No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی.

دا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو رسمي بهیر تر پیلېدو وروسته کابل ته د زلمي خلیلزاد لومړنی سفر دی.

په پام کې ده خلیلزاد له افغان چارواکو او سیاسي مشرانو سره هم خبرې وکړي.

: ‏د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مصالحې عالي شورا له رییس او غړو سره کتلي دي.

د مصالحې شورا وایي په دې مجلس کې زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې د استانبول ناسته به په یوه مناسب فرصت کې له پوره امادګیو سره پیل شي، څو دواړه خواوې د بحران پر حل توافق ته ورسیږي.

: ‏د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې شاوخوا سیمو کې د جګړو له امله لسګونه کورنۍ دننه ښار ته ګډه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ځايي چارواکي وایي له تېرو دوو ورځو راهیسي د هلمند په لښکرګاه ښار کي جګړه روانه ده او د لښکرګاه ښار د محاصرې حالت خپل کړی دی.

: ‏زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې ولسمشر غني د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار کړی دی.

: ‏د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي، د ولسمشر غني د سپارښتنې په اساس که له روغتیايي مراکزو څخه د اکسیجن یو بالون او یاهم نور طبي تجهیزات ورک شي، مسوول کس به په ۲۰ کاله بند محکوم شي.

: ‏سه نیروی امنیتی در شهر کابل ترور شدند.

پولیس کابل تایید می‌کند که افراد مسلح ناشناس موتر سایکل‌سوار پس از چاشت ام‌روز یک‌پولیس و دو کارمند امنیت ملی را در منطقه‌ی شوربازار از مربوطات حوزه اول امنیتی هدف قرار دادند و هر سه در این رویداد جان‌باخته‌اند.

: ‏یک منبع امنیتی به طلوع‌نیوز می‌گوید که، در حمله طالبان بر یک پاسگاه نیروهای دولتی در بدخشان، هشت سرباز اردوی منطقوی جان باختند و دو تن دیگر زخم برداشته اند.

به گفته منبع، این رویداد در ولسوالی وردوج رخ داده است.

: ‏عطا الله افغان، رییس شورای ولایتی هلمند، می گوید که در نبردهای دو روز گذشته در این ولایت، هشت تن از نیروهای امنیتی جان باخته اند، نزدیک به ۲۰ تن دیگر زخم برداشته اند و ده پاسگاه این نیروها به دست طالبان افتاده اند.

او می‌گوید که وضعیت هلمند نیازمند توجه از سوی حکومت است.

: ‏هرات ولایت کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت پر فارسي ولسوالۍ د طالبانو په برید کې پنځه تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او درې تنه نور پټيان شوي دي.

د هرات والي وحید قتالي وايي چې په فارسي ولسوالۍ کې د دوو موټر بم چاودنه کې د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ودانۍ ویجاړه شوې ده.

‏د هرات والي وايي چې په دغو نښتو کې ۹ طالبان هم وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې په سلګونه طالبانو د فارسي ولسوالۍ د نیولو لپاره پر دغې ولسوالۍ برید وکړ خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.

: ‏ویروس کرونا؛ ثبت ۲۷۵ رویداد تازۀ در افغانستان.

: ‏په فراه او بغلان کې ۱۰ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي.

: ‏زیان‌های به‌جا مانده از برخورد یک هاوان بر یک خانه غیرنظامیان در ولایت لوگر.

به‌گفتۀ گواهان، در این رویداد که شب گذشته در روستای کنجک شهر پل علم، مرکز این ولایت رخ داده‌است، هفت عضو یک خانواده به شمول کودکان و یک زن، زخم برداشته‌اند.

: ‏د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړو او پخوانيو يو شمېر جهادي مشرانو د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره کتلي.

‏د ملي مصالحې عالي شورا د خبر پاڼې له مخې پدې کتنه کې پر وروستيو سياسي-امنيتي بدلونونو, استانبول کنفرانس, د سولې څخه هڅو د ملاتړ لپاره د سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو او د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د همکاريو د نوي پړاو په اړه خبرې شوې دي.

: ‏افغان ځواکونو د هلمند په کونجک سیمه کې د طالبانو پر یوه زندان عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۷ تنه بنديان راخوشې شوي دي.

: ‏د ملي مصالې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي. د یادې شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د سولې پر روان بهیر او په دې تړاو پر سیمه ییزه او نړیواله اجماع خبرې کړې دي.

: ‏دفاع وزارت ویلي غزني ولایت ته یې نن تازه دمي ځواکونه استولي او ژر به د وسله والو پر ضد جګړه پیل کړي،ولسي جرګه کې دغزني د خلکو استازو نن ددغه ولایت امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بللی وو او د طالبانو له قوله یې ویلي وو چې غزني ولایت سقوط کیږي او طالبان به د اختر لمونځ غزني ښار کې وکړي.

: ‏په پارلمان کې د غزني د خلکو استازي عارف رحماني ویلي چې طالبانو ویلي چې د اختر لمونځ به په غزني ښار کې ادا کوي. نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته مرکزي دولت غزني ولایت ته پاملرنه ونه کړي نو لرې نه ده چې دغه ولایت به یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېږي.

: ‏د هلمند والي وایي چې لښکرګاه ښار ته تازه دمي کمانډويي ځواکونه رسېدلي چې د ناوې چاه انجیر سړک د ٦٠١ شهرا په ګډون به کمربندي سيمې تر امنيتي پوښښ لاندې راولي.

دا تازه دمي هوايي او ځمکني ځواکونه د امنيتي ګواښونو د ليرې کولو په موخه ګمارل شوي.

‏والي که څه هم وايي چې هلمند کې دا مهال امنیتي وضعیت کابو شوی، خو د لښکرګاه اوسېدونکي بیا حالات ترینګلي ګڼي او د وسلو غږونو نا ارامه کړي.

پر لښکرګاه ښار او ناوې ولسوالۍ پر کمربندي سیمو له تېرو دوو ورځو راهیسې جګړو زور اخیستی، چې په لسګونه کورنۍ یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي.

: ‏د هرات اوبه ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي.

د هرات ولایت مقام وایي، تر دې مهاله د اوښتو زیانونو کچه نه ده مالومه، خو د لومړنیو مالوماتو له مخې، باغونو، زراعتي ځمکو او کورونو ته یې پراخ زیانونه اړولي.

مسؤلینو تر اوسه د ځاني تلفاتو په تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏طالبانو د هلمند-کندهار لویه لاره تړلې.

سرچینې وایي، وسله والو طالبانو نن سهار د هلمند-کندهار لویه لاره کې پرتې امنیتي پوستې سقوط کړي او د هلمند-کندهار لویه لاره یې تړلې ده.

‏د هلمند امنیه قوماندانۍ بیا وایي چې وسله والو طالبانو په دغه لاره کې ماینونه ځای پر ځای کړي او امنیتي ځواکونه یې د شنډولو هڅه کوي.

: ‏سرور دانش: د سولې خبرو کې به پر رسنیو او خبریالانو هېڅ راز معامله ونشي.

نوموړي دغه راز نیوکه وکړه چې په یو شمېر رسنیو کې د بهرنیو ځواکونو وتلو موضوع ډیره ستره بحث کېږي، خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا او نقش کم رنګه ښودل کېږي.

‏هغه نظام چې طالبان یې د جوړېدو لټه کوي، اسلامي نه دی او د افغانانو ستونزې نه شي حل کولی.

: د لغمان پخوانی والي لطف الله مشعل: ‏الحمد لله، از حمله مسلحانه افراد مربوط به حیات الله حیات وزیر داخله در پیشروی خانه ام، جان به سلامت بردم.

جراحت های سطحی برداشتیم که قابل نگرانی نیست.

: مولود چاووش‌اوغلو، وزیر امور خارجه ترکیه که برای انجام برخی دیدارهای رسمی به طرابلس سفر کرده با عبدالحمید دبیبه، نخست وزیر لیبی دیدار و گفت‌وگو کرد.

چاووش‌اوغلو با انتشار پیامی در توئیتر در رابطه با این دیدار نوشت: بر حمایت کشورمان از دولت وحدت ملی تاکید کردیم.

وی ضمن اشاره به بررسی مسائل مربوط به شورای همکاری استراتژیک سطح بالا از بازگشت شرکت‌های تُرک به لیبی و مشارکت در توسعه آن خبر داد.

گفتنی است چاووش‌اوغلو امروز به همراه خلوصی آکار، وزیر دفاع ملی و هاکان فیدان، رئیس سازمان اطلاعات ملی ترکیه به طرابلس، پایتخت لیبی سفر کرد.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا ویلي چې دوی په افغانستان کې خپل اهداف لاس ته راوړي او اوس وخت دی چې خپل سرتېري له دغه هېواد څخه وباسي. نوموړي ټینګار کړی دی چې د سرتېرو وتل په دې مانا نه دي چې دغه هېواد به یواځې پرېښودل کېږي.

: ‏باسټن هېرالډ ورځپاڼې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه یوه لیکنه خپره کړی دی. د لیکوال په باور، له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته به نه یوازې افغانستان کې وضعیت ډېر ترینګلی شي بلکې امریکا به هم د وخت په تېرېدو د خپلې دې تېروتنې درنه بیه پرې کړي.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او وروستیو تحولاتو په اړه ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دي. د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده زیاته کړې چې دوی وضعیت له نږدې څاري او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د افغانستان په اړه د خبرو په حال کې دي.

: ‏واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کندهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو پر اډه د طالبانو وروستي توغندویي برید ته په اشارې ویلي چې ښایي په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې پر امریکایي اهدافو ورته بریدونه ډېر شي.

: ‏اعضای شورای امنیت سازمان ملل در یک اعلامیه حمله مرگبار در ولایت لوگر را نکوهش کردند و نگرانی شان را از ادامه خشونت و وضعیت امنیتی در افغانستان، به ویژه افایش تلفات غیرنظامیان، ابراز کردند.

آنان بر اهمیت تلاش‌های داومدار برای پایان خشونت‌ها و حفاظت از غیرنظامیان، تأکید کردند.

‏اعضای شورای امنیت سازمان ملل در این اعلامیه تأکید کردند که هراس افگنی تهدید جدی متوجه صلح و امنیت جهانی می‌سازد و به گفتۀ آنان عاملان، سازمان دهنده گان و حامیان مالی این گونه اعمال تروریستی باید به عدالت کشانده شوند.

: ‏د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د ازبیکستان له بهرنیو چارو وزیر سره پرافغان سوله خبرې کړې.

‏زلمي خلیلزاد پرخپله ټویترپاڼه لیکلي،چې په تاشکند کې یې د ازبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبد العزیز کاملوف سره په کتنه کې توافق وکړ،چې ټول ښکېل اړخونه باید د یوه داسې سیاسي جوړجاړي پر لوري له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي، چې په افغانستان کې روانه څلوېښت کلنه جګړ پای ته ورسوي.

‏خلیلزاد وایي،په دې کتنه کې همدا شان دواړو لوریو هوکړه وکړه،چې امریکا او ازبیکستان به پر هغو نوښتونو ګډ کار جاري ساتي، چې سیمه ییزه سوداګري او اقتصادي پراختیا پرې وده کوي.

: ‏پاکستان د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره له افغانستان او ایران سره خپلې دروازې تړي.

پاکستاني چارواکو ویلي،د روانې میلادي میاشتې له پنځمې تر شلمې نیټې پورې له افغانستان او ایران سره یوازې د مسافرو پرمخ خپلې دروازې تړي،خو د بار وړونکو موټرو پرمخ به پرانیستې وي.

: ‏د بښنې نړیوال سازمان،د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، تیر کال ۱۱ افغان خبریالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي او د روان کال له پیله تر اوسه ۴ نور خبریالان هم په نښه شوي دي.

‏دغه بنسټ وایي، پرافغان خبریالانو شوي بریدونه، د افغان چارواکو له لوري نه دي څیړل شوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک