په اوسنی حالاتو کی حکومت یوی پراخه سیاسی ملی اجماع ته اشد اړتیا
زلمی زابلي
د سولی عالی شورا دفتر د داکټر عبدالله صاحب له طرفه اعلامیه صادره کړی ده،په نوموړی اعلامیه کی یی د فاریاب ولایت تحولاتو ته اشاره کړی ، وایی چه دا مشکل باید د خبرو او تفاهم له لاری حل سی تر څو دا بحران نور ستر نسی ،
اوس اصلی خبره د داکتر صاحب عبدالله او داکتر صاحب اشرف غنی په هغه توافق لیک پوری تړاو لری چه په استناد یی دحکومتی پوسټونو ویش 50%صورت نیولی دی ، که چیری په یاد توافق لیک کی داسی ماده ذکر سوی وی چه د یوه وزیر، والی یا بل ستر حکومتی چارواکی په تقرر، تبدیلی ، عزل ، کی باید ددواړو اړخونو مشران مشوره وکړی ، بیا لازمه ده چه جناب داکتر صاحب عبدالله د جناب ریس جمهور سره دتوافق لیک د مادی مطابق چلند وکړی ، جمهورریس ته ووایی چه تاسی د توافق لیک خلاف دوه ځله اقدام کړی زموږ سره مو مشوره نه ده کړئ؟،
ولی که چیری ددواړو مشرانو تر منځ داسی کومه ماده په توافق لیک کی لاسلیک سوی نه وی ، بیا داکتر صاحب عبدالله مجبوردی چه د خپل ټاکنیز اړخ ټول متحدین آگاه کړی چه داد اساسی قانون د 64 مادی په استناد د جمهور ریس صلاحیت دی ، چه په حکومت کی تغیر ،تبدیل ، عزل او انفکاک وارد کړی
خو کله چه د کورنیو چارو وزیر منفک او په ځای یی ښاغلی حیات الله حیات مقرر سوو ، جناب داکتر صاحب عبدالله څو ورځی خفه ښکاریده وروسته د جمهوری ریاست لخوا و داکټر صاحب عبدالله ته وړاندیز وسو چه کولای سی د ملی امنیت دلوی ریس په ځای یو شخص جمهور ریس ته معرفی کړی خو وینو چه داکتر صاحب عبدالله کوم شخص د ملی امنیت د لوی ریس په حیث معرفی نکړ، اوس گورو چه هیڅ مشکل د ارگ سره نلری ،
څه وخت چه د یوه وزیر په تبدیلۍ کی چوپ ناست یاست بیا دیوه والی په تغیر او تبدیل ولی جناب جنرال صاحب دوستم ته د داکتر صاحب عبدالله او اړوند ټیم لخوا قناعت نه ورکول کیږی؟؟؟؟.
ترټولو غوره لاره داده چه لمړی دواړه مشران هغه توافق لیک دملت په خدمت کی د رسنیو دلاری نشر کړی چه ملت بیچاره خپله دا قباله ( توافق لیک ) وگورئ وروسته د ملامت او سلامت په هکله قضاوت اسانه دی،
په اوسنی حالاتو کی حکومت یوی پراخه سیاسی ملی اجماع ته اشد اړتیا لری باید په کوچنیو مسایلو داسی ملی موضوعات تخریب نسی
