No-IMG

تمه ده چې ومنل شي!؟

موده مخکې مې د شهادت ورځپاڼې یو کلیکسون مطالعه کړ، په دې کوچني کلیکسون کې د د روسانو له شکست بیا د پرچم دولت تر سقوط پورې آن د مجاهدینو تر انتقالي دورې پورې د روانو جریاناتو په اړه بحثونه د رهبرانو طرحې او نظریات را غونډ شوي ؤ. د مطالعې په پیل کې مې نیت همدا ؤ، چې ځان پو کړم او په بشپړه توګه بېطرفه قضاوت وکړم، تر څو سپین او تور یو له بل سره جلا کړم. اخیرې برخې ته ورسېدم، د موقت ادارې پر سر د جهادي رهبرانو ناندرۍ د بحث مهم ټکي ؤ. د مطالعې په جریان کې عملي سحنې ته د ننه شوم، حالت مې په زهن کې یو وهشتناک انځور ترسیم کړ، تش په نوم د جهاد ټکه داران راته د تورې شپې غله وبرېښېدل، داسې چې د چوکۍ او اقتدار د لېونۍ مینې په جنون کې ډوب ؤ، د دې لېونۍ مینې جنون داسې نېشه کړي ؤ، چې موخې ته د رسېدو لپاره ئې له هیڅ رنګه ظلم، زیاتي او د پردیو له غلامۍ مخ نه ؤ اړولئ، په ولس کې ئې هغه شان رېښه نه درلوده چې د دوي قدرت د ملت په خوښه تضمین کړي، له سیالو ډلو سره ئې د رقابت میدان بایللئ ؤ. له هر رنګه ولسي تصامیمو ئې تېښته کوله، هڅه ئې همدا وه چې د بهرنیو هیوادونو په مټو په ولس تحمیلي واک خپل کړي، د هغوي د نظامي او مالي مرستو په مټ په ولس ور وتپل شي. هماغسې وشول، د روسانو له شکست ورسته مو هیواد د نړیوالو استخباراتو په یوه جنګي دستګاه بدل شو، پروني مجاهدین د نن ورځې جنګي مجرمین شول، نه یواځې دا چې په هیواد کې ئې د یو اسلامي نظام د اقامې مخه ډپ کړه بلکې داسې ستر ستر جنایتونه ئې وکړل چې ولس لا تر اوسه ترې رنځیږي. دا هماغه مجاهد نما خلک ؤ، چې پرون د ناټو چورلکو په کابل واکمن کړل او د طالبانو اسلامي نظام ئې نسکور کړ. هماغه چې د ژبې او قوم په نوم ئې ملت په ټوټو تقسیم کړ. هماغه چې له روسي اشغالګرو سره ئې اوږد مهاله اوربند او د مجاهدینو د ځپلو لپاره پرتوکولونه کړي ؤ!

بلې! استاد سیاف، رباني،مسعود، مجددی، دوستم، خلیلی، او محقق مې د بحران اساسي عاملین وموند. په ګډه ئې د اسلام او مجاهدینو پر وړاندې د شرارت جبهه پرانېستې وه! لومړي ئې د حزب اسلامي پر وړاندې سنګر نیولی ؤ او ورسته بیا د طالبانو! ځکه د طالبانو او حزب اسلامي اساسي موخه د اسلامي نظام اقامه وه او دا کار د دوی شخصي منافع زیانمنول!

ښاغلئ حکمتیار د ټولو جهاد نما احزابو پر وړاندې ولاړ، د هیواد بحران ئې په داخل کې حل کول غوښتل، د ولس رایه ورته د پردیو له توپ او ټانګ خورا ارزښتمنه وه. په ځان او خپلې مبارزې ئې باور درلود، په ولس کې ئې په خپل محبوبیت باور درلود، د ولس په ارادو ئې باور درلود او ورته ئې بشپړ تمکین کاوه، کودتائي نظامونو ئې رد کړل او دا ئې په ډاګه کړه چې نور باید په هیواد کې څوک د پردیو په لاس واک ته د رسېدو ناروا هڅه ونه کړي.

خو دا طرحه نه یواځې نورو ډلګیو رد کړه بلکې پر وړاندې ئې وسله واخیسته! پاکستان، ایران، امریکا، روس او فرانسه د دې شریرو ډلګیو تر شاه ودرېدل او د حزب اسلامي د ځپلو منسوبه ئې جوړه کړه.

یواځې حزب اسلامي وکولای شو،  د روان بحران د خاتمې لپاره بشپړه جامع طرحه وړاندې کړي، انتقالي حکومتولي د دې طرحې لومړئ او اساسي بند ؤ، لومړئ ټولو احزابو ورباندې موافقه وکړه خو ورسته ئې مخالفت وکړ او د کودتا له لارې ئې د حکومت واګي په لاس کې واخیستله او د ولس په خلاف ئې د جنګ اعلان وکړ. هماغه ؤ چې د بدمرغه کورنیو جګړو بې پایه لړۍ پیل شوه!!

نن حزب اسلامي همداسې جامع طرحه لري، غواړي افغانان په داخل کې سره تفاهم وکړي، په پوره اخلاص د بحران د ختمولو لپاره راپورته شي، خپل خواهشات او شخصي منافع له علیا منافعو قرباني کړي. کنه الله مه کړه یو ځل بیا به تېر بدمرغه تاریخ تکرار شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک