د دولت د عالی شورا د تشکیل په ځای، راځی د ملت د واقعی استازو یوه شورا جوړه کړئ
زلمی زابلي
په افغانستان کی دا دیرش کاله همدغه یو څودگوتو په شمیر سیاسیون دی چه په سیاسی ډگر کی لوبیږی ، ددی مشرانو څخه دافغانستان عام ولس په اوسنیو حساس شرایطو کی غواړی چه:
دخدای ج په لحاظ داوطن او ولس نور ستاسو د بی اتفاقۍ او قدرت غوښتنۍ مه قربانی کوئ ، نور متحد سی، چه ملت مو ملاتړ وکړی ،
یوه روښانه او ملی بهرنۍ پالیسی د حکومت سره جوړه کړئ ، چه ملت او همسایه هیوادونه او نړیوال پوهه سی چه دولت څه غواړی ، موږ تر اوسه هیڅ بهرنۍ ټاکلی پالیسی نلرو
ددولت دعالی شورا د تشکیل په ځای ، راځی د ملت د واقعی استازو یوه شورا جوړه کړئ چه مشوره یی دملت ملاتړ لری ، او دولت ته مشروعیت ورکوی
داڅنگه سیاسیون دی؟ چه په فاریاب کی ملت او حکومت ، یوبل ته دجنگ اخطارونه ورکوی خو یوه سیاسی رهبر ددوستماو حکومت په منځ کی د منځگړیتوب یوه خبره هم ونکړه ؟؟
جناب داکتر صاحب عبدالله او دسولی عالی شورا یوه اعلامیه ورکړه نور آرام ناست دی ، ؟
نور سیاسی مشران ددولت دعالی شورا دغړیتوب لپاره سره په جنگ او چنه وهلو مصروف دی
په دیرشو ولایتونو کی عملا جگړه روانه ده ، خو په گمرکونو کی هره ورځ لس میلیونه ډالر غلا کیږی ایا افغانان دداسی جګړی دتداوم لپاره تر کومه وخت د مقاومت توان لری؟؟؟
جگړه مالی لګښت، نظامی تجهیزات مهمات او بشری سرچینی ته اشد اړتیا لری چه دا جګړه ځپلی ، غریب هیواد نور د جگړی یوه ورځ تحمل نلری
که د مشرانو خپل اولادونه په لمړی لیکه کی اوسیدلای اوس به جګړه ډیره مخکی ختمه سوی وه.
