د خالد بن ولید رضی الله عنه د اسلام کیسه
یوه ورور پوښتنه کړې وه چې ګني خالد رضی الله عنه له فتح مکې وروسته مسلمان شوی که مخکې؟
خالد بن ولید له صلح حدیبیه وروسته او تر فتح مکې شپږ.میاشتې مخکې مسلمان شوی د مسلمانیدلو یې ډیره مشهوره کیسه ده.
کله چې له صلح وروسته مسلمانانو ته د صلحې له مخې دوباره د عمرې کولو اجازه وشوه، او مسلمانان مکې ته په احرامونو کې داخل شول نو خالد رضی الله عنه له مکې ووت ویل یې زه مسلمانان په مکه کې نشم کتلای... د خالد ورور ولید بن ولید دا مهال مسلمان شوی وو، رسول اللهﷺ له ولید څخه د خالد بن ولید پوښتنه وکړه هغه ورته کیسه وکړه چي هغه له مکې وتلی دی، رسول اللهﷺ وفرمایل: خالد یو هوښیار سړی دی، څنګه له دومره عقل سره بیا هم له اسلام نه لیري پاتي شوی، په الله قسم که دی موږ ته راغی موږ به یې اکرام او عزت وکړو.
ولید څو ورځې له مسلمانانو سره په مکه کې وو د ستنیدو پر مهال یې یو لیک خپل ورور ته پریښود چي پکي لیکلي وو: رسول اللهﷺ دي پوښتنه کوله، هغه ستا هوښیاري خوښوي او...
کله چي خالد بن ولید دغه لیک ولوست ډیر خوشاله شو د هجرت اتم کال د صفرې میاشت وه (یعنې د مکې تر فتحې شپږ میاشتې مخکې)د عمرو بن العاص په ملګرتیا یې مدینې ته مخه کړه او اسلام یې اعلان کړ.
جالبه دا هم ده چي د همدې کال د جمادی الاول په میاشت کې د موته غزا یا سریه پیښه شوه، خالد بن ولید په لومړي ځل په موته کې د مسلمانانو تر بیرغ لاندې وجنګیدی؛ کله چې د رسول اللهﷺ له لوري ټاکل شوي قومندانان (زید بن حارثه جعفر الطیار او عبدالله ابن رواحه رضی الله عنهم اجمعین) شهیدان شول نو خالد بن ولید رضی الله عنه د لښکر قومانده واخیسته او مسلمانان یې په ډیر مهارت له سختې محاصرې وایستل.
د هجرت به اتم کال یې د مکې په فتح کې د رسول اللهﷺ د ښي لاس لښکر قومانده په لاس کي درلوده.
