ورور حکمتيار د مرحوم محمد جميل ځدران د زوی فرمان الله ځدران سره وکتل
پدې کتنه کې د حزب اسلامي مشر د حاجي محمد جميل ځدران مړينه يوه ضايعه وبلله او يو ځل بيا ئې د نوموړي کورنۍ او خواخوږو ته د تسليت مراتب وړاندې کړل.
ښاغلي حکمتيار وويل: مرحوم جميل ځدران د مرګ تر وروستۍ شيبې پورې خپلو ديني آرمانونو او د مبارزې اهدافو ته ژمن پاتې شو او هېڅکله ئې خپل ثبات او استقامت له لاسه ورنکړ.
په پای کې فرمان الله ځدران وويل: مونږ به د خپل پلار په څېر تر هغو خپلې مبارزې ته دوام ورکوو چې تر څو مو خپل ستر او سپيڅلي اهدف نه وي ترلاسه کړي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
