No-IMG

ورور حکمتيار يو شمېر مخورو قومي مشرانو او جهادي شخصيتونو سره وکتل

د حزب اسلامي افغانستان امير محترم حکمتیار د‌ چهار شنبې په ورځ د حاجي محمدګردیزي، تورن جنرال امان ګردیزي او ورسره راغلو یو شمېر مخورو قومي مشرانو او جهادي شخصیتونو سره وکتل.

په دې ليدنه کې چې د حزب اسلامي په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د هېواد په روان وضعيت په ځانګړې توګه د سولې پروسې او يو شمېر نورو ملي مسائلو په اړه تفصيلي خبرې وشوې.

همدارنګه ښاغلي حکمتيار نن له غرمې مخکې د ډاکټر شاه اقبال صافي سره هم وکتل او په ځينو مهمو ملي مسائلو وغږېدل.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک