اخلاقي ناروغي که فحشا ته بلنه؟!
دا کس د کابل حکومت یو مقام بلل کیږي، په حکومت کې سم نیم سهم لري، په واز کومي له غلام جمهوریت د دفاع چېغې وهي او همدا شان ئې ارزښتونه د دین په ستنو ولاړ تلقینوي. په داسې حال کې چې د فیسبوک پر سمي پانه ئې داسې نشرات کیږي؛ چې په اصطلاح کوچه ګشت بې بندوبار ځوانان ئې هم په خپل آدرس له نشرولو شرمیږي. دا کار ئې له دوه معناوو خالي نه دئ؛ یو دا چې په افغاني ټولنه کې د بد اخلاقۍ درس ورکولو برنامه پر مخ وړي او همدا مأموریت ورته سپارل شوئ، تر څو زموږ د ملت یوه لویه کتله ځوانان له همدې نه په الهام اخیستلو سره ورته نشرات په عمل کې ثابت کړي. ځکه دا تصویر تر شا د عملي بد اخلاقۍ برنامه تمثیلوي، هغوی وائي چې زموږ زمام ټیکه داران دا کار کوي نو موږ خو باید دا کار وکړو. اصلاً ئې اعتقادي اړخ ته توجه نه کوي او یا هم اعتقاداً ورته جواز ور کوي.
دوهم دا چې دا کس یوه ژوره اخلاقي ستونزه لري، او په دې کار سره د ځان لپاره رسمي بازار موندنه کوي، تر څو د دې په څېر عفت پلورې میرمنې د خپل عفت پلورلو په موخه همداسې مقاماتو ته لار پیدا کړي.
دا زموږ د هیواد او ټولنې د اخلاقي وضعیت تمثیل دئ، له دې نه په الهام اخیستلو سره د خپلې ټولنې د اخلاقي بې وزلۍ کچه معلومولای شو، چې زموږ ټولنه د اخلاقو په کومه مستوا کې قرار لري. په داسې کې چې د اسلامیت د کاور ورکولو په موخه مو ئې پوره پنځوس کاله مبارزه کړې!
