځه د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین ربانی وایي چې نننی پښت (نسل) د مقاومت دورې د پښت پرتله د هېواد دفاع، ازادۍ او د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو ساتلو ته چمتو دي.

هغه ټينګار وکړ که چېرې طالبان فکر کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د جګړې له لارې افغانستان نیولای شي، نو په خپلې محاسبې کې تېروتي دي:«طالبان باید پوه شي چې د ازادۍ او عدالت په هکله د خلکو او د افغانستان د اوسني پښت باور د تېرې ورځې او مقاومت دورې پرتله څو برابره زیات شوی دی

صلاح الدین رباني د حکومت پر سیاستونو نیوکه کوي او وایي په داسې وضعیت کې چې افغانستان ملي اجماع ته اړتیا لري، حکومت د خلکو او سیاستوالو ترمنځ د تفرقې سیاست ته مخه کړې ده.

: د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي چې په دوه وروستیو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو راویستل او هېواد ته راستنېدل څو برابره زیات شوي دي.

د دغه ریاست د شمېرو پربنسټ، په تېرو دوو میاشتو کې څه باندې ۷۰ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راغلي دي چې د هغوی زیات شمېر یې شړل شوي دي.

د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مبین قادري په دې هکله وویل:«۴۰ زره او ۳۹۹ هېوادوال د ازادو کډوالو له ډلې وو چې افغانستان ته راغلي دي او ۲۸ زره او ۲۸ زره او ۷۰۴ تنه یې هغه کډوال دي چې په اجبار سره له ایران څخه شړل شوي دي

: صلاح‌الدین ربانی، رهبر جمعیت اسلامی، در یک گفت‌وگو با طلوع‌نیوز، می‌گوید که تاهنوز هدف از ایجاد شورای عالی دولت روشن نیست و ایجاد این شورا نیز یک اقدام نمایشی از سوی ریاست‌جمهوری است.

آقای ربانی می‌افزاید که جمعیت اسلامی تاکنون دربارۀ شرکت در شورای عالی دولت تصمیم نهایی نگرفته‌است؛ اما موقف این حزب دربارۀ حکومت کنونی روشن است.

ربانی در این باره اظهار داشت: «اعضای شورا باید تصمیم‌گیرنده باشند نه این‌که این‌ها فقط برای دیکور باشند. و یا در تصویر باشند و در زمان فیصله و تصمیم‌گیری حضور نداشته باشند

: ‏موج سوم کرونا در افغانستان؛ ثبت ۹۷۷رویداد تازه و مرگ ۱۸ تن در شبانه روز گذشته.

: ‏د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هوان مرمۍ لګېدو له امله ۹ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، چې د هوان مرمۍ د طالبانو له لوري د ملکي خلکو په کورونو لګېدلې، چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه طی سخنانی در مراسم افتتاح مسجد تقسیم استانبول اظهار داشت: مسجد تقسیم پس از تقریبا 1.5 قرن تلاش تقدیم استانبول شد، امیدوارم مسجد میدان تقسیم که امروز اولین نماز جمعه در آن را ادا کردیم، برای استانبول، کشورمان و جهان اسلام خیر و صلح به همراه آورد.

وی افزود: مسجد تقسیم از هم اکنون جایگاه برجسته‌ای در میان نمادهای استانبول کسب کرده است؛ من مسجد تقسیم را به عنوان سلامی به مسجد ایاصوفیه و هدیه‌ای برای 568'مین سالگرد فتح استانبول می‌بینم.

اردوغان افتتاح مسجد تقسیم را رویدادی مبارک خوانده و گفت: معتقدم مسجد تقسیم پس از مسجد بزرگ چاملیجا و بازگشایی ایاصوفیه، سومین میراث معنوی مهم استانبول است که قرن‌ها مانند چراغ شهر را روشن خواهد کرد.

: ‏استقبال پاکستان از تشکیل کمیسیون بین‌المللی تحقیق موارد نقض حقوق بشر در فلسطین.

: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د افغانستان دننه او بهر یو شمېر عناصر شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي. شاه محمود قریشي اروپایي پارلمان سره په یوه ویډیویې غونډه کې د دغو عناصرو د نوم له اخیستلو پرته وویل چې د دغو مخربو عناصرو د دسیسو څارنه باید وشي.

: ‏د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټين کانګریس ته ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل تر مهالوېش چټک دي. د اسوشیټیدپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، اسټین دا نه دي ویلي چې څومره امریکايي پوځیان له افغانستانه ایستل شوي دي.

: ‏د حج او اوقاف وزارت وايي، د مصر لوی مفتي 'شاوکي ابراهیم عبدالکریم اعلام' په افغانستان کې د سولې په اړه فتوا صادره کړې ده. د مصر د ستر مفتي له قوله راغلي چې سوله د اسلام یو مهم اصل دی، خو په افغانستان کې سولې ته له دې سره سره لږ پام شوی چې په خپله اسلام سولې ته وايي.

: ینس استولتنبرگ، دبیرکل ناتو، روز پنجشنبه در یک گفتگو با اسوشیتد پرس، گفت که این سازمان با گماشتن کارشناسان غیرنظامی پشتیبانی اش را ازافغانستان ادامه خواهد داد.

آقای استولتنبرگ گفت که ناتو با گماشتن کارشناسان غیرنظامی در وزارتخانه‌های افغانستان، فراهم سازی هزینه‌های مالی نیروهای افغان و پشتیبانی از روند صلح افغانستان، همچنان به تعهدات در برابر این کشور پابند خواهد ماند.

: ‏بشارلاسد د څلورم ځل لپاره د سوریې ولسمشر وټاکل شو.

د راپورونو له مخې، یواځې د سوریې په هغو سیمو کې ټاکنې ترسره شوي چې د حکومت تر واک لاندې دي. په دغو ټاکنو کې ۷۹ سلنه خلکو خپله رایه کارولې، چې بشارلاسد پکې د ۹۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د څلورم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک