No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

 

: ‏د کرکټ نوموتي لوبغاړي راشد خان په یوه ټویټ کې د نړۍ له رهبرانو غوښتي څو افغانستان ته د سولې راوستو کې هڅه وکړي.

راشد خان په خپل دغه ټویټ پیغام کې ویلي، چې سیاستوال نه دی، خو د داسې یوه افغان ځوان په توګه چې جګړه کې لوی شوی د نړۍ په مشرانو غږ کوي، چې د سولې راتګ برخه کې هڅه وکړي.

: ‏وروسته له هغه چې په وروستیو کې پر حکومت د فساد تورونه ډېر شول غزال حارث له خپلې دندې استعفا کړې ده. هغې ویلې چې اوږده موده یې د پلټنې په اداره کې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ادامه ورکړه خو په وینا یې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې چاره سخته ده.

: ‏سرچینې وايي، کمانډو او هوایي ځواک د لغمان مرکز مهترلام ښار اړوندو سیمو کې او د الینګار ولسوالۍ په مسیر چاڼیز عملیات پیل کړل.

د سرچينې په خبره، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې هم شوې دي، خو د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نشته.

: ‏د ملي دفاع وزارت مرستیال وياند فواد امان وايي چې د پوځ لوی درستيز جنرال یاسین ضیا دا مهال په لغمان کې ده او د عملياتو رهبري کوي.

: په لندن کې یو شمېر افغانانو د یوه لاريون په ترڅ کې په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

: ‏‏۲۰۷ ظفر قول اردو وايي، وسله والو طالبانو غوښتل چې نن د بادغيس د جوند ولسوالۍ په مربوطاتو د امنیتي ځواکونو په نښه کولو لپاره ماین ځای پرځای کړي، چې پرې چاودنه  یې کړې او له امله یې دوه طالبان وژل شوې او درې نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏ارګ وايي: «د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د ګردیز ښار د حلقوي سړک د پروژې د تړون منظوري، د افغانستان بانک اړوند د افغانیو نویو بانکنوټونو د چاپ، د کابل ارغندي څخه جلال اباد پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ مزو د ډیزاین، برابرولو، نصبولو او لېږدولو، د تورخم د پل او کانکرېټي سړک د جوړولو ‏د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د اړتیا وړ د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونو لپاره د ۴۴۱ پایه لپټاپ کمپیوټرونو د برابرولو او تدارک، د هېواد نهو پوهنتونونو لپاره د انټرنټ او د مالیې وزارت اړوند مرکز او ولایتونو کې د تاسیساتو د فزیکي امنیت د تامین پروژې له بحث وروسته منظور کړې

: ‏د پکتیکا تروې ولسوالۍ کې یوازې څلور کسان سواد لري.

د تروې اوسېدونکي وایي، له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې دغې ولسوالۍ کې ۱۲ بابه ښوونځي تړل شوي او بیا هېڅ دولتي ښوونځی په کې نه دی پرانیستل شوی.

تروې ولسوالۍ کې اوس یو شخصي ښوونځی جوړ شوی او ۱۲ زده کوونکي لري.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره کتلي.

د مصالحې عالي شورا دفتر وایي، په دغه کتنه کې دواړو خواوو پر سولې او د هېواد پر سياسي او امنيتي وضعیت خبرې وکړې.

: ‏بدخشان ولایت کې یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د طالبانو په یو برید کې شپږ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. سرچینې زیاته کړې چې په یاده پېښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې معلوم نه دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏رحمت الله نبیل:

‏طالبان در تلاش اند تا الى ختم خروج نيروهاى خارجى (كه ممكن الى چهارم جولاى ٢٠٢١ تكميل شود)، كابل را در محاصره اقتصادى/اكمالاتى قرار دهند و كنترول بزرگ راه ها (شريان هاى اقتصادى) را در اختيار خود بگيرند؛ اين در حاليست كه حكومت خود را با چانه زنى هاى سياسى باطل مصروف ساخته است!

جنگ جارى افغانستان را با ديد ستراتيژيك راهبردى ببينيد و از مرحله خود خواهى وارد مرحله خود گذرى گرديد، در غير آن چالش ها و مشكلات افغانستان بيشتر خواهد شد.

: ‏د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي چې سږکال به په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات پنځه سوه زره ټنو ته ورسېږي. د یاد ولایت د کرنې رییس زلمي الکو ویلي چې په یاد ولایت کې د غنمو لو پیل شوی چې د اټکل له مخې به د یاد ولایت د غنمو سږني حاصلات نږدې ۵۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.

: ‏د پروان د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو شورا رییس د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی. د سیدخېل ولسوالۍ ولسوال احمد لمر عثمان یار ویلي چې مولوي سیف الله ساپی نن سهار په یاده ولسوالۍ کې د سیف الرحمن لېسې په مخ کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی.

: ‏سرمعلم مکتب حبیب‌الرحمن شهید صبح امروز (۲ جوزا) در ولسوالی جبل‌السراج ولایت پروان از سوی افراد ناشناس ترور شد.

گواهان می‌گویند که مهاجمان پس از ترور این سرمعلم، فرار کرده‌اند. در این رویداد یک پسر این سرمعلم نیز زخم برداشته‌ است.

: ‏د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د محبس شاوخوا سیمو کې د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ له ماښام راهیسې ناوخته سخته جګړ روانه ده.

د سیمې اوسیدونکې وايي جګړه سخته ده او په محبس جنګ روان دی

ولایتې اداري تردامهاله څه نه دي ویلې.

‏خو د ملي دفاع وزارت وایي، د پوځ لوی درستیز جنرتل یاسین ضیأ لغمان کې حضور لري او د طالبانو خلاف عملیات رهبري کوي.

: پارلمان اسرائیل فردا در مورد پیش‌نویس قانون ممنوعیت حضور یک نماینده برای سومین بار به عنوان نخست وزیر بر مسند قدرت و منع انتصاب شخصی که علیه او پرونده شکایت وجود دارد به عنوان رهبر دولت ائتلاف، تشکیل جلسه خواهد داد.

به گزارش رسانه‌های محلی اسرائیل، پیش‌نویس این قانون توسط احزاب مخالف تهیه شده، فردا در کمیته سازماندهی مجمع مورد ارزیابی قرار خواهد گرفت.

در صورت تصویب در کمیته ، این لایحه باید در 3 رأی‌گیری جداگانه در مجلس تصویب شود.

کانال 12 اسرائیل اعلام کرد که فهرست مشترک عربی که نقش کلیدی در کنست دارد، از پیش نویس این لایحه که در آینده سیاسی نتانیاهو سرنوشت‌ساز است حمایت می کند.

: ‏په غزه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې شاوخوا ۷۶۹ سوداګریز او هستوګنیز واحدونه په بشپړه توګه له منځه تللي، ۱۰۴۲ واحدونه په نسبي توګه ویجاړ شوي چې د اوسېدو وړ نه دي او ۱۴۵۳۸ واحدونه هم د جګړو او بمباریو له امله زیانمن شوي دي.

: ‏امریکایي میلیټري ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې ممکن له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ګڼ تجهیزات د طالبانو لاس ته ولوېږي.

: ‏د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځ پر پوسته یو برید کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ د نښتې پخلی کړی خو په یاده پېښه کې یې د یو پوځي د وژل کېدو او یو بل د ټپي کېدو خبره کړې ده.

: ‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) ویلي چې روان کال کې په افغانستان کې د جګړو له امله سل زره کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. د یادې ادارې په خبره، په یاده موده کې ۳۶۱۰۰۰ افغان کډوال له ایران او ۴۸۰۰ یې له پاکستان څخه هم خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

: ‏د امریکا په نیوجرسي کې د ډزو له امله دوه کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان دي.

: ‏جنرال پتریوس،رئیس پیشین استخبارات آمریکا:ممکن آمریکا از خارج‌کردن نیروهایش از افغانستان منصرف شود.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک