No-IMG

امريکا: له افغانستان څخه د خپلو وسايلو د لېږد او قرارادادونو ختمولو لړۍ پېل کړې

د امريکا د دفاع وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي «اسوشيټېد پريس» خبري آژانس سره په خبرو کې منلې چې پوځ يې له افغانستان څخه د وتلو تياری شروع کړی دی.

د ده په وینا، په همدې تړاو امریکا د مې مياشتي پر لومړۍ نېټه د ځواکونو ايستلو تر پيل دمخه له افغانستان څخه د خپلو تجهیزاتو او وسايلو په ليږدولو او له ځايي شرکتونو سره د خپلو قراردادونو د ختمولو لړۍ پېل کړې ده.

نوموړي همدا راز ویلي، امریکايي ځواکونو نه یوازې د خپلو تجهیزاتو په بيرته ليږدولو پېل کړی، بلکې له ځايي قرارداديانو سره يې د خپلو تړونونو په لغوه کولو هم پېل کړی دی.

یاد چارواکي تائید کړې چې امریکا تېرکال فبرورۍ مياشت کې د خپلو ځواکونو کوچنۍ اډې تړلې وې او اوس یوازې د ګوتو په شمار لویې اډې پاتې دي چې تړل به یې ستونزمن نه وي.

دا له هغه وروسته چې د روانې اپريل مياشتې په نيمایي کې د امریکا نوي ولسمشر بايډن اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه د ۲۰۲۱م کال سپتمبر میاشتې تر ۱۱ مې نيټې هېواد ته راستانه کړي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک