د کندهار هوايي میدان څخه تخنیکي وسایل غلا کيږي
جاويد احمد تنوير
د کندهار هوايي میدان کي که د چور مخه ونه نیول سي ټول تخنیکي وسایل به غلا سي
دوې ورځي کيږي د کندهار د هوایي میدان څخه ټول هغه د موادو ، ماشنری او تخنیکي وسایلو ډک کانټيران او زرې موټران د 205 اتل قول ته د انتقالېدو په حال کي دي چي بهرنیو ځواکونو بېله راجستره او تسلیمی افغان ځواکونو ته سپارلي.
یوه سرچینه وایي، چي مخکي دغه ټول وسایل پر خپلو ځایونو منظم پراته وه او په هوایي میدان کي به د اړتیا پر وخت استفاده ځيني کېدل.
اوس هغه وسایل بې ځایه سوي او پلان دی چي یوازي په میدان کي امنتي قرولونه پریږدي او نور ټول توکي انتقال کړي چي قول اردو ته ددې شیانو د انتقال هیڅ ضرورت نسته.
هلته په پرمختللو وسایلو سمبال د میلونو ډالرو شفخانه هم شاید ځيني کسان انتقال کړي.
هیله ده چارواکي ورته متوجه سی
