د فلسطیني خبریالانو او افغان اسلامپالو حسابونه ولې بنديږي؟
وټس اپ ولې د لسګونه فلسطیني خبریالانو حسابونه "بند" کړي؟
فرانس پرېس خبري اژانس د فلسطیني خبریالانو له خولې ویلي، په غزه کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ له نږدې یوولس ورځنۍ جګړې وروسته وټس اپ د لسګونه خبریالانو حسابونه بند کړي دي.
په دوی کې دوه د فرانس خبري اژانس خبریالان دي چې په غزه کې یې کار کاوه.
په قدس، لوېدیځه تړانګه او غزه کې نورو خبریالانو هم ویلي چې د وټس اپ حسابونه یې بند شوي دي.
په غزه کې د الجزیرې تلوېزیون خبریالانو ویلي، د وټس اپ حسابونه یې تر بندېدا او فیسبوک ته- چې د وټس اپ ملکیت لري، تر شکایت وروسته بېرته فعال شوي دي.
د فلسطیني خبریالانو د ټولنې مرستیال تحسین الاسطل ویلي "په غزه کې د نژدې ۱۰۰ خبریالانو حسابونه بند شوي دي".
د غزې خبریالانو د وټس اپ له لارې د حماس ډلې څرګندونې د خپل خبري پوښښ په توګه لاس په لاس کړې دي.
د غربي ډیموکراسۍ له بد فهمه مدافعینو ولې پوښتنه نه کیږي، چې دا د بیان آزادي یواځې ستاسو لپاره قانوني مشروعیت لري؟ چې خپل وحشت پرې پټ کړئ او په اسلامي ټولنو کې د خپل ګنده تهذیب زهرجن تخم وپاشئ؟! او که یو مسلمان هم کولای شي د خپل مظلومیت غږ تر ړندې او ګڼې نړۍ ورسوي؟
د افغانستان د کشالې په حل کې د بیان آزادي سرې کرښې معرفي کوي او همدا شان زموږ پلورل شوي تالي څټي د بدلې همدا ټکی زمزمه کوي، چې هله د بیان آزادي مو سلب نشي!
آیا د غربیانو دا اعتقاد سم دئ، چې هر څوک د بیان د آزادۍ حق لري؟ آیا دوی په نړۍ کې د داسې یوې رسنۍ ( چاپی یا تصویري) مثال وړاندې کولئ شي، چې د دوی په خلاف د دوی د وحشي کړنو عکس العمل ئې وړاندې کړئ وي او بیا یې هم نشرات روان وي؟ آیا په افغانستان کې د اسلامپالو تنظیمونو او جهادي شخصیتونو نمونه د خواله رسنیو په تور لېست که نه دي، آیا د هغوی تصویرونه څوک پر خپله پاڼه پورته کولای شي؟
یقینا چې که څوک داسې وکړي نو آیډي به ئې تر نامعلومې نیټې د استفادې وړ نه وي!
