No-IMG

ورور حکمتيار د سولې ولسي مجمع مشرتابه او پلاوي سره وکتل

تېره ورځ د حزب اسلامي امير ښاغلي حکمتیار د سولې ولسي مجمع له رئیس سيد محمد‌اکبر آغا او مشرتابه پلاوي سره وکتل،  پدې کتنه کې د ملي مسایلو ترڅنګ سولې ته د رسېدو پر لارو چارو هر اړخیزه بحث وشو، ښاغلي حکمتيار سولې ته د رسېدو لپاره د يو ځواکمن ملي محور د جوړېدو غوښتنه وکړه او وې ويل فقط همداسي يو مضبوط محور كولى شي افغانستان له دې بحران وژغوري، ښاغلي حکمتيار په ټولو هغو اسلامپالو او وطنپالو افغانانو چې له دې روان بد وضعيت ستومانه شوي غږ وکړ چې راشئ دا تشه ډکه کړو او لدې پرته د بحران د حل لپاره بل بديل نلرو، د سولې ولسي مجمع مشرتابه پلاوي سولې ته د رسېدو په برخه کې د ښاغلي حکمتيار د طرحې هرکلی وکړ او پدې برخه کې ئې د هراز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک