د یوې فلسطینی مؤمني مور، مظلومی خور همت ته سلام
اسد الله حليم
کاش!
پر اسلامي امت د کفر او اشغال په ټولو تپلیو حاکمانو کې د یوې فلسطینی مؤمني مور، مظلومی خور او قربانی ته اماده ماشوم غیرت، ایمان، وجدان او همت وای!!!
د اسلام د سرسختو دښمنانو یهودو پر فلسطین روان ظلمونه د ټول اسلامي امت د ایمان ادعاء ننګوی، که د فلسطیني مؤمنو مستضعفینو نصرت او دفاع ته اسلامي امت حتی الوسع عملا و نه دانګي همدا به پر اسلامي امت د الهي الیم او محیط عذاب زېری وی.
یارب!
ته د فلسطیني غیورو میندو او باشهامته اطفالو ناصر، غاویر ، بس او حافظ شې.
د یهودو غاصبینو څخه یې په عاجل مهلک انتقام د مظلوم اسیر او محکوم اسلامي امت سترګي اوزړونه یخ کړې.
د ایمان په حکم د یهودو د استکبار او ظلم په تقبیح او غندنه ، سبا د جمعې ورځ د حزب اسلامي د مؤمن پالونکي اسلامي صف کې په ګډون سره اظهار کړئ او خپل دیني رسالت مو د مظلوم په دفاع کې اداء کړئ.
