صوابی کی د حزب اسلامي مسئولينو د فلسطين په ملاتړ لاريون کي گډون وکړ
د حزب اسلامي افغانستان د محترم امير حکمتيار صاحب د فرمان مطابق دحزب اسلامى افغانستان دافغان مهاجرينودصوابۍ دکيمپونو صدر مفتى اسماعيل ذبيح الله حقيار دجماعت اسلامى پاکستان دتنظيم سره په هماهنګى پاکستان دخيبرپختونخوا په صوابۍ ضلع کى دفلسطين دمسلمانانو سره ديو والى په پار احتجاجى جلسه اومظاهره وکړه چه په سلګونو افغان مهاجرينو او او دجماعت اسلامى کارکنانو په کى ګډون درلوده غونډه دمفتى اسماعيل ذبيح الله حقياردتلاوت کلام پاک سره پيل شوه . ورپسى دجماعت اسلامى دصوابۍ ضلع امير ميا افتخار باچا وينا وکړه .هغه وويل چه دنړۍ په سطح دفلسطين په مسلمانانو داسلامى ممالکو خاموشى دافسوس خبره ده او اسرايل غواړى دفلسطينانو نسل کشى وکړى هغوى دټولى اسلامى نړۍپه مسلمانانو غږ وکړو چه دفلسطين دمسلمانانو سره دخپل وس مطابق د دواګانو ،خوراکى موادواومالى کومک وکړى او په اسرايلو بايد فشار راوړى چه ددوى خپل ظلمونه په مظلومو فلسطينيانو بند کړى،دجلسى په پاى کى دفلسطين مسلمانانو سره د اعانى په خاطر مرسته او چنده وشوه او جلسه په امن ناکه توګه پاى ته ورسيده
