No-IMG

حکمتيار: له يوې خوا جگړي تشديد شوې او له بلي خوا د سولي هڅي له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَهُوَ ٱلَّذِي كَفَّ أَيۡدِيَهُمۡ عَنكُمۡ وَأَيۡدِيَكُمۡ عَنۡهُم بِبَطۡنِ مَكَّةَ مِنۢ بَعۡدِ أَنۡ أَظۡفَرَكُمۡ عَلَيۡهِمۡ ۚ وَكَانَ ٱللّٰهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرًا ٢٤ وَلَوۡلَا رِجَالٞ مُّؤۡمِنُونَ وَنِسَآءٞ مُّؤۡمِنَٰتٞ لَّمۡ تَعۡلَمُوهُمۡ أَن تَطَ‍ُٔوهُمۡ فَتُصِيبَكُم مِّنۡهُم مَّعَرَّةُۢ بِغَيۡرِ عِلۡمٖ ۖ لِّيُدۡخِلَ ٱللّٰهُ فِي رَحۡمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ لَوۡ تَزَيَّلُواْ لَعَذَّبۡنَا ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡهُمۡ عَذَابًا أَلِيمًا الفتح: 24- 25 صدق الله العظيم

اجازه راكړئ د دې مباركو آيتونو له ترجمې او تفسير وړاندي د څو مهمو ورځنيو قضاياوو په اړه مختصر عرائض ولرم.

د هېواد وضعيت داسي دئ چي له يوې خوا جگړي تشديد شوې او له بلي خوا د سولي هڅي له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي. د جگړو د تشديد لمن نږدې شلو ولايتونو ته غزېدلې؛ داسي وحشتناكي پېښي هم رامنځته شوې چي په تېرو كلونو كي ئې لږ مثالونه مومو. لكه د لوگر وحشيانه انفجار چي له كبله نږدې يو سل دېرشو ملكي افغانانو ته مرگ ژوبله واوشته؛ دېرش ئې وژل شوي!! ټول د يوې سيمي او د يوه توكم؛ وسله والو مخالفينو ئې هم مسئوليت نه دئ منلى!! دا په سنگر او د جنگ سيمي كي نه دي وژل شوي؛ د دولت تر واك لاندي ښار او په يوې غونډي كي وژل شوي؛ ډېرى ئې محصلين وو!! طبيعي ده چي د دې ستر جنايت ترشا به د هغو لاس وي چي د هم سولي مخالف دي او هم د قومي تعصب او فاشيستي زهرجنو افكارو په سرطان اخته دي؛ او مأموريت ئې قومي جنگونو ته لمن وهل؛

همدا راز په ارغنداب كي داسي جنايات شوي چي په اورېدو ئې د انسان وېښتان ورته ځيږ شي. هلته د سيمي د تصفيې تر نامه لاندي عمليات پيل شول، نږدې درې مياشتي ئې دوام وكړ؛ په مسلسله توگه پرې بمونه او راكټونه وورېدل؛ ټوله سيمه په كنډوالې بدله شوه؛ د شپې او ورځي هر خوزېدونكى؛ انسان او حيوان، ښځينه او نارينه؛ په نښه كېدل؛  عمليات په ژمي كي ترسره شول، ويل كېږي تر دوه زره زيات افغانان په كي وژل شوي؛ هغه چي ژوندي پاته شوي؛ دومره توانېدلي چي خپل سر ئې ايستلى؛ هر څه؛ حتى څادر او واسكټ هم ترې پاته شوي.

له يوې خوا متحده ايالات د خپلو ځواكونو د ايستلو لپاره تيارى نيسي؛ د هوا او زمكي له لاري ئې د نظامي تجهيزاتو د ايستلو لړۍ پيل كړې؛ ناټو هم اعلان كړى چي له أمريكا سره يو ځاى افغانستان ته تللي او يو ځاى به وځي؛ خو له بلي خوا گورو چي فرانسه؛ دا له اسلام سره په دښمنۍ كي تر نورو وړاندي اروپايي هېواد؛ د شرارت لار غوره كړې او زموږ هېواد كي د يوه بل جنگ پيلولو هڅي رواني كړې!!  

كه څه هم د متحده ايالاتو له لوري د خپلو ځواكونو د ايستلو پرېكړي په سوله غوښتونكو افغانانو كي د جگړي پاى ته رسېدو هيلي راټوكولې؛ خو كه افغانان له درايت او حكمت كار وانه خلي؛ كېدى شي دا وضعيت موږ د يوه بل جنگ لوري ته بوځي؛ دا بايد عادي ونه نيسو چي ځيني د جنگ شعارونه وركوي؛ له مخكنيو قومندانانو د خپلو جنگياليو فهرستونه راغونډوي او د وسلو او پيسو ژمني ورسره كوي؛ كه څه هم دا جنگ غوښتونكي په تېرو څو لسيزو كي د نظام برخه وو؛ د شوروي اتحاد لپاره هم جنگېدلي او د ناټو تر قومندې لاندي هم؛ او د دواړو د ماتي او ناكامۍ باعث هم همدا سپېره اجير جنگيالي وو؛ دوى نه د جنگ توان لري او نه همت؛ فقط د جنگ غوښتونكو خطرناكو استخباراتي شبكو لپاره د سوند مواد دي. اندېښنه مو بايد له دغو ځواكمنو شبكو وي نه له دغو سپېرو اجيرانو!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک