اشرف غني پاکستانی بنديان آزادوي او د حزب اسلامي او طالبانو بنديان ولې نه آزادوي؟
فيض الله جليلي
هسې یو څه مې ذهن ته راغلل هغه دا چې جمهور رئیس غني د پاکستان د هیئت په غوښتنه ټول پاکستاني اتباع چې د کابل په محبسونو کې پراته دي او ددوی په خبره القاعده پورې تړلي دي له بندیخانو آزادوي، مګر د حزب اسلامي بندیان چې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د توافقنامې په اساس باید وختي خوشي شوي وای، نه ازادوي. همدارنګه د طالبانو بندیانو ته هم د نه خوشي کیدلو لارې لټوي سره ددې چې ملک کې د سولې د راوستلو لپاره باید د حل لارې ولټول شي.
برعکس؛ پاکستان په افغانستان کې د خپلو اتباعو د خلاصون غوښتنه کوي، سره ددې چې د افغانستان د حکومت د ادعاء په اساس القاعده پورې تړلي دي او دواړه حکومتونه، پاکستان او آفغانستان ظاهرا" القاعده د خپلو حکومتونو دشمنان ګڼي، مګر د پاکستان د یوې ساینسدانې، ډاکترې عافیه صدیقي، څوک چې امریکا کې بندي وه، هیڅ پوښتنه هم ونه کړه. یعني دې کې څه دلیل ده چې پاکستان په آفغانستان کې د خپلو نرینه بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي خو امریکا کې د خپلو ښځینه بندیانو هیڅ حال هم وانه خیست؟
