مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: وسله والو طالبانو یو شمېر رسنیو ته د یو اړخیزه نشراتو له امله ګواښ کړی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، یو شمېر رسنۍ د حکومت په اشاره یو اړخیز نشرات کوي.
مجاهد خبرداری ورکړی، که رسنۍ او خبریالان خپله بې طرفي و نه ساتي، د راتلونکو اقداماتو مسؤلیت به د رسنیو او د رسنیو د کارکوونکو پر غاړه وي.
✒: د طالبانو او حکومت وروستیو څرګندونو له رسنیو څخه د ملاتړ ادارې اندېښمنې کړې دي.
له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مسوولین وایي چي د ملي امنیت د رییس احمد ضیا سراج او د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وروستیو څرګندونو حیران کړي.
د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې په یو اعلامیه کې ویلي چې ښکېلې خواوې په دغه ډول خبرداریو سره نړیوال او ملي قوانین نقض کوي او دا شان څرګندونې د رسنیو په کورنۍ کې د ویرې لامل کېږي.
له دې وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یو شمېر رسنۍ په یو اړخیزه نشراتو تورنې کړې وې او خبرداری یې ورکړ، که رسنۍ او خبریالان خپله بې طرفي و نه ساتي، د راتلونکو اقداماتو مسؤلیت به د رسنیو او د رسنیو د کارکوونکو پر غاړه وي.
دغه راز د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج هم ویلي چې یو شمېر رسنۍ د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي، چې ورته د منلو نه ده.
✒: طالبانو په یوې اونیزه تبصره کې ویلي چې د مذاکراتو د بریا پر وړاندې لوی خنډ او مانع په تور او جایزه لېستونو کې د طالبانو د مشرانو نومونو شتون دی، چې باید لیرې کړل شي.
✒: کابل کې د احمد شاه مسعود د ځوی، احمد مسعود په مشرۍ یوه غونډه کې د ملي سرود پر ځای "ګوندي" سندره غږول شوې.
دغې کړنې د ګڼو کابل ښاریانو غبرګون را پارولی او یاده چاره یې د ملي ګټو خلاف بللې.
✒: د ولسمشر ستر سلاکار او د ستراتیژیکو اړیکو رییس، وحید عمر وايي، یو شمېر داخلي او بهرنیو رسنیو د ولسمشر خبرې ناسمې تعبیر کړي.
هغه وايي، ولسمشر به هېڅکله هم واک انتقالي ادارې ته ونه سپاري.
د هغه په وینا، ولسمشر تینګار کړی چې، د واک لېږد به یواځې د خلکو د رایو پر اساس بل کس ته انتقالیږي.
✒: یاسین ضیا: غزني سقوط نه کوي، طالبان مو مات کړي دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست، جنرال یاسین ضیا وايي چې طالبانو ته یې د جګړې په ډګر کې ماته ورکړې، او نه شي کولی غزني ولایت سقوط کړي.
هغه زیاتوي چې د غزني ولایت امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه به ژر په سیمه ییزه رهبري کې تغیرات راولي.
✒: ماین چاودنې د پکتیکا سر روضې ولسوالۍ امنیه قوماندان وژلی.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ وایي، د سر روضې ولسوالۍ پر امنیه قومندان جمعه شاه هغه مهال ماین چاودلی او وژلی یې دی چې، تېره ورځ دیوانه بابا سیمې ته د امنیتي ځواکونو مرستې ته ور روان و.
✒: پولیس وايي، نن سهار د کابل کلکانو ولسوالۍ کې د پنجشیر ولایت اړوند روغتیايي کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
✒: د هیواد د هوا پيژندنې ادارې د روان میاشتې له ۱۵ تر ۱۶ په پروان، میدان وردګ ، کندز تخار بامیان، بغلان او کونړ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی.
✒: د بغلان ولایت د بُرکې ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته ورغلی.
د بغلان ولایت امنیتي مسوولانو تایید کړې، چې تیره شپه په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې او له نښتې وروسته افغان سرتیرو له دې ولسوالۍ څخه تکتیکي شاتګ کړی، خو د ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره عملیات روان دي.
ویل کیږي د جګړې پرمهال دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې،خو تردامهاله یې په اړه دقیق معلومات نشته.
✒: کمپ نظامی مایک اِسپن به قول اردوی ۲۰۹ شاهین تسلیم داده شد.
قبل از ظهر امروز کمپ نظامی مایک اِسپن، در ساحه مسئولیت قول اردوی ۲۰۹ شاهین، به این قول اردو تسلیم داده شد.!
✒: د ولسي جرګې غړي وایي د پوهنې سکتور په بشپړه توګه له سقوط سره مخ دی. په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې د معارف اوسنی وضعیت خورا بوږنوونکی او د جدي اندېښنې وړ دی.
✒: مایس هاورد، سخنگوی وزارت دفاع آمریکا (پنتاگون) در ارتباط با سقوط راکت فضاپیمای چین با نام (Long March 5B) و احتمال برخورد آن با زمین گفت: انتظار میرفت این راکت در تاریخ 8 مه به زمین فرود آید، مسیر این راکت توسط نیروی فضایی ایالات متحده آمریکا دنبال می شود.
وی با بیان اینکه دقیقا نمیدانند که بقایای این راکت در کجای زمین فرود خواهد آمد، اظهار داشت: تنها ساعتها قبل از برخورد راکت با زمین می توان پیشبینی کرد که کجا سقوط میکند.
راکت فضاپیمای چین با هدف توسعه ایستگاه فضایی جدید این کشور در مدار زمین به ماموریت ارسال شده بود که از کنترل خارج شده و احتمال سقوط آن بر روی زمین وجود دارد.
برخی از قطعات این راکت در جو سوخته، اما احتمال سقوط بخشهایی از این موشک 22 تنی به مناطق مسکونی باعث ایجاد نگرانی شده است.
✒: بیسرا تورکویچ، وزیر امور خارجه بوسنی و هرزگووین در نشست خبری مشترک با مولود چاووشاوغلو، همتای تُرک خود در سارایوو، گفت: ترکیه نقش مثبت و سازندهای در منطقه (بالکان) دارد.
تورکویچ که پس از دیدار با چاووشاوغلو در نشست خبری مشترک با وی سخن میگفت، از کمکهای ترکیه طی دوره شیوع کرونا به بوسنی و هرزگووین به ویژه ارسال چندین محموله واکسن تشکر کرد.
وی در اینباره گفت: تنها دوستان واقعی به درخواست کمک مان در شرایط سخت پاسخ دادند.
وزیر خارجه بوسنی و هرزگووین با تاکید بر اینکه روابط میان کشورش و ترکیه در شرایط عالی قرار دارد، افزود: در نشست امروز هیات وزیران توافقنامه همکاری میان ترکیه و بوسنی در پروژههای ساخت و ساز بررسی خواهد شد.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه با ولادیمیر پوتین، همتای روسی خود تلفنی گفتوگو کرد.
اردوغان و پوتین در گفتوگوی تلفنی راههای مقابله با گووید-19 و تامین واکسن «اسپوتنیک وی» را بررسی کردند.
اردوغان در دیدار با پوتین ابراز امیدواری کرد که تحویل واکسن «اسپوتنیک وی» از روسیه به ترکیه طبق برنامه انجام بگیرد.
اردوغان در گفتوگو با پوتین اظهار داشت که باید از فرصت عادیسازی منطقهای و روند ثبات در قرهباغ به خوبی استفاده شود.
✒: عبدالله دوم، پادشاه اردن با حضور در مقر سازمان پیمان آتلانتیک شمالی «ناتو» در بروکسل، پایتخت بلژیک با ینس استولتنبرگ سرمنشی این نهاد دیدار و گفتگو کرد.
پادشاه اردن پیش از این دیدار از حمایتهای ناتو از کشورش قدردانی و خاطرنشان کرد: مناسبات اردن و این سازمان به سالهای قبل میرسد. اردن در اقصی نقاط جهان در کنار ناتو قرار داشته و این وضعیت ادامه پیدا خواهد کرد.
سر منشی ناتو نیز اردن را شریک مهم ناتو دانست و افزود: نظامیان اردن در عملیاتهای ناتو در منطقه بالکان، افغانستان، لیبی حضور دارند.
✒: هند او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بېړني او دایمي اوربند غوښتنه کړې ده. دواړو لورو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړو له امله رامنځ ته شوی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او د هېڅ لوري په ګټه نه دی.
✒: په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځ پخواني قومندان او د سي ای اې مخکیني مشر جنرال دیوید پیتریس په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي د سرتېرو ایستل په افغانستان کې د جګړې نه شي ختمولی بلکې یوازې د امریکا او ناټو ښکېلتیا پای ته رسوي.
✒: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د پوځیانو او نورو دولتي کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته په بلوچستان کې د پاکستاني عسکرو پر موټر چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
✒: هندي رسنیو راپورونه ورکړي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا اخته ۳۷۸۰ کسان مړه شوي دي. د هند روغتیایي چارواکو ویلي چې په همدې موده کې د کرونا ویروس ۳۸۰ زره مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي چې ورسره پر دغې وبا د اخته کسانو شمېر تر ۲۰ میلیونه اوښتی دی.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له جاپان، د اروپايي ټولنې له متحدینو او کوریا جمهوریت څخه مې په افغانستان له ترهګرۍ سره ګډې مبارزې او ددې هیواد په پرمختګ کې له مونږ سره ددوي د اوږدمهالي ملتیا او ملاتړ څخه مننه وکړه.
بلینکن همداراز وايي، مونږ ټول د افغانستان په ثبات او امنیت کې سهم لرو.
✒: کابل کې د انګلستان سفارت د پنجشیر ولایت پر روغتیایي کارکوونکو د نن سهار برید غندلی او له ښکېلو خواوو یې د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
✒: د امریکا سفارت په کلکان ولسوالۍ کې د روغتیايي کارکوونکو پر موټر نننۍ چاودنه غندلې.
کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس وېلسن پر خپل ټویټر لیکلي، د ډاکټرانو، روغتیايي کارکوونکو او محصلینو په ګډون پر تولو ملکي وګړو بریدونه باید نور پای و مومي.
✒: بهرنۍ رسنۍ: امریکايي چارواکو ویلي چې تر دې دمه یې له افغانستانه ۶۰ الوتکې بهر کړي او دغه راز یې د تخریب یا له منځه وړلو لپاره ۱۳۰۰ عدده تجهیزات هم په نښه کړي دي.
✒: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي آستازي، زلمي خلیلزاد د تاجکستان له ولسمشر، امام علي رحمان سره د یو شمېر سیمه ییزه او نړیوالو موضوعاتو تر څنګ پر افغان سوله خبرې کړي دي.
✒: د امریکا هوايي ځواک ویلي چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو په سمه، مسؤلانه او خوندي توګه وتلو لپاره یې قطر هېواد ته دوه B-52 ډوله الوتکې لېږلي دي.
د امریکا پوځ له دې وړاندې هم یاد هېواد ته د الوتکو، پرمخ تللي راکټي دستګاه او دغه راز د سلګونه عسکرو استولو راپور ورکړی و.
✒: وسله والو د پاکستان څلور ملېشه ځواکونه وژلي، پنڅه نور یې ټپیان کړي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، وسله والو کسانو نن د بلوچستان ایالت په ژوب سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی چې، پایله کې یې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
✒: کابل کې د امریکا سفارت چارژدافیر راس ویلسون د رسنیو په تړاو د طالبانو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وایي: «موږ د افغانستان له خپلواکه رسنیو څخه په کلکه ملاتړ کوو. موږ د رسنیو پروړاندې روان تاوتریخوالي او تهدیدونو او د خبریالانو د خاموشولو لپاره د طالبانو هڅې په کلکه غندو.
