No-IMG

دا قليب بدر دی

 د بدر تر غزا وروسته د ابو جهل په شمول د مشرکینو د مشرانو مړي یې  قلیب بدر  په نوم کوهي ته ورواچول

رسول اللهﷺ د بدر میدان له ګټلو وروسته درې شپې نورې هم په بدر کي پاتي شو، له معرکې ګټلو وروسته سمدستي یې مدینې ته زیری ولیږی.

شهیدان یې د معرکې په میدان کي خاورو ته وسپارل او د مشرکینو مړي یې قلیب بدر کې امبار کړل.

بیا یې د مشرکینو د مشرانو نومونه یو یو اخیست او فرمایل یې: ایا تاسو هغه څه وموندل چې وعده درسره شوې وه؟؟

 په الله قسم ما خو هغه څه وموندل چې الله یې وعده راکړې وه

صحابه و وپوښتل: ای د الله نبي ته له مړو سره خبرې کوې؟

رسول اللهﷺ  وفرمایل: دوی اوري خو ځواب نشي راکولای بل روایت کي دي چي: دوی پوهیږي.

د  سیرت له درېڅې

 د تاريخ له درېڅې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک