د اقصی شاه زلمو ته!
استاد ناګار
د فلسطین زلمو! شپیلۍ د انقلاب پوکمه
نوا د شور مې د نړۍ له اوچت بام واخلئ
د ((افغاني)) د غیرتي ولس له ګرمې سینې
په لاهوتي ژبه د ((لاتخف)) پیغام واخلئ
ځئ چې تکبیر کړو همنوا، دومره قوت ورکړو
چې د ګوټ ګوټ له فلسطینه ((ایوبی)) پاڅي
زما د فتحې د وروستي آیت لوستلو لره
جهان راولړزي له خاورو ((غزنوی)) پاڅي
د سرو او سپینو طاغوتمارو دا بوتپاله نړۍ
یو ځلی بیا د بوتشکن د تورې شرنګ غواړي
ستاسو پاڅون ستاسو خوځښت خپله پراښه غیږ کې
زما د مستو شاه زلمو د وینې رنګ غواړي
نور د ختیځ او لویدیځ اسری په ځمکه ولئ
یواځنۍ د خلاڅون لاره ((حبل الله))خپله کړئ
راځئ تر دویمې قبلې پورې بهیر وغځوو
موږ به محکومه بخارا، تاسو اقصی خپله کړئ
فلسطیني وروره! جرګه به له قرانه وکړو
د هر ستم د کور به راکاږو تناب دواړه
شرق دی غرب تور دی که سپین خوبس ظالم په نامه
راپرځوو به یې د اسلام په انقلاب دواړه
