د افغانستان د څار لپاره د امریکا نېږدې اډه څومره زیانمنه ده؟
لمر شرفزوی
د دوحې د تړون له مخې باید ټولو بهرنيو ځواکونو د روان کال د مۍ د میاشتې تر لومړۍ نېټې په افغانستان کې ټول پوځي او استخباراتي حضور ختم کړی وای، خو د امریکا نوي حکومت د دوحې پر تړون پښې کېښودې او دغه موده یې د سپتمبر تر ۱۱مې وغځوله. د افغانانو لپاره د دوحې له تړون سره سم د مۍ تر پیله د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل یوه خوشالوونکې خبره ځکه وه، چې نور به د دوی په هېواد کې د بهرنیانو له لوري د چا کور نه پلټل کیدای او د ځوانانو وینې به نه تويېدې. افغانانو داسې ګڼله، چې د مۍ د لومړۍ نېټې له راتګ سره به دوی د امریکا او متحدینو د ظلمونو له هر ډول کړاوونو ازاد شي، خو د سپتمبر تر ۱۱مې د بهرنیانو د شتون د مودې غځولو هم افغانانو دومره اندیښمن نکړل، ځکه افغانانو نېږدې شل کاله د امریکا او متحدینو له لوري په وینو کې شپې کړي؛ دغه نیټه یې هم تقریباً د بهرنیانو له ظلمونو د خلاصون لنډه موده وبلله او تر ډېره یې پرې د خوښۍ اظهار وکړ، خو اوس تازه د امریکا د مرکزي قومندانۍ عمومي قومندان جنرال فرانک مککنزي د امریکا سنا مجلس ته ویلي، چې په داسې طرحه کار کوي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانستان له هوا وڅاري. که څه هم دا کومه نوې خبره نده. د اسلامي امارت په واکمنۍ کې هم امریکا پر دې توانېدلې وه، چې له ازبکستان څخه د پټې اډې په اخیستو د افغانستان مرکزي ځایونه او کسان له هوا وڅاري، خو پر دې نه وه توانېدلې، چې د کوم هدف لپاره یې چې د افغانستان پر خاوره پټ پروازونه ترسره کول؛ هغه هدف ترلاسه کړي.
د مککنزي پر وینا دوی به افغانستان ته نېږدې په کوم بل هېواد کې خپل یو شمېر ځمکني او هوایي ځواکونه ددې لپاره وساتي، چې که له افغانستانه دوی ته ګواښ متوجې وي او یا هم په افغانستان کې د دوی کوم دښمن پټ شوی وي، نو افغانستان ته په نېږدې اډه کې له مېشت کړو ځواکونو به ګټه اخلي او برید به پرې کوي. که څه هم د مککنزي پر وینا تر اوسه یې په دې اړه د افغانستان له کوم ګاونډي هېواد سره د امریکایي پوځیانو د مېشتولو لپاره د کومې اډې هوکړه نده شوې، خو دا کار ناممکن ځکه ندی، چې پر افغانستان د امریکا له یرغل وړاندې هم ازبکستان امریکا ته د هوا له لارې د افغانستان د څارلو لپاره اډه ورکړې وه. فکر کېږي، چې ازبکستان، تاجکستان او یا ترکمنستان به ددې اډې لپاره غوره کړای شي او یا هم پاکستان، خو دغه اډه که څه هم اوس مونږ ته ډېره وړه کیسه ښکاري، خو په اصل کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ له لوري دغه پلان په راتلونکي کې ډېرې بدې پایلې لرلی شي. له همدې اډې به افغانستان داسې تر کابو او سیاسي فشار لاندې وساتل شي، چې مجبوریتونه به افغانستان دېته اړ کړي، چې د دغې اډې له منځه د کوم احتمالي برید له وېرې به افغان سیاسیون په خپلو ګامونو کې پرېکنده او وړ خودمختاره نه وي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ دې ګام ته په کمه کتل ځکه ندي په کار، چې امریکا په ورته اراده د نړۍ په نورو هېوادونو کې په خپل سر بریدونه او یا عملیات کړي هم دي. په لیبیا کې د خپل سفیر د وژنې د پلان د طراح نیول همداسې یوه قضیه وه، چې د لیبیا له بهر څخه یې د لیبیا د حکومت په بې خبرۍ کې نظامي عملیات وکړل او د امریکا د سفیر د وژنې پلانوونکی یې له ځان سره یووړ.
په پاکستان کې پر شیخ اسامه نظامي عملیات هم له پاکستان څخه دباندې پلان او په کار واچول شول. له ګانډي هېواد افغانستان څخه د پاکستان خاورې ته د دوی له اجازې پرته د څو امریکایي څرخکو له ورتلو د پاکستان حکومت هغه مهال خبر شو، چې امریکایي چارواکو خپل پلان تکمیل کړی و. دغې کار د پاکستان خودمختاري او خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوسته.
د دغسې یوې اډې که څه هم فعالیت شاذ وي، خو پرېکنده وي او د یو هېواد خودمختاري تر پوښتنې لاندې راولي، نو که د افغانستان په ګاونډ کې هم دغسې یوه اډه شتون ولري او الله مه کړه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کومه ورځ ترې امریکا د افغانستان په داخل کې نظامي عملیات یا هوایي برید ترسره کړي، نو د افغانستان خودمختاري او خپلواکي به تر پوښتنې لاندې شي، چې دا کار په سیاسي فضا کې د یو خپلواک هېواد پر لمن تور داغ ګڼل کېږي.
