مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: حکومت غواړي د فاریاب پخواني والي نقیب الله فایق ته منظور کړې سناتوري بیرته ترې واخلي.
کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو په اساس د فاریاب پخواني والي نقیب الله فایق د سناتورۍ په بدل کې له حکومت سره ژمنه کړې وه، چې ځایي خلک به قانع کوي څو نوی ټاکل شوی والي داوود لغماني ومني او کار ته یې پریږدي، خو په دې کار کې د نقیب الله فایق د پاتې راتلو له امله اوس ارگ غواړي له نوموړي سناتوري او ورکړل شوی دولتي مډال بېرته واخلي.
✒: د طالبانو رهبرۍ شورا پاکستان کې د امریکا پوځي اډو د جوړېدو په اړه خپلمنځي مجلس کړی دی.
✒: د ملي امنیت عمومي رییس وایي پاکستان کې د امريکايي پوځيانو لخوا د نظامي اډو د جوړېدو په تړاو راپورونه شایعات دي.
✒: د فرانسي خبري اژانس د طالبانو د قطر دفتر د ویاند محمد نعیم له قوله ویلي، چې طالبان په افغانستان کې میشتو بهرنیو دیپلوماتو او مرستندویه ادارو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي، چې دوی ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه دی.
✒: د کابل کارته چار کې په یوه شخصي کافه کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې.
د سیمې اوسیدونکي وایي دغه پېښه دریمې امنیتي حوزې ته څېرمه رامنځ ته شوې، خو تر اوسه د اورلګېدنې علت معلوم نه دی.
✒: عامو خلکو د کابل لویدیځه برخه کې یو مشکوک کس، چې د ښځو جامې یې پرتن وې نیولی دی.
یاد کس د کابل ابرسانۍ کې له یو کرولا موټر له پیاده کېدو وروسته د خلکو له خوا نیول شوی.
تر اوسه روښانه نه ده، چې دې سیمه کې نوموړي څه هدف درلود خو خلک وايي ښايي د ترورستي فعالیتونو لپاره راغلی وي.
✒: وسله والو کسانو هرات ښار کې یو دیني عالم وژلی.
دیني عالم مولوي عبدالکریم نومیږي، چې نن ماسپښین مهال د هرات ښار آب بُرده سیمه کې د خپل کور مخته وژل شوی.
د مولوي عبدالکریم حنفي د کورنۍ غړي وایي چې له چا سره دښمني نلري او د دې ديني عالم د وژلو انګيزه هم مالومه نه ده.
✒: په داسې حال کې چې حکومت محمد داود لغمانی د فارياب له ولايته ګوښه کړ او پر ځای يې د دغه ولايت پخوانی مرستيال د سرپرست په توګه وټاکه؛ خو بيا هم د يوولسمې ورځې لپاره ميمنې ښار کې د جنبش ګوند پلويانو لاريونونه دوام لري.
✒: سرچينې وایي، نن مازديګر مهال لغمان مرکز مهترلام کې د کاوون غږ په نوم د یوې خصوصي راډیو انګړ کې د هاوان مرمۍ لګېدلې ده، چې له امله یې د دې راډيو یو تن کارکونکی ټپي شوی.
✒: د ۲۱۵ ميوند قول اردو ادعا لري چې د هلمند ولايت د خانشين ولسوالۍ په پوپلزو سيمه کې د طالبانو او القاعده شبکې پر پټنځايونو د افغان هوايي ځواکونو د پرونيو بمباريو په پايله کې، د پاکستان د اردو يو افسر هم وژل شوی.
یاده قول اردوی زیاتوي، دا پاکستانی افسر لومړی ټپي او وروسته يې د کويټې ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.
طالبان دغه برید او د القاعده شبکې د غړو شتون ردوي.
✒: د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي، تېره شپه ناوخته د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د تړلې کنډو په سیمه کې د ولسي پاڅوون کوونکو او سرحدي ځواکونو په کمین بریدونو کې د یو مهم سرګروپ ملا اغاجان چې مشهور په قندهاري وو، په ګډون ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور ټپيان دي.
✒: عيني شاهدان وايي، نن له غرمې وروسته د کابل ښار اړوند د تایمني په لسم سړک سیمه کې یو تن په ډزو وژل شوی دی.
✒: د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله نن د حکومت مرکچي پلاوي غړو سره د سولې پر روان بهیر خبرې اترې کړي دي.
✒: پولیس کابل میگوید که در تیر اندازی مردان مسلح ناشناس در ساحۀ بت خاک ولسوالی بگرامی کابل امروز یک غیرنظامی جان باخت و ۲ تن دیگر زخم برداشتهاند.
پولیس میگوید که مهاجمان توانستند بعد از تیر اندازی از ساحه فرار کنند.
✒: برگزاری نشستی در باره صلح افغانستان در پاکستان پس از سفر رییس ستاد ارتش پاکستان به کابل مطرح شده است
منابعی در ارگ و شورای عالی مصالحه ملی می پذیرند که احتمال دارد پاکستان نشستی را در باره صلح افغانستان میزبانی کند.
این منابع می افزایند که کوشیده می شود تا این نشست در پاکستان به سطح رهبری میان حکومت افغانستان و گروه طالبان برگزار شود.
اما طالبان از برگزاری چنین نشستی اظهار بی خبری می کنند.
✒: سران نهادهای امنیتی: در ۱۰۴ ولسوالی نبردها جریان دارند.
✒: ستره محکمه در یک خبرنامه میگوید که رییس پیشین پشتنی بانک همراه با سه کارمند پیشین این بانک از سوی محکمه استیناف رسیده گی به جرایم سنگین فساد اداری به جرم اختلاس ۹۰۰ هزار دالر امریکایی به پنج سال و یک ماه زندان محکوم شدند.
✒: غلام فاروق حضرتی، سخنگوی قوماندانی پولیس فراه میگوید که در نتیجۀ آتشسوزی در بندر ابونصر فراهی در مرز با ایران، دو تانکر تیل سوختهاند.
او افزود که آتشسوزی هنگام واژگون شدن یک تانکر حامل پطرول آغاز شد و به همکاری موترهای آتش نشانی ایران، از گُسترش آتش جلوگیری شدهاست.
✒: کرونا در افغانستان؛ در شبانهروز گذشته ۸۴۰ رویداد تازه ثبت شدند.
✒: کرملین: پوتین و بایدن 16 جون در ژنو دیدار خواهند کرد.
✒: وزیر امور خارجه ترکیه نسبت به آزادی فوری رئیس شورای انتقالی و نخستوزیر مالی و اقدامات لازم برای آغاز روند انتقالی ابراز امیدواری کرد.
✒: یو شمېر پاکستاني رسنۍ وایي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار له خپل امریکایي سیال سره کتلي دي او په افغانستان کې د روانې جګړې او سولې د بهیر په اړه خبرې کړې. بلخوا ځينې امریکایي رسنۍ بیا وایي چې د امریکا ددفاع وزیر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
✒: نشنل انټرسټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو وتل او دغه راز په هر بل ګاونډي هېواد کې د تاسیساتو جوړول به د متحده ایالاتو واک کمزوری کړي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې نړیواله ټولنه به وهڅوي څو له غزې سره مرسته وکړي. نوموړي نن د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې امریکا به په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
✒: امریکا یو ځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته په سیمه کې پر پیاوړي حضور ټینګار کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي ویلي، امریکا خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو یو ځل بیا ژمنه کوي چې خپل سیمهییز متحدین به یوازې پرې نه ږدي.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ګنګوسې رد کړې دي چې ویل کېدل پاکستان امریکا ته د خپل هوایي او ځمکني حریم د کارولو اجازه ورکړې ده. یاد وزارت زیاته کړې چې پاکستان امریکا ته د خپلو حدودو د کارولو اجازه نه ده ورکړې او نه هم په راتلونکې کې داسې کوم پلان لري.
✒: د ناټو عمومي سرمنشي، ینس سټولټنبرګ ویلي، له افغانانو، افغان سولې پروسې او دغه راز د افغان ځواکونو روزنې او تمویل ته دوام ورکوو.
✒: د امریکا دفاع وزیر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره پر افغان سوله خبرې کړې.
د امریکا د فاع وزیر لوېیډ اسټین پرخپله ټویټرپاڼه لیکلی،چې د پاکستان د پوځ له مشر، جنرال قمر جاوید باجوه سره یې د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ،د افغان سولې په اړه هم خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي،په دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د سیمې د امنیت او ثبات په اړه پرګډه همکاري بیا ټینګار وکړ.
