دموکراتیکو نظامونو کې د اپوزیسیون رول ډېر مهم او حیاتي وي
حاجي معراج
دموکراتیکو نظامونو کې د اپوزیسیون رول ډېر مهم او حیاتي وي ، اپوزیسیون د هېواد متبادل قیادت وي
اپوزیسیون خپلو هېوادوالو ته تر حزب اقتدار ډېر خدمت کولی شي ، کوم کارونه چې د هېواد او ولس په زیان وي ، اپوزیسیون یې مخې ته راوځي او د حکومت د نارواو کړنو مخه نیسي ، خو بدبختانه دلته اپوزیسیون رول ته څوک چمتو ندی او نه څوک ورته خاص اهمیت ورکوي ، دلته باید هر څوک په قدرت کې اوسي ، د خدمت معیار چوکۍ او قدرت ټاکل شوی.
که چېرته یو قوي منظم او منسجم اپوزیسیون موجود وای ، نو د ډېرو غیر قانوني کارونو مخه به نېول شوې وای .
هېواد کې د اپوزیسیون نه شتون ولسونو ته سر خوږی جوړ شوی ، همدا علت دی چې زیاترو ملي مسایلو کې د سیاسیونو پر ځای ولسونه او ځوانان خپل غږ پورته کوي.
دا غږونه کله اوریدل کېږي ؟ ځکه پراګنده غږونه څوک اوري ؟ یوه برخه د ولس یو کار غواړي ، بله برخه یې بیا مخالفت کوي او ځینې هېڅ د دې مسایلو په کیسه نه دي.
منظم رهبري نه نشته ، او هر کار کې چې رهبري نه وي هغه کار په سم ډول نه ترسره کېږي.
زموږ او ستاسو په کليو کې چې کوم کور کې مشر او کشر معلوم نه وي هغه کور له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
ډاکټر صیب عبدالله عبدالله ته پکار و چې لږ د واقعي اپوزیسیون خوند ېې هم څکلې وای ، د دې بې بندوباره فیفټي فیفټي پر ځای ېې اپوزیسیون ته ترجیح ورکړې وای ، څو د حکومت پر ټولو کړنو ېې نظارت درلودلې وای.
د ښو کارونو ستاینه او د غیري قانوني کړنو مقابل کې ودریدل ېې قانوني حق و ، اوس خو ټول د یوې کشتۍ سواره خلک دي.
