No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏هلمند کې د انتونیک په نوم د بهرنیانو یوه اډه افغان لوري ته وسپارل شوه.

نن په همدې هدف هلمند کې ځانګړي مراسم نیول شوي و، او د انتونیک پوځي اډه، چې بهرنیانو سره وه، د ۲۱۵ میوند قول اردو مشرتابه او د امریکايي ځواکونو په حضور کې رسماً افغان دفاعي ځواکونو ته وسپارل شوه.

: ‏د هوايي پېژندنې ریاست نن او سبا په فراه، هرات، غور، سرپل، سمنګان، بامیان، غزني، میدان وردک، ‌دایکندي، بادغیس، فاریاب،‌ بلخ،‌ بغلان،‌ تخار او کونړ ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو وړاندوينه کړې ده.

: ‏د پکتیا احمد ابا ولسوالۍ کې یو جسد موندل شوی.

سرچینې وایي، د ملکي کس دغه جسد په فیروز خیلو سیمه کې موندل شوی او د وژلو انګیزه یې تر اوسه نه ده مالومه.

د پکتیا احمدخېلو ولسوالۍ مشکې سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ګډه ګزمه بیا څو ساعته جګړه شوې، چې له امله یې دوه سرتیري ټپیان شوي.

: ‏ولسمشر غني نن مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره کتلي.

ارګ وايي، په دې کتنه کې ولسمشر غني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د سولې پروسې په اړه خپل لیدلوري د نویو واقعیتونو او د مناسباتو نوي فصل ته په پام برابر کړي.

: ‏وسله والو د کندهار ښار د ۳مې امنیتي حوزې اړوند د ټکټرانو د شورمانو په سیمه کې د حاجي بابي کاکړ په نوم مشهور قومي مشر وژلی دی.

امنیتي سرچینې وايي، بریدګر د هغه کور ته دننه ورغلي او بر هغه یې په خپل اتاق کې ډزې کړي او ځای پر ځای وژلی دی.

: ‏افغانستان کې د جرمني سفارت وایي چې وروسته له ۱۹ کالونو څخه د دې هېواد له لوري د افغان پولیسو د روزنې پروژه پای ته ورسېده.

یاد سفارت دغه راز وایي چې هېواد یې له افغان پولیسو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

: ‏ولسمشر غني له یو شمېر سیاسي مشرانو سره کتلي.

ارګ وايي , ولسمشر غني دملي او سیاسي اجماع د پیاوړتیا او تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو په هدف د هیواد له سیاسي رهبرانو او مطرح شخصیتونو سره د کتنو په لړ کې له استاد محمد محقق، حاجي عزیز الله دین محمد او اسماعیل غضنفر سره کتلي.

: ‏افغان ځواکونو په لغمان ولایت کې د طالبانو د لیزري وسلې یو ماهر وژلی دی.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مسوولان وایي، تیره شپه د لغمان ولایت مهترلام ښار اړوند،بدیع اباد سیمه کې ګډو ځواکونو عملیات کړي او د (مار شاکر) په نوم یو تن طالب چې د لېزري سلاح ماهر او نښان ویشتونکی و، ووژل شو.

: ‏شرکت برشنا اعلام کرده‌است که لین‌های برق وارداتی که شب گذشته در نتیجۀ آتش‌سوزی در منطقۀ قلعۀ مرادبیک ولسوالی شکردره قطع شده بود، دوباره وصل شد.

با قطع شدن این لین‌ها، بیشتر بخش‌های شهر کابل، بی برق بودند.

: ‏شماری از راننده‌گان و باشنده‌گان شهر کابل که در آتش‌سوزی شب گذشته زیان دیده‌اند، در اعتراضی راۀ کابل - شمال را بستند و خواهان جبران خساره از سوی حکومت استند.

‏اعتراض کننده‌گان می‌گویند که پیش از این بارها از حکومت خواسته بودند که از توقف موتر‌های نفت در محل مسکونی، جلوگیری کنند، اما در این باره توجه صورت نگرفت و این رویداد رخ داد.

: ‏طارق آرین سخنگوی وزارت امور داخله می گوید که در آتش سوزی در شمال کابل ده ها تانکر آتش گرفته اند و ده تن در این رویداد زخم برداشته اند.

او می گوید که آتش سوزی نخست از یک تانکر تیل آغاز شد.

: ‏په هرات، خوست او لوګر ولایتونو کې په هېواد کې د وروستیو بریدونو پر ضد لاریونونه شوي دي. لاریونوالو د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده او ویلی یې دي چې نور باید دواړه غاړې د سولې خبرو ته کېني او په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

: ‏د کندهار پر هوايي ډګر تر برید وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند دلته د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان ویډیو خپره کړې او هغه ویلي چې بهرنیو ځواکونو له افغانستان وتل پیل کړي دي او که طالبان بریدونو ته ادامه ورکړي نو دا به یوه ستره تېروتنه وي.

: ‏افغان حکومت د ترویکا غونډې د ګډونوالو له تازه پرېکړې هرکلی کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ترویکا په چوکاټ کې امریکا، روسیې، چین او پاکستان غونډه لرله او افغان حکومت ددغه هېوادونو له وروستي دريځ هرکلی کوي.

‏ناپېژانده وسله والو پکتیا کې یو قومي مشر په خپل کور کې وواژه.

: یوه امنیتي سرچینه وایي، ناڅرګندو وسله والو تېره شپه د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې د قومي مشر اکبر پاچا پر کور وسله وال برید کړی او نوموړی یې وژلی دی.

: ‏د مشرانو جرګې غړو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل غندلي دي. د مشرانو جرګې ګڼو غړو په نننۍ غونډه کې د خبرو پر مهال په هېواد کې وروستی تاوتریخوالی غندلی دی او طالبان یې تورن کړي چې ګواکي په بېلو پلمو هڅه کوي جګړې دوام پیدا کړي او تاوتریخوالی ډېر شي.

: ‏د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د افغانستان سیاسي مشران باید د سولې مذاکراتو څخه د ملاتړ په موخه له طالبانو سره خبرو ته حاضر شي او سره متحد دې شي او یا دې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته یوې ترخې جګړې ته په تمه پاتې شي.

: ‏تخار کې د سیمه ییزو پاڅونوالو یو تن قومندان پیرم قل ضیایي د وسله والو طالبانو په یو برید کې وژل شوی دی.د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي چې د سیمه ییزو پاڅونوالو دغه مشر او پخوانی جهادي قومندان پیرم قل ضیایي نن د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د سولې په پروسه کې پر راتلونکو ګامونو او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو پر رول خبرې اترې شوې دي.

: ‏هفته‌‌نامه تایمزِ لندن:

حامد کرزی رئیس جمهورِپیشین افغانستان،از سال ۲۰۰۷ تا ۲۰۱۴ میلادی،مبلغ ۶۰۰ میلیون دالر را برای تقویت طالبان از بودجه ملی افغانستان پرداخت کرده است

همچنان آقای کرزی ۵ مرکزِ آموزشی را در ولایت‌های هلمند، کندز،لوگر، فاریاب وننگرهار برای این گروه ایجاد کرده است.

: نن (یکشنبې د غوايي ۱۲مه) د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې له لسم تلین سره برابره ده.

لس کاله مخکې په دغې ورځ، د القاعده شبکې مشر په پاکستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

امریکا او ناټو چې د القاعده د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته راغلي وو، اوس خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کوي، خو افغان حکومت وايي چې تراوسه په افغانستان کې د القاعده شبکې ولې او ریښې وچې شوې نه دي او دغه شبکه له طالبانو سره په همغږۍ کې د افغانستان او نړۍ د راتلوونکي لپاره ګواښ رامنځته کړی دی. خو طالبان له القاعده شبکې سره هر ډول اړیکه ردوي.

د امریکا ولسمشر د بن لادن له وژل کېدو لس کاله وروسته تازه ویلي چې امریکایان په افغانستان کې خپل هدف ته رسېدلي دي. هغه د القاعدې خلاف جګړه کې د بري په اعلان سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شل کلنې جګړې د ختمېدو امر هم صادر کړ.

: ‏د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي طالبان اندېښمن دي، چې په اوربند سره به یې نظامي برخه منحل شي.

ضمیر کابلوف له «آر بي سي» په یوه مرکه کې وایي چې امریکا باید له طالبانو سره د توافق فورمول وړاندې کړي څو دا ډله له جګړه ییزو اقداماتو لاس واخلي.

‏دغه روسی دیپلومات وایي، چې طالبان اوسمهال په دوه لارې کې قرار لري هغه دا چې که په اوربند باندې توافق وکړي نظامي برخه به یې منحل شي او دویم دا چې په هغه صورت کې بیا د افغان حکومت پروړاندې د سولې خبرو کې قوي دریځ څخه خبرې نه شي کولی.

: آزاد خبریال طاهرخان: ‏پاکستان اعلان کړی چې د مي د ۵ څخه تر د ۲۰ مي به دي هيواد کې د کورونا وبا له امله افغانستان او ايران څخه د پياده مسافرو په داخلي بندیز وي ولي پاکستاني اړخ څخه د مسافرو په تلو بنديز نشته.د تجارتي ګاډو په تګ راتګ هيڅ بنديز نشته.افغانستان څخه  سختو مريضانو ته به هم د داخليدو اجازه وي.

: اردوغان امشب در جمع کارگران یک کارخانه در منطقه توزلا استانبول افطار کرد.

رئيس‌جمهور ترکیه در این ضیافت افطار که وزیر کار و تامین اجتماعی و وزیر صنعت و فناوری نیز حضور داشتند، با کارگران افطار کرد و به گفتگو با آنها پرداخت.

اردوغان همچنین طی سخنانی تصریح کرد به کسانی که می‌خواهند عرق مقدس کارگر در کشورمان را استثمار کنند، اجازه نخواهیم داد.

: میخائیل اولیانوف، نماینده دائمی روسیه در سازمان‌های بین‌المللی در وین با اشاره به اینکه گفتگوها در مورد اجرای کامل توافق هسته‌ای با ایران و بازگشت آمریکا به آن در مسیر درست است، گفت: محدودیت زمانی در این خصوص وجود ندارد اما برنامه‌ریزی می‌شود که تا سه هفته دیگر به یک جمع بندی برسد.

وی پس از نشستی که با حضور نمایندگان عالی‌رتبه روسیه، چین، آلمان، انگلیس، فرانسه انریکه مورا، معاون دبیرکل سرویس اقدام خارجی اتحادیه اروپا در خصوص توافق هسته‌ای با ایران (برجام) برگزار شد، اظهار داشت: اقدامات لازم در مورد لغو تحریمهای اعمال شده توسط ایالات متحده هنوز نهایی نشده و گروههای متخصص کار خود را در این راستا ادامه می‌دهند.

: ‏د وین د مذاکراتو په درېیم پړاو کې د ایراني لوري مرکچیانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، سره له دې چې د مذاکراتو بهیر ټکنی دی خو پرمختګونه پکې شته دي. دغه مذاکرات په غیر مستقیمه توګه د ایران او امریکا ترمنځ اټومي هوکړې ته د ورګرځېدو پر سر پيل شوي دي.

: ‏د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په لوګر کې وروستی موټربم برید په کلکو ټکو غندلی دی. هغه په یو لړ ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دا یو بې مانا برید، غیر انساني کړنه او وحشتناک عمل و.

: ‏امریکایي رسنیو راپور ورکړی دی چې تېره ورځ ناوخته د دغه هېواد په ویسکانسن ایالت کې یو وسله وال کس د ټوپک په ډزو اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. تر اوسه د پېښې اصلي علت معلوم نه دی، خو پولیسو ویلي چې دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

: ‏بلومبرګ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتلو ته په اشارې ویلي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو په پرېکړې سره وښوده چې د ویتنام له جګړې یې زده کړه نه ده کړې.

: ‏آخرین آمار ویروس کرونا در جهان:

رویدادهای مثبت: ۱۵۱,۷۷۴,۷۷۰

جان باخته‌گان: ۳,۱۸۸,۳۳۱

درمان شده‌گان: ۸۹,۶۱۰,۶۷۶

منبع: دانشگاۀ جان هاپکنس

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک