No-IMG

زمونږ ننګ او دی پښتنو پيغورونه

محمد اسماعيل ځاځی

 

کارمل هغه سياست مدار چه په افغانستان کی دی قومي تضادونو بنسټ ايښودونکی وو دی پرچميانو استاد او رهنما وو.

دی حفيظ الله امين څخه وروسته دی روسانو په مټو قدرت ته ورسيدو هغه دی خپل اقتدار په وخت کی اکثريته خلقيان چه پښتانه وو له دندو لری کړل خو دی هغه غلطی تګ لاری روسان مجبور کړل چه داکټر نجيب چه دی کارمل له نږدی ملګرو او دی پرچم ګوند غړی وو دی هغه ځای ناستی کړي.

داکتر نجيب دی قدرت له لمړی ورځو څخه دی مليشو په جوړولو شروع وکړه چه تر ټولو ځواکمنی دی دوستم او عبدالجبار قهرمان مليشی وی.

دی نجيب نږدی ملګری دی پرچم ګوند چه دی کارمل خاص کسان وو لکه محمود بريالی،مزدک،وکيل،کاوياني او نور چه دی پښتنو سر سخته مخالفين وو په دندو ګمارلي وو هغوی په دی وتوانيدل چه په اردو کی دی کارمل خاص جنرالان لکه نبي اعظيمی،علومي،بابه جان،جلال رزمنده،جنرال مومين او نور ګڼ شمير جنرالان مقرر کړی همدغو ګمارنو دی تڼي او نجيب تر منځ دی اختلافاتو سبب شول چه بلاخره تڼي په داسی حالت کی کودتاه وکړه چه ټول قطعات دی پرچميانو په لاس کی وو همدغی ناکامی کودتاه متعصبو پرچمي جنرالانو ته موقع په لاس ورکړه او دی جنرال آصف شور په ګډون يی ګڼ شمير خلقي جنرالان ووژل.

خو دی نجيب او دی کارمل طرفدارانو تر منځ هره ورځ اختلافات په زياتيدو وو.

حکومت دی سختو اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګريوان وو چه حتا دی وخت جنرالان دی تيلو دی نه شتون له وجهی په شهري بسونو کی تلل دی عامو خلکو قطارونه به دی نانوايانو ته ولاړ وو،جنګونه ښارونو ته رسيدلي وو بلاخره دی وخت حکومت او ملل متحد دی نتيجی ته ورسيدل چه واک په سوله يزه توګه مجاهدينو ته وسپاري او داکټر نجيب هم په دغه خبری توافق کړی وو خو دی کارمل طرفدارانو او دی نجيب تر منځ اختلافات وو هغوی په ايتلافي حکومت ټينګار کولو خو ايتلافي حکومت هيڅ يوی لوری ته دی منلو نه وو بلاخره مخکی له دی چه نجيب له افغانستان څخه ولاړ شي دی کارمل طرفدارانو دی ايران او روسی په وساطت ايتلاف رامنځ ته کړو چه په دغه ايتلاف کی پخواني کمونستان دی دوستم ،شورای نظار او جمعيت دی مسعود او هزاره ګان دی مزاري په مشری ايتلاف رامنځ ته کړو چه دی دغی کودتاه په نتيجه کی دی داکټر نجيب نږدی کسان لکه يعقوبي،جنرال باقي،تورنجرال مير شهباز خان او ګڼ شمير پلويان ووژل شول جمعه اڅک په شمال کی اسير شو او په کابل کی دی جبار قهرمان دی نجيب په طرفداری او دوستم دی کارمل په طرفداری جنګ شروع شو خو جبار تر لږ مقاومت وروسته له کابل څخه ولاړو.

حالت ډير خطرناک وو دی ازبکو،هزاره او شورای نظار چه ځان يی دی تاجکانو نماينده معرفي کولو په کابل باندی مکمل قابظ شول او په مخابرو کی او لارو کوڅو کی دی پښتنو خلاف شعارونه آوريدل کيدل پښتون په داسی حالت کی وو چه فقط دی کابل څخه دی وتلو لار پيدا کړي هيڅوک نه وو چه دی هغوی څخه دفاع وکړي حزب اسلامي دی لوګر په دشتی بابوس کی چه څو ورځی دی مخه دی دوستم او نور پخواني قطعات دی مسعود په امر ليږل شوي وو تر څو دی حزب اسلامي مجاهدينو دی راتګ څخه مخ نيوی وکړي په جګړه بوخت وو له دوه ورځو مقاومت څخه وروسته دغه مليشی ماتی شوی او دی حزب اسلامي مجاهدين دی کابل دروازو ته ورسيدل .

خو شورای نظار همغسی په جنګ ټينګار کولو دی لويو،لويو حملو لپاره يی ځان چمتو کړو چه بلاخره هغو هم نتيجه ورنکړه او دی سختی ماتی څخه وروسته دی حزب اسلامي سره خبرو ته کښيناستل چه دی دغو خبرو مشري نعيم کوچی او حاجی شمالي خان کوله دی هغوی له پر لپس هلو ځلو څخه وروسته استاد رباني ورته ويلی چه په بل هيڅ شي قناعت نه کوم حکمتيار دی له خپلو محافظينو سره کابل ته راشي او حزب اسلامي دی منحل اعلان کړي.

دی څخه څرګند معلوميږي چه دی جبل السراج ايتلاف ډير لوی خوبونه ليدلي وو دغی ډلی دی خپ اقتدار په وخت کی ملي سرود او ملي بيرغ په لند وخت کی بدل کړل په کابل او شمالي ولايتونو کی دی پښتون په مال او سر چور تالان ګډ وو په لويی پکتيا،لوی قندهار او لوی ننګرهار کی ګڼ شمير جهادي مشرانو ته دی مسعود له خوا پيسی ليږدول کيدی دی دغی لويی طوطيه مخه يوازی حزب اسلامي دی خپلو لويو قربانيو په نتيجه کی خنثی کړل او هغه ارمان يی ګور ته له ځان سره يوړو چه دی افغانستان نوم او نور ډير ملي ارزښتونه به بدل کړي .

دغه ټولی دسيسی دی سختو قربانيو په نتيجه کی له منځه ولاړل خو نن ورځ تر ټولو زياد دی پښتنو له لوری ملامت ګڼل کيږي خو انشاالله تاريخ به يوه ورځ دی غدارانو،وطن پلورونکو او غلامانو ټولی کړنی رسوأ کړي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک