اسرائيل کي د ننه خپل منځي اختلافات او پاڅونونه
دا د ترکيې د استخباراتو ريس دى چې غربي نړۍ ئې د سره شيطان په نوم يادوي يعني ډېر ئې په تنګ کړي دي
دې کس اسرائلو کي دننه د اسرائيلو ضد 70 سلنه ولس را پارولى تر دې حده بد حالي جوړه کړې چې حالات د اسرايلو له کنتروله وزي
درګرده اعلانونه کوي لطفا خپل منځي اختلافات مکوئ مګر دنر زامن داسي را غورځيدلي چي توبه
غربي رسنۍ او فيسبوک هغو داخلي تظاهراتو او پاڅون ته پوښښ نه ورکوي
او د خوښۍ خبره داده چې هاکان فدان په اسرائلو کي دننه خپل مهارت وښود او ولسمشر به ئې هم اوس ونازؤې، کچيري دا استخباراتي عمليات هم کامياب شي نو د اسرائلو تر ټولو ستره مجبوري د ترکيې تر ګونډه د تل لپاره لاندي شوه
اسرائیلې ولس ټول يهود نه دي بلکه اکثريت عرب او کم ترک نژاد دي، لومړى دا نظريه د مصر يو مخکښ سکالر له نن څخه څو لسیزې پخوا وړاندي کړې وه چې راځئ اسرائل له داخل څخه ختم کړو، هغه مهال سعودي او اماراتو سخت مخالفت وکړ او اسرائيلې عرب سرداران ئې د ترکيې او اخوانيانو څخه منع کړل.
تيرو 5 کلونو کي هاکان ته دا ټاسک يا هدف ورکړل شوى وه چې څنګه کولى شي عرب سرداران او ترک نژاد په اسرائيلو کي دننه حمايت او د اړتیا په وخت را پورته کړي.
د اسرائيلو چارواکو عاجل د ترکيې چارواکو ته د ناستي بلنه ورکړي تر څو داسي شواهد وړاندي کړي چې ګواکي هاکان د اسرائیلو په داخلي کړکيچ کي لاس لري
د اوغلو تر اوسه پيغام دادى چې موږ په حکومتي کچه هلته لاس نلرو مګر اسرايلو کي ګڼ شمير عيسويان عرب او ترک نژاد مسلمانان او ګن شمير نور عرب د اسرائلو له ظلمونو ستړي دي او هغوى امن غواړي د فلسطین د مظلوم ولس برحقتيا او د اسرايلو شرپسنده موقف په خلاف پاريدلي دي
که څه هم هاکان د لاس په صفايې عملياتو کي دنړۍ يو دېر مخکښ منلى استخباراتي مامور منل کيږي يعني هيڅ ثبوت شاته نه پريږدي مګر بي ثبوته اسرائیل او نور تول پوهيږي چې دا پروژه د هاکان فدان وه او ده
اوس دعا داده چې دا عمليات بريالي شى
