د ایرانی چارواکو د افغان ولس په صفي الله صاحبزاده
ایرانی چارواکو د خپلو دوو ګاونډیانو افغانستان او عراق ولسونو سره ، په پوره بیشرمی غیر اسلامی او غیر انسانی چلند کړی او کوی یی ، او په اقغانستان کی د امریکا او ناټو شتون د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره ګټور بولی ، له همدی امله زمونږ په هیواد کی د سولی سره خپل ناولی نیتونه نه پټوی.
د ایران د بهرنی چارو وزارت سیاسی معین عراقچی چه کابل ته راغلی او ارګ والو او خپلو افغانی ایجنټانو سره لیده کاته کړی ، د سولی مذاکراتو په هکله خپل خفګان ندی پټ کړی او داسی یی انګیړلی ده چه ګوندی ارګوال د افغانستان مستقل واکمنان دی چه امریکایی په غیاب کی د سولی پروسه مخی ته بیایی.
عراقچی په یوه مرکه کی خپل تشویش په لاندی توګه بیان کړی او وایی:
دا یو ښکاره واقعیت دی چه امریکا سره لدی چه افغانستان خپل متحد ګڼی ، له طالبانو سره مذاکره ، معامله او توافق کړی دی.
عراقچی د افغان ګوډاګیانو په څیرد اشغالګرو د لاسته راوړنو د خوندیتوب په هکله وایی:
په افغانستان کې هر کېدونکی حرکت د اساسي قانون په چوکاټ کې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې وشي او لاسته راوړنې او د حکومت جوړښت باید خوندي پاتې شي.
