مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: نن د مې میاشتې لومړۍ نېټه ده چې د دوحې توافقنامې پراساس، له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتیرو د وتلو لپاره وروستۍ ورځ ټاکل شوې وه.
د دوحې توافقنامې پراساس، باید د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ټول بهرني سرتیري وتلي وای،خو د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی، چې امریکایي ځواکونه به د سپټمبر میاشتې تر ۱۱ پورې له افغانستان څخه ووځي.
طالبانو له وړاندې خبرداری ورکړی،چې که بهرني سرتیري پرټاکل شوې نېټه ونه وځي،نو دوی به یې پرضد بریدونه پیل کړي
✒: د کندهار پر هوايي ډګر برید شوی دی.
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند سوني لګید پرڅپله ټویتر پاڼه لیکلي، د کندهار پر هوايي ډګر برید شوی دی،خو چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وايي، د کندهار پر هوايي ډګر د برید په ځواب کې یې نن ماښام په یو دقیق هوايي بریدکې هغه راکټونه چې پر دې ډګر د توغیدلو لپاره تیار شوي وو له منځه وړي.
✒: طالبانو د افغان حکومت ۲۲ تنه سرتیري ازاد کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت یې نن مازديګر په غزني کې د حکومت ۲۲ تنه سرتیري آزاد کړي دي.
✒: ملي امنیت شورا وايي، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په وړاندیز او د ولسمشرپه منظورۍ ضیاء عاصي د امنیتي سکټور د اصلاحاتو او رهبري د انکشاف رییس وګومارل شو.
✒: د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي د بهرنيو ځواکونو پر وتلو سره د طالبانو په جنګي ليکو کې ځينو جنګياليو له جنګ لاس اخيستی او دا يې درک کړې چې له دې وروسته د جګړې دوام ناروا دی.
حمدالله محب: طالبانو پخوا ادعا کړې وه، چې که افغانستان کې دوی جګړه بس کړي له دوی پرته بله ډله ددې وړتیا نه لري، چې جنګ ته ادامه ورکړي، نو له دې ښکاري چې د لوګر پېښه کې دوی لاس لري.
✒: په کابل ښار کې د اکسیجن د یوه بالون د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي،د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند، لب جر سیمه کې یوه مازدا ډوله موټر د اکسیجن بالونونه انتقالول، چې یو بالون چاودلی او له امله یې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
✒: د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات وایي، په هلمند کې د ښوراب اډې څخه نن د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوه.
هغه زياتوي، ګرمسیر ولسوالۍ کې د دویر په نوم مرکز کې هم امریکایي ځواکونه شتون لري، چې ښايي تر یوې میاشتي له هغه مرکزه هم د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي.
✒: تېر کال په هېواد کې ۸۵۵ زره او ۳۹۵ ټنه کچالو تولید شوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، تېر کال د هېواد په ۵۳ زره او ۶۷۴ هکتاره ځمکه کچالو کرل شوي وه، چې د تولید کچه یې په بامیان، میدان وردک، لوگر، غور، هرات، فراه، بغلان، بلخ، فاریاب، جوزجان، ننگرهار او کندز کې ډېره وه.
✒: د کابل پولیس وايي، نا څرګندو وسله والو نن سهار د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د "محمود الرحمن حنیف" په نوم د یوه خصوصي پوهنتون استاد په ډزو وژلی.
✒: قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هغه راپورونه رد کړل چې ګنې طالبانو په تېر یوه کال کې د بهرنیو ځواکونو له پوځي مرکزونو څخه ساتنه کړې.
له دې وړاندې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی و، چې طالبانو په تېر څه باندې یوه کال کې د بهرنیو ځواکونو له پوځي مرکزونو څخه ساتنه کړې.
✒: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد: دا چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل د مې میاشتې له لومړۍ نيټې څخه ځنډېدلي، دغې سرغړونې طالبانو ته د "اشغالګرو" ځواکونو پر وړاندې د هر ډول مناسب اقدام کولو لاره خلاصه کړې ده.
مجاهد زیاتوي چې طالبان اوس په دې اړوند د خپل رهبر پرېکړې ته انتظار کوي.
✒: جنرال یاسین ضیا: پر ملکي وګړو بریدونه ښيي چې طالبانو د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې او افغان ځواکونو سره د مخامخ کېدو وړتیا نه لري.
✒: د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د مې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه افغانستان ته راتلونکی هر کس باید د کرونا PCR ټیسټ له ځان سره ولري.
✒: ناټو رسنیو ته منلې چې د سرتېرو ایستل یې پيل کړي دي.
ناټو وايي، له افغانستانه د ځواکونو ایستلو لړۍ یې پیل کړې او په خبره یې دغه پروسه به په سمه او همغږې توګه سر ته ورسوي.
د ناټو په وینا، د عسکرو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري، او د وتلو پرمهال به د طالبانو هر ډول برید د دوی له سخت غبرګون سره مخ شي.
یو تعداد رسنیو سره خبرو کې ناټو زیاته کړه چې له افغانستانه د عسکرو ایستلو بهیر به څو میاشتو کې بشپړ شي.
✒: انفجار ماین کنار جادهیی در غزنی جان یک کودک را گرفت و یک کودک دیگر را زخمی کرد.
منابع در روستای آرزو در مرکز غزنی میگویند، این انفجار چاشت امروز رخ داده و قربانیان آن هر دو برادر اند.
به گفته منابع، این دو کودک سال پار در یک رویداد مشابه پدر و مادرشان را نیز از دست داده اند.
✒: افغان حکومت د ترویکا غونډې د ګډونوالو له تازه پرېکړې هرکلی کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ترویکا په چوکاټ کې امریکا، روسیې، چین او پاکستان غونډه لرله او افغان حکومت ددغه هېوادونو له وروستي دريځ هرکلی کوي.
✒: د بګرام هوایي اډې په یوه محافظتي فرقه کې چاودنې ۲۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې دغه پېښه تېره شپه هغه مهال شوې ده چې افغان سرتېري په جومات کې د تراویح په لمانځه بوخت وو. په پېښه کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
✒: فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په هند کې د کرونا وبا ناروغانو په یو روغتون کې اورلګېدنې اتلس کسان مړه کړي دي. د راپور له مخې، په دې پېښه کې چې تېره شپه رامنځته شوې ده په پایله کې یې په روغتون کې بستر پر کرونا وبا اخته ۱۶ ناروغان او دوه روغتیا پالان مړه شوي دي.
✒: بنا بر اعلام منابع دیپلماتیک ترکیه٬ مولود چاووشاوغلو، وزیر امور خارجه کشور طی تماسهای تلفنی جداگانه با سراج الدین مهرالدین، وزیر امور خارجه تاجیکستان و روسلان کازاکبایف، وزیر امور خارجه قرقیزستان گفتگو کرد.
چاووشاوغلو در این تماسهای تلفنی ابراز امیدواری کرد مسئله میان دو کشور برادر با سهولت و از راههای مسالمتآمیز حل شود و حمایت لازم نیز از این دو کشور صورت خواهد گرفت.
وی همچنین در این گفتوگوها از امضا توافقنامه آتشبس میان دو کشور ابراز خرسندی کرد.
✒: توافق آتشبس میان قرقیزستان و تاجیکستان.
✒: به گزارش خبرگزاری رسمی تاجیکستان «خاور»، امامعلی رحمان، رئیس جمهور این کشور و سدیر جباروف ، رئیس جمهور قرقیزستان امروز شنبه بصورت تلفنی گفتوگو انجام دادند.
بر این اساس، طرفین در این گفتوگو درباره حوادث اخیر در مناطق مرزی میان تاجیکستان و قرقیزستان که روزهای 28 الی 29 آوریل سال جاری رخ داد، بحث و تبادل نظر کردند. همچنین آنها بر ضرورت حفظ آرامش و بازگرداندن نیروها و تجهیزات نظامی به محل استقرار خود تاکید کردند.
رهبران تاجیکستان و قرقیزستان همچنین درباره راههای سرعت بخشیدن به مذاکرات میان دوشنبه و بشکیک به منظور علامتگذاری مرزهای دو کشور تبادل نظر کردند.
✒: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي آستازي محمد صادق په خپل ټویټر لیکلي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د "چمن" لاره به سر له نن څخه د سوداګریزو توکو او ټرانزیټ پر مخ د ورځې ۱۸ ساعتونه خلاصه وي.
✒: امریکا، روسیې، چین او پاکستان له طالبانو غوښتي چې د پسرلنیو عملیانو له پیل ډډه وکړي.
اعلامیه کې دغه راز پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودل شوې او د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.
ګډه اعلامیه:((موږ ټینګار کوو چې د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په جریان کې به افغانستان کې جګړه او هېڅ دول ګډوډي نه رامنځته کېږي)).
ګډه اعلامیه همداراز راغلي چي د هغه حکومت ملاتړ نه کوو، چې د زور له لارې رامنځته شي.
امریکا، روسیې، چین او پاکستان په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان کې د هغه حکومت ملاتړ نه کوي، چې د زور له لارې رامنځته شوی وي.
✒: د روسیې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني سیاسي شبکه د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامله شوه.
راپورونه وايي، ناوالني چې اوسمهال په بند کې دی، د روسیې حکومت له لوري یې شبکه په دې موخه د ترهګرو نوملړ کې شامله شوې، چې له منځه یې یوسي.
د ناوالني شبکه په هغه نوملړ کې اچول شوې، چې د القاعدې او داعش وسله والې ډلې هم پکې شاملې دي.
