مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ولسمشر غني وايي راتلونکو څو اونیو کې پاکستان سره جدي مذاکرات پیلېږي او پاکستان به له افغانستان سره دوستي یا دښمني انتخابوي.
ولسمشر غني د افغان ښځو شبکې غړو سره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د نوي فصل، سولې او په دې پروسه کې د ښځو غوښتنو او حقونو ته د رسیدګي په اړه خبرې کولې ويلي، د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان ملي حاکمیت پیاوړی کوي، د سیمې روایت بدلېږي، له نړیوالو سره د مناسباتو نوی فصل پیلېږي.
ولسمشر غني وايي, راتلونکو څو اونیو کې له پاکستان سره د جدي مذاکراتو پیلېدو ته په اشارې ویلي، پاکستان نور په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو پر سر له امریکا د باج اخیستو فرصت نه لري، له افغانستان سره به دوستي یا دښمني انتخابوي.
ولسمشر همدا راز ويلي، د سولې په اړه اصلي تصمیم د افغانستان په داخل کې نیول کېږي او نهایي تصمیم افغان ولس نیسي .
تر دې وروسته د سولې اصلي لوری د افغانستان حکومت دی او د سولې په هېڅ غونډه کې د مېلمه نه، بلکې د اصلي مالک په توګه ګډون کوي.
✒: جیلانی فرهاد سخنگوی والی هرات می گوید که شمار قربانیان سیلاب های اخیر در این ولایت به ۲۲ تن رسید.
او می گوید که ۱۲ تن در ولسوالی ادرسکن و ۱۰ تن در ولسوالی اوبه این ولایت در سرازیر شدن سیلاب ها جان باختند.
✒: اداره هواشناسی از احتمال بارندهگی نسبتاً شدید و رعد وبرق همراه با سیلابهای آنی در بخشهایی از کابل و هرات و بیش از ۲۰ ولایت دیگر در ۲۴ ساعت آینده خبر میدهد.
✒: ولسمشر غني په یوې مقالې کې ليکلي، افغان ځواکونه دا مهال د هېواد او خلکو د دفاع وړتیا لري او افغانستان به تېر ته ونه ګرځي.
ولسمشر دغه راز ویلي، د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان ملي حاکمیت پیاوړی کوي او ټینګار یې کړی چې که طالبان د تاوتریخوالي لار غوره کړي، نو د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
✒: د پکتیکا په یوه ښوونځي کې ماین چاودنې شپږ زده کوونکي ټپیان کړل.
د پکتیکا امنیه قوماندانۍ وایي، چاودنه نن غرمه مال د جاني خېلو ولسوالۍ اتحاد منځني ښوونځي کې شوې، چې له کبله یې شپږ زده کوونکي ټپیان شوي چې د دریو روغتیایي وضعیت نازک دی.
قومندانۍ زیاتوي چې ښوونځي کې دغه ماین طالبانو ځای پر ځای کړی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
✒: د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار کې چاودنه شوې.
سرچینې وايي، چاودنه نن له غرمې مخکې ترینکوټ ښار کې د نښلېدونکي ماین له امله رامنځته شوې، چې پایله کې یې یو پولیس وژل شوی، او د یو پولیس په ګډون پنځه ملکیان ټپیان شوي.
✒: بغلان کې د ملي اردو لس سرتېري وژل شوي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط یو شمېر رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جري خوشک سیمه کې د ملي اردو پر مرکز برید کړی، چې پایله کې یې لس سرتېري وژل شوي او ۲۰ نور د طالبانو له لوري ژوندي نیول شوي دي.
حکومتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
✒: تخار کې یوې مور خپل ځان او درې اولادونه سیند ته غورځولي.
د تخار په فرخار ولسوالۍ کې ځايی اوسېدونکي وايي چې دغې مور تېره ورځ د غربت او بې وزلي له امله لومړی خپل کور سوځولی او وروسته یې د ځان په ګډون خپل درې اولادونه سیند ته اچولي او وژلي دي.
✒: د فاریاب ۳۰۰ بستریز روغتون یو شمېر ډاکټرانو اعتراض کړی.
ډاکټران وايي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي. دوی ګواښ کوي چې که چې که تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې یې معاشونه ورنکړل شي کاربندیز به وکړي.
د فاریاب د عامې روغتیا سرپرست رییس ګل احمد عمرزاد شمشاد سره خبرو کې تایید کړه چې د یو شمېر ډاکټرانو معاشونه پاتې دي.
هغه زیاته کړه له قراردادي موسسې سره به جدي خبرې وکړي څو د ډاکټرانو معاشونه پر وخت ورکړي.
✒: د امنیتي ادارو لوړپوړي چارواکي هلمند ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع او د ملي امنیت د لوی ریاست ولایتي مرستیال جنرال نظرعلي واحدي هلمند ته تللي او هڅه کوي په دغه ولایت کې روان وضعیت له نږدې وګوري.
✒: د بغلان ولایت ځایي اوسېدونکي وایي چې هوایي ځواکونو نن په دغه سیمه کې د طالبانو د ګمرک د له منځه وړلو په پلمه د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی دی چې په پایله کې یې یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور نور سخت ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې حکومتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
✒: د جنوبي اسیا، ملګرو ملتونو او مشترک المنافع هېوادونو لپاره د برېتانیا د دولت وزیر احمد طارق د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په خبرو کې ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
✒: عادل کارا اسماعیلاوغلو، وزیر حمل و نقل و زیرساخت ترکیه در ارتباط با موقعیت ماهواره مخابراتی «ترکست 5A» که در ماه جنوری به فضا پرتاب شد، به خبرنگار آناتولی گفت: ماهواره مخابراتی «ترکست 5A» از دیروز به مدار 31 درجه شرقی رسید؛ روند آزمایشی این ماهواره یک ماه ادامه خواهد یافت. ترکست 5A پس از ماه جون خدمات دهی به جهان را آغاز میکند.
وی افزود: ترکیه در مطالعات فضایی و همچنین در فنآوریهای ماهوارهای پیشرفت چشمگیری داشته و تولید ماهوارههای مخابراتی جدید و داخلی، فرآیندهای یکپارچهسازی، آزمایش و راه اندازی به صورت همزمان انجام میشود.
✒: وزارت دفاع ملی ترکیه طی اطلاعیهای اعلام کرد که آزمایش سامانه موشکی پدافند هوایی با ارتفاع کم (حصار-A) روز گذشته در میدان تیر آموزشی آکسارای انجام شد.
در این اطلاعیه آمده که در این آزمایش موشک «حصار-A» از سامانه پرتاب موشک خودمختار شلیک و با موفقیت به هواپیمای هدف خود اصابت کرده است.
✒: دولت باغچهلی، رهبر حزب حرکت ملیگرای ترکیه امروز طی کنفرانس مطوبوعاتی ضمن بیان این که روند آمادهسازی متن قانون اساسی 100 مادهای پیشنهادی این حزب به پایان رسیده است، گفت: سازش و آمادهسازی یک قانون اساسی جدید وظیفه ملی است. قانون اساسی پیشنهادی حزب مان که از 100 ماده تشکیل شده است را به اطلاع ملت و مخاطبان سیاسی میرسانیم.
باغچهلی گفت: کسانیکه با پیش داوری به این مسئله نزدیک شده و با عنوان بهانههایی از مذاکره در مورد آن امتناع میکنند باید خود را برای پاسخ دهی دموکراتیک در برابر ملت و تاریخ آماده کنند.
✒: مولود چاووشاوغلو، وزیر امور خارجه ترکیه طی سخنانی در نشست مشترک خبری با آنزه لوگار، همتای اسلوونیایی خود در لیوبلیانا اعلام کرد که افزایش حملات و جرائم مرتبط با اسلامهراسی و یهودیستیزی در کشورهای اروپایی افزایش یافته است.
وی اظهار داشت: مسئله حقوق بشر به یک موضوع اولویتدار برای نهادها و کشورهای عضو اتحادیه اروپا تبدیل شده است؛ زیرا در کشورهای مذکور در این خصوص با مشکلاتی روبرو میشوند. حملات و جرائم مرتبط با اسلامهراسی و یهودیستیزی در بسیاری از کشورهای غربی در حال افزایش است. همچنین حقوق پناهجویان و اقلیتها نیز نقض میشود.
وزیر امور خارجه ترکیه گفت: حجم تجارت دوجانبه ما در حال حاضر از مرز 2 میلیارد دلار فراتر رفته است؛ ولی علیه ترکیه عدم تعادلاتی وجود دارد که باید آن را متعادل کنیم.
✒: د ال پایس په نامه د یوې اسپانیایي ورځپاڼې د راپور له مخې، په مکسیکو کې له پټلۍ د یو اورګاډي د وتلو پېښه کې ۲۰ تنه مړه شوي او ۷۰ نور ټپیان دي. راپور کاږي چې دا پېښه له یو تونل څخه د اورګاډي له راوتلو سره سم رامنځته شوې ده.
✒: پنټاګون کندهار کې د امریکایي ځواکونو پر اډه د طالبانو توغندویي بریدونه غندلي دي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي دغه بریدونه چې د تېرې اوونۍ په لومړیو کې د دوی پر اډه د طالبانو له لوري تر سره شول په هیڅ ډول د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر نه اغېزمنوي.
✒: هندي رسنیو راپورونه ورکړي دي چې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر شل میلیونه اوښتی دی. راپورونه وایي چې په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۵۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره پر دغې وبا د اخته کسانو ټول شمېر تر شل میلیونه اوښتی دی.
✒: د ګېټ سټون انسټیټیوټ خپرونې له قید او شرط پرته له افغانستان څخه د سرتېرو وتل د امریکا ملي امنیت ته ستر ګواښ بللی دی. مقاله کې وړاندې راغلي چې یوازې تاریخ نه بلکې ټول امریکایي متحدین، خپل او پردي به د بایډن پر دې اقدام قضاوت وکړي.
✒: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه باجوړ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې څلورو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د چارواکو په خبره په دې پېښه کې دوه پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او یو بل په روغتون کې ساه ورکړې ده.
✒: کابل کې د انګلستان سفارت وایي، هېواد یې د تېر یوه کال په لړ کې د ۵۵ میلیونه پونډو په لګښت افغانستان کې بشردوستانه مرستې کړې دي.
یاد سفارت زیاتوي: «لکه څنګه چې موږ له افغانستان سره د اړیکو نوي فصل ته دننه شوي یو، انګلستان ژمن دی ترڅو په افغانستان کې اړمنو خلکو ته بشردوستانه مرستې چمتو کړي.»
✒: هیلری کلینتن وزیرخارجه پیشین امریکا از پیامدهای ناگوار خروج عجولانه از افغانستان هشدار داد.
بانو کلینتن میگوید که تصمیم جو بایدن برای خروج کامل نیروهای امریکایی از افغانستان تا یازدهم سپتمبر، میتواند پیامدهای جدی داشته باشد و اوضاع را به سمتی که طالبان از آن سود ببرند سوق دهد.
کلینتن در گفتگو با سیانان میگوید که خروج کامل سربازان امریکایی میتواند به طالبان که پس از حمله سال ۲۰۰۱ امریکا، از قدرت خلع شدند فرصت دهد که دوباره برای حاکم شدن بر این کشور تلاش کنند.
