ماليې وزارت : هر کال نږدې ٣ ميليارده ډالر عوايد ضايع کېږي
د ماليې وزارت سرپرست محمدخالد پاینده نن ولسي جرګې ته ويلي، چې د ګمرکونو د یو شمیر چارواکو او مامورینو په ګډون د ځینو ولایتونو والیان او نور دولتي چارواکي د افغانستان د عوایدو په ضایع کولو کې لاس لري.
ضايع کيږي معنا غلا کيږي، خيانت کيږي، په کور دننه او بهر پرې عياشۍ کيږي او مردارو جهنمي خېټو ته اچول کيږي. فکر وکړئ، زموږ د هېواد کلنۍ بودجه ۵ ميليارده ډالر ده. په دې حساب، دا محدود شمېر غله او خاينين هر کال د ملي بودجې تر نيمايي هم زيات اندازه پيسې غلا کوي. موږ ګوسفندي ملت دې دا هر څه په داسې حال کې په خپلو سترګو وينو او زغمو چې همدا اوس مو ٪۹۰ خلک د فقر تر ترخې کرښې لاندې ژوند تېروي. والله المستعان.
عمار
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
