نن هم د فلسطين او د نورو مظلومو ملتونو لپاره افغانان اواز پورته کوي
عبد الله تواب
ما له افغانانو څخه ښه اسلامپال مسلمانان ونه ليدل دا چی دوی نن د ظلم او ستم ښکار دي دا هم ددوی د سپيڅلی او نړيوال اسلامي عقيدي وجه ده که مونږ او تاسو لږ قضاوت د خپل وجدان په عدالت کې وکړو نن ورځ د افغانانو د خپل هيواد څخه د کربلا ميدان جوړه شویدی مگر دوی نن هم د فلسطين، برما، شام، يمن، سوريه او د نورو مظلومو ملتونو لپاره اواز پورته کوي وجه يی يوازې ددوی سپيڅلی عقيده کيدلی شي گنی چيرته فلسطين، برما او نور لری پراته هيوادونه او چيرته افغانستان نو فلهذا همدا ددې غيرتي او غیور ملت سپيڅلی عقيده ښائی او همدا عقيده ده چی پر دوی تل د وخت وحشي زبر ځواکونو هجوم راوړی دی تر څو دوی پخپله جغرافيه کې مصروف وساتي او د نورو مظلومو ملتونو د ازادئ لپاره لاس په کار نشي او نه يی بايد او توان پيدا کړي.
نوټ: مونږ پر هر مظلوم انسان خفه کيږو.
د کمونيزم، نيشناليزم او سيکولريزم باټيري دی پدی پوه شي هغه مسلمان چی د لری پرتو سيمو يا هيوادونو د مسلمانانو له غمه زوريږي او هغوی ته د يو تن او وجود په نظر گوري او دومره نيږدې يی د غم او درد احساس کوي لکه نوک او اورئ نو پخپله خاوره کی به افغان مؤمن ته په کوم نظر گوري؟ زه خپل افغانانو ته داسی فکر کوم لکه يو وجود چی روح ته ضرورت لري او بغير له روح څخه يی ژوند ناممکن دی نو پر مونږ افغانانو د شته وحشتونو او دردونو درک کول دی خلک له اسلامپالو زده کړي نه د پراشوتي وارد شوو دروغجنو پردي پالو مامورينو او د هغوی د پيداوار څخه.
