No-IMG

هلته کليساوې ړنګې شوي دي

سيداکرام سعيدي

 

د کليسا زنګ وکړنګېږي، يو د پخو مټو قوي ځوان پۀ جنګي لباس کې پادري ته خم شي، ورته وايي:

سپېڅلی پلاره! اندلس ته ځم، خبر شوی يم، هلته کليساوې ړنګې شوي دي، د صليب توغ ويجاړ شوی دی، مونږ بايد بېرته بيزنطين پر خپلو پښو ودروو.

پادري ورته دعاء وکړي، د کليسا تر دروازې يې رخصت کړي. اندلس ته لاړ شي، د البسين پر چوک د هلال بيرغ رپېږي، د الحمراء پر ماڼۍ د "لا غالب الا الله" پردې رپېږي، د سيرانويدا پۀ وراورينو څوکو د تکبير زمزمه غږېږي، هلته رادرک نۀ ؤ، د هرقل څلی ړنګ ؤ، د صليب نغارې د تکبير پۀ ملکوتي غږونو کې خپ وې، ځوان پۀ ژړا شو، نزدې يوې زړې کليسا ته ننواتۀ او د لرګي پۀ تنه ځوړندې مجسمې ته يې ډېرې اوښکې توی کړي. يو زوړ بوډا پادري يې خوا ته راشي، درد ورسره شريک کړي، بوډا لګيا ؤ:

مسيح زمونږ امتحان اخلي، مونږ د اندلس پۀ څېر ايلياء هم د لاسه ورکړه، مونږ ته به زړو پادريانو کيسه کوله چې هلته د ايلياء (بيت المقدس) پۀ خاورو کې ستر مسيح خاپوړې کړې دي، بيت المقدس د مسيح ښار دی، لاړ شه او د بيزنطين بيرغ هسک کړه، پۀ اندلس کې جګړه بې ګټې ده.

ځوان ايلياء ته لاړ شي، د سور کمر تاريخي کلا ته ودرېږي. هغه کليسا ته ورشي چې د دوي پۀ نزد عيسيٰ عليه السلام پۀ کې دار شوی وي.

د قسطنطين مور غږې وکړنګوي او د خپل عروج د شپو ياد راتازه کړي، د اقصيٰ پر پاکه خاوره د ايوبي بيرغ رپېږي او د لويديځ نايټان يې لۀ نومه رېږدي، ځوان د تيت وپرک صليبيانو د اتحاد هڅې کوي او نورو ځوانانو ته د تېر دور احساس ورکوي، د خپل شړ شوي تمدن رېښو ته اوبۀ ورکوي او د بيت المقدس د ازادۍ خوبونه ګوري.

تاسو به فکر کوئ چې دا ځوان څوک دی؟ دا د هاليووډ د فلم يو هيرو دی، لويديځ د دې پۀ څېر ډېر فلمونه جوړوي، ليکچرنوټونه ورکوي، پروګرامونه دايروي چې ځوانانو ته د نصرانيت د يووالي تلقين ورکړي.

دلته کۀ مونږ پر اقصیٰ وژړل، يا مو يو لفظ لۀ خولې وواتۀ، هر سوټل به راجګ شي، پردي پالئ، خپل هېواد در نه هېر دی، اقصيٰ څۀ کوئ، د خپل هېواد غم وخورئ؛ مګر لويديځ پۀ دين کې پوله نۀ پېژني. دا ځوان لۀ فرانسې د بيت المقدس انګړ ته راشي او د صليب غم يې ژړوي خو دلته زمونږ مسلمان پولې پالي، اقصیٰ د هر "لا اله الا الله، محمد الرسول الله" کليمه ويونکي حرم دی، اقصیٰ خپله وګڼئ، د امت د بدن مهمه ټوټه ده او امت د يو جسد پۀ مثال دی، د ايمان تقاضاء ده چې د ځمکې پۀ بېل براعظم کې به هم پر يو مسلمان خفه کېږې، ګنې ستا د ايمان دعوه نيمګړې ده

د امت مشران وايي:

د معراج پېښه خو مسجد حرام کې هم کېدله، د اقصیٰ انګړ خو الله تعالیٰ د دې لپاره خوښ کړ چې دا ځای د هر پنځه وخته مونځ کوونکي ځای دی او پدې به خفه کېږي، اقصیٰ ته ځکه اقصیٰ هم وايي چې د مسجد حرام، مسجد نبوي سره يې فضيلت شريک دی خو يوازې د جلا موقيعت لۀ کبله "اقصیٰ" يانې "لرې پروت" پۀ نوم يادېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک