غلام ابن بادار د ټامهوریت جمهوریت تش په نوم واکداران
وایي پردی کټ تر نیمو شپو وي!
غلام ابن بادار د ټامهوریت (جمهوریت) تش په نوم واکداران.
د غربیانو له خوا په مظلومو افغانانو تپل شوي او تحمیل شوي افراد د دوی له خوا د واک پر ګډۍ نصب شوي وو او د دوی له خوا به یې کډې باریږي؛ بلې دا ورځ را رسیدلې ده چي نور دا ولس د دوی له شره خلاص شي.
په تصویر کې د دوه تپل شوو څهرو ته که په ځیر وکتل شي چي دوی د خپل بادار په وړاندې څومره د ذلت او خوارۍ په حال کې قرار لري؛ خو له ځان څخه د دفاع لپاره نه څه لري او نه یې د ویلو جرأت لري ځکه بادارا یوازې فرمانونه ابلاغوي نه کوم بل څه، د سپین ماڼۍ استازي چي هر ځل د ټامهوریت له واکمنو سره پر یو میز کښیني نو یوازې او یوازې د سپینې ماڼۍ اوامر او فرامین دوی ته رسوي.
بلې د غلام ابن بادار د ژوند د ټولو خواریو او زحمتونو انجام همداسې وي؛ هم د ولس، هم د الله او رسول په وړاندې رسوا ذلیله او شرمیدلی.
