مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د هېواد په کچه تېر کال دوه زره او ۵۲۹ مټریک ټنه مرچ تولید شوي دي، چې له ډلې یې ۱۸۴ مټریک ټنه د دُلمې مرچ دي.
یاد وزارت زياتوي، تېر کال لغمان د څه باندې ۴۰۰ مټریک ټنو په تولید سره، د مرچو ډېرې کروندې درلودې.
✒: وسله والو کسانو هرات کې د ودونو د یوه تالار رییس وژلی.
پېښه نن ماسپښین د هرات ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د پېښې پخلی کړی، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
✒: کابل پولیس وايي، نن ماښام د کابل ښار د اتمې ناحيې اړوند کارته نو سیمه کې موټر پورې نښلول شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې دوه ماشومان چې سړک غاړې ته یې کراچي درلودې له یو بل تن سره ټپيان شوي.
✒: غني: طالبانو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان ملي بنسټونه ویجاړ کړي.
✒: ننګرهار کې د یوې پخوانۍ هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومانو خپل ژوند بايللی او یو بل ټپي شوی.
د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي، پېښه تېره ورځ د خوږیاڼو ولسوالۍ د بر بهار سیمې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
✒: د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر او سالنګونو کې د اورښت او سېلابونه راوتلو وړاندوینه کړې ده.
✒: نن غرمه مهال د زابل د ولایتي شورا پر رییس عطا جان حق بیان د ولایت مقام کې له یوې غونډې وروسته د والي د دفتر مخې ته چاودنه شوې.
امنیه قومندان محمد ویس صمیمي وايي، حق بیان چاودنه کې ټپي شوی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د صمیمي په وینا، چاودنه په چت کې د ځای پر ځای شویو لاسي بمونو له امله شوې او په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
✒: ملي اردو ځواکونو د بلخ په چهار بولک ولسوالۍ کې خپله قرارګاه پریښې.
✒: ولسمشر اشرف غني د هېواد په ۳۴ کې ولایتونو کې د ښوونکو لپاره ۱۱ زره نوي بستونه منظور کړل.
یاد بستونه نن رسما د اداري اصلاحاتو د کمیسیون له خوا اعلان ته وسپارل تر څو په شرایط برابر افراد ورته نوم لیکنه وکړي.
✒: یک آزمایشگاه وابسته به مشاور رییسجمهور مرکز انحصاری آزمایش کرونای مسافران را در میدان هوایی کابل ایجاد کردهاست.
در سندی که به طلوعنیوز رسیدهاست مسؤولان میدان هوایی بین المللی حامد کرزی از شرکتهای هوایی خواستهاند مسافرانی که به کشورهای عربی سفر می کنند تنها باید نتیجه آزمایش آزمایشگاهی را داشته باشند که مالک آن مشاور امور صحی رییسجمهور است.
اما رییس کمیسیون شکایتهای مجلس نمایندهگان میگوید که این تصمیم ریاستجمهوری انحصار کامل ازسوی یک شرکت است ونقض آشکار قانون پنداشته میشود.
خدیجه امین که چندی پیش از کابل به دبی سفر کرد میگوید با آن که در یکی از آزمایشگاههای خصوصی آزمایش کرونا داده بود اما مسؤولان شرکت هوایی در میدان هوایی از او خواستند که به غیر از نتیجه آزمایش کرونای آزمایشگاه سیتی ، آزمایش دیگری مدار اعتبار نیست.
✒: حکومت وایي چې د ترکیې په غونډه کې د جمهوریت د پلاوي نوملړ وروستی شوی.
د حکومت یو لوړپوړی چارواکی طلوع نیوز ته دغه خبر پخلی کوي او وایي چې پتیېل کېږي چې د ترکیې په غونډه کې د جمهوریت په استازیتوب ۱۵ تر ۱۷ تنو ګډون وکړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا هم د دغه نوملړ د بشپړېدو خبر مني، خو طالبان وایي چې د دغې ډلې پلاوی به هغه مهال دې غونډه کې ګډون وکړي چې امریکا د دوحې تړون په بشپړ ډول پلی کړي.
په داسې حال کې چې قطر، ترکیه ملګري ملتونو او امریکا د ترکیې په کنفرانس کې ګډون ته د طالبانو د راضي کولو پر هڅو بوخت دي. افغان حکومت د ترکیې په کنفرانس کې د جمهوریت د پلاوي د وروستي کېدو ډاډ ورکوي.
✒: یک شبکه شش نفری اختطاف گران در ولایت تخار بازداشت شد.
در خبرنامه ریاست عمومی امنیت ملی آمده است که سر دسته این گروه به نام منگل، پیش از این به جرم "اختطاف و فعالیتهای تخریبی و تروریستی" در زندان پل چرخی زندانی بود اما در میان زندانیان طالبان، از سوی حکومت آزاد شده بود.
✒: طالبانو ویلي چې دوی په استانبول ناسته کې د ګډون لپاره له یو شمېر هېوادونو سره خبرې اترې پیل کړې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی له امریکا، ترکیې او قطر سره په خبرو بوخت دي څو د ترکیې ناسته کې د ګډون په اړه یوې پایلې ته ورسېږي.
✒: آمریکا، پاکستان را به نشست مجازی تغییرات اقلیمی دعوت کرد.
✒: جلال خوشچهره، روزنامهنگار باسابقه ایرانی و کارشناس مسائل سیاسی و روابط بینالملل طی مقالهای ضمن تشریح اهمیت نشست استانبول برای آینده افغانستان، اظهار داشت: در نگاه دولت کنونی افغانستان نیز استقرار نظامیان ترکیه مشروعیت بیشتری نسبت به نظامیان غربی دارد. در این حال، دولت مرکزی افغانستان ممکن است حضور نظامیان ترک را به دیده وزنهای متعادل کننده میان پاکستان و هند بنگرد.
به گزارش روزنامه «ابتکار» ایران، وی در مقاله خود همچنین گفته است: درصورت تحقق چنین راهبردی، آنکارا یک گام دیگر در جهت گسترش ژئوپلیتیک خود برای افزایش وزن سیاسی این کشور در معادلات منطقهای و به تبع آن جهانی برخواهد داشت. ترکیه اکنون دسترسی قابل توجهی به مناطق شرق مدیترانه، شامات در جنوب، قفقاز و آسیای میانه در شرق دارد. آنکارا نشان داده است که استعداد خوبی در تبدیل ظرفیتهای ژئوپلیتیک خود به امتیازهای استراتژیک دارد.
✒: ګارډین ورځپاڼې د یوه پخواني پوځي، سایمون ډیګېنز له قوله ویلي چې د طالبانو د ځواک د مهارولو لپاره په کار ده چې افغان دولت پیاوړی شي او له افغان ځواکونو سره اړینه مرسته وشي.
✒: نشنل انټرسټ خپرونې په یوه لیکنه کې ویلي چې امریکایان اوس له ترهګرۍ ډېر نژادي تبعیض، جنایي جرمونو، بې کارۍ او اقلیمي بدلون ته اندېښمن دي.
✒: د ایپوچ ټایمز د یو راپور په خپرولو سره له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د لومړیتوبونو په اړه راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي، د افغانستان امنیتي ادارې باید غیر سیاسي وساتل شي.
✒: سکاټ موریسن: د روان کال تر پایه خپل سرتېري وباسو.
د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ویلي چې د روان کال تر پایه له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي.
دا مهال اسټرالیا په افغانستان کې ټول اتیا تنه سرتېري لري.
✒: پاکستان: طالبان خپلې پرېکړې په خپله کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې طالبان خپلې پرېکړې په خپله کوي او زیاتوي چې موږ به هڅه کوو تر څو طالبان هغه څه ته حاضر او قانع کړو کوم کې چې د دوی ملي ګټې نغښتې وي.
قریشي همداراز له طالبانو غوښتي چې د سولې روان بهیر جاري وساتي او برخه پکې واخلي.
✒: د افریقايي هېواد چاد ولسمشر ادریس دیبي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ټپي شوی وه، نن ومړ.
د یاد هېواد پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر د خپل ژوند وروستۍ اوونۍ له "یاغیانو" سره په جګړه کې تېره کړه او د هېواد د ساتنې په لاره یې خپل ژوند قرباني کړ.
