No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د امریکا ولسمشر په افغانستان کې جګړه پای ته نه رسوي بلکه له دې وروسته یې امریکایي جنګي قرارداد یانو ته سپاري.

‏کورډ اکشن مجلې په یوه تازه راپور کې ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د اېستلو په اړه د جوبایډن پریکړه د عامه اذهانو د تېر اېستلو لپاره ده، ځکه نوموړی د جګړې د پای ته رسېدو اراده نه لري او د جنګ د دوام لپاره افغانستان کې زرګونه جنګي قرار دادیان پریږدي.

‏د دې راپور پراساس، له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته به افغانستان کې د پنټاګون قراردادیان، ځانګړي ځواکونه او استخباراتي کارکوونکي پاتې وي.

‏د دې راپور پراساس، سره له دې چې امریکا وایي افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتیري لري، خو برعکس دا مهال افغانستان کې د سي ای اې زرګونه کارکوونکي، چې په عصري وسلو سمبال دي حضور لري  او له دې وروسته به جګړه هغوی پرمخ وړي.

: نماینده گان ترکیه، قطر، امریکا و سازمان ملل متحد برای شکستن بن بست مذاکرات صلح در دوحه از چند روز بدینسو با نماینده گان طالبان نشست هایی داشته اند.

منابع نزدیک به طالبان می‌گویند که طرف‌ها برای ایجاد اعتماد میان امریکا و طالبان می‌کوشند و در این راستا پیشرفت‌هایی نیز، به دست آمده‌اند

به باور این منابع، نماینده‌گان امریکا، قطر، سازمان ملل متحد و ترکیه می‌کوشند تا به طالبان اطمینان دهند که تا یازده‌هم ماه سپتامبر تمامی تعهدات توافق‌نامۀ دوحه عملی شوند، اما در مقابل از این گروه نیز می‌خواهند که مذاکرات را از سر بگیرند و برای برگزاری معنا دار نشست ترکیه سهم بگیرند.

: ‏نن مازدیګر د کندهار د لومړۍ حوزې اړوند د یوې پوستې قوماندان په موټر چاودنه شوې.

ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چاودنه د کندهار ښار لومړۍ حوزې اړوند شهیدانو چوک ته څېرمه د یادي حوزې د یوې پوستې قوماندان شکیب موند په موټر شوې، چې په دې پېښه کې نوموړی سخت ټپي شوی دی.

: ‏د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم د مولوي نیک محمد رهبر وژل تایید کړل.

والي وايي: «د ننګرهار لپاره د طالبانو يو مهم نظامي قوماندان مولوي نیک محمد رهبر  نن مازیګر ناوخته د پيښور حاجي کیمپ سيمه کې وژل شوی او د ښاري شبکې مسؤل عزيزالله مشهور په مصطفی په ګډون يې دوه ملګري ټپيان شوي

‏دا په څه کم دوو میاشتو کې د طالبانو دریم مهم قومندان دی چې په کوزه پښتونخوا کې وژل کيږي.

: ‏سږکال په هېواد کې ۱۷۳۷ لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړېږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي،  دغه پروژې په ننګرهار، فراه، جوزجان، بادغیس، هرات، لوګر، کابل، بغلان، پروان او بلخ ولایتونو کې پلي کېږي.

: ‏ادارۀ هوانوردی ملکی طی نامه‌ای به ناتو اعلام نموده است که این اداره آمادۀ پذیرش مسئولیت تمامی امور کنترول ترافیک هوایی در میدان هوایی بین‌المللی حامد کرزی است.

این اداره می‌افزاید که خرسند می‌شود تا اول ماه می تمامی مسئولیت‌های کنترول ترافیک هوایی را به این اداره انتقال نمایند.

: ‏د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هند له سفیر رودرندرا ټنډن سره کتلي او پر دوه‌ اړخیزو مسایلو یې خبرې کړي.

د ملي امنيت شورا وایي په کتنه کې هوکړه وشوه چې هند او افغانستان به د ملګرو ملتونو له خوا پر طالبانو او نورو وسله والو ډلو د بندیزونو د جاري ساتلو لپاره مشورې روانې وساتي.

: ‏وسله وال برید سرپل کې د یوې کورنۍ څلورو غړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني شمشاد نیوز ته وویل چې وړمه شپه یو وسله وال کس په سرپل ښار کې یوه کور ته دننه شوی، دوه مېرمنې یې په ډزو وژلي او یو نارینه او یوه میرمن یې ټپیان کړی دي.

‏هغه وویل، په وژل شویو کې د سرپل ولایت د هندبال ټیم کپتانه ۱۹ کلنه نوریه تابش هم شامله ده.

د اماني په خبره قاتل د دغې کورنۍ خپلوان و او دغه پېښه هم د کورني تاوتریخوالي له امله رامنخته شوې ده.

: ‏اشرف غني: امریکا او ناټو سره مو دوه اړخیزه امنیتي تړون پر خپل ځای دی، د امریکا ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او دغه راز د ناټو عمومي سرمنشي ډاډ راکړی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې لپاره اوږدمهاله پلانونه په نظر کې لري.

: ‏د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون: د ۱۴۰۰م کال وري میاشتې له یویشتمې نيټې څخه تر شپږویشتمې نیټې پورې د وسله والو بریدونو او سړک غاړې ماین چاودنو پایله کې ۷۹ تنه ملکي وګړو ژوند بایللی.

د کمیسیون په وینا ، یاد شمېر کسان په فراه، پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې وژل شوي دي.

: کمیسیون مستقل اصلاحات اداری از تورم تشکیلاتی در برخی از نهاد های دولتی سخن می‌زند و می‌گوید که بررسی‌ها برای کاهش تشکیلات برخی از این نهادها آغاز شده اند.

کمیسیون مستقل اصلاحات اداری شمار تشکیلات نهاد های رسمی حکومت را بیش از چهار صدو سی هزار و شمار تشکیلات قرار دادی را نیز در حدود بیست هزار می داند و می گوید که شماری از اداره های دولتی نیاز به تغییراتی تشکیلاتی دارند.

احمد مسعود توخی رییس خدمات ملکی کمیسیون مستقل اصلاحات اداری و خدمات ملکی، گفت: «جز اولویت‌های دولت افغانستان و کمیسیون اصلاحات اداری است که بست های اضافی را شناسایی بکند و اقدام به تنقیض و کم ساختن آن کند.»  

: چهار تن از افسران پولیس بلخ به اتهام فساد مالی و اداری بازداشت شده‌اند. سندی که به طلوعنیوز رسیده‌است نشان می‌دهد که این افراد از سوی ریاست مبارزه با جرایم سنگین وزارت داخله گرفتار شده‌اند.  

منابعی به طلوع‌نیوز می‌گویند که سیدبشیر سادات، مدیر لوژستیک، اظهارالحق، آمر اعاشه، فضل‌الدین، آمر اکمال روغنیات و زمری اکرام‌زاده، معاون تامینات غرض نظارت و نگهداری به آمریت نظارت‌خانه فرماندهی پولیس کابل فرستاده شده‌اند.  

: د ولسي جرګې رییس او د دغې جرګې ځينو وکیلانو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د استانبول کنفرانس کې د ګډون لپاره پر طالبانو  فشار راوړي.

بل خوا د ولسي جرګې د بشر حقونو او ښځو کمېسیون هم په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د خلکو د باور د خپلولو لپاره دې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل:«د سیمي له اغېزناکو هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړو چې د ترکیې غونډې په درشل کې طالبان وهڅوي چې په دغې غونډه کې ګډون وکړي

: ‏د هوايي دهلیز د کار له په ټپه درېدو سره د غالیو صادراتو کې ۹۰ سلنه کمښت راغلی.

: ‏احمدجاوید بشارت، سخنگوی پولیس بغلان می‌گوید که درحملۀ طالبان شب گذشته بر فابریکه قند درولسوالی بغلان مرکزی این ولایت، ۲ پولیس جان باختند و ۵ تن دیگر، زخم برداشته‌اند.

او افزود که درگیری میان نیروهای امنیتی و طالبان تا بامداد امروز ادامه داشت و به طالبان نیز، تلفات وارد شده‌است.

: ماریا زاخارووا، سخنگوی وزارت امور خارجه روسیه در گفت‌وگو با یک شبکه‌ تلویزیونی به ارزیابی اقدام اخیر کشورهای اروپایی در اخراج دیپلمات‌های روس پرداخت.

وی درباره اخراج 18 دیپلمات روس از چکیا، اظهار داشت: روسیه نیز در اقدامی متقابل تصمیم به اخراج 20 دیپلمات سفارت چکیا در مسکو اتخاذ کرد.

زاخارووا افزود: مجازات چکیا عظیم خواهد بود. این اقدام، ضربه‌ای به روابط دوجانبه و ماموریت دیپلماتیک خودشان است.

: سخنگوی حزب عدالت و توسعه ترکیه در مورد اظهارات وزیر امور خارجه یونان: اتهام زنی کوته‌بینانه و غیر محترمانه به دولت و مردم ترکیه، به عنوان یک نمونه ناشایست در تاریخ دیپلماسی درج خواهد شد.

سخنگوی حزب عدالت و توسعه ترکیه: نیروهای گارد ساحلی یونان با ریختن بنزین روی (پناهجویان) و آتش زدن آنها درصدد انجام قتل‌عام هستند.

چلیک: (اظهارات دندیاس) برای نخستین بار شاهد شدیم که یک وزیر هنگام سخنرانی در مورد حاکمیت، به جای کشورش در مورد (حاکمیت) اتحادیه اروپا صحبت می‌کند.

: ‏د امریکا د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مک‌ماسټر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په بشپړه توګه غلطه پرېکړه بللې ده. نوموړي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې زیاته کړې چې له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو په اړه به د ولسمشر بایډن پرېکړه یو بشپړ ناورین ته لار اواره کړي.

: ‏له پاکستانه خپرېدونکې ورځپاڼې اکسپریس ټربیون په یوه لیکنه کې ویلي چې که چېرته وضعیت همداسې دوام پیدا کړي او د تاوتریخوالي کچه کمه نه شي له امکانه لرې نه ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به په وروستیو شیبو کې هم پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

: ‏کورډ اکشن مجلې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د بایډن وروستۍ پرېکړې ته په اشارې یو راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي چې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې جګړه پای ته نه رسوي بلکه له دې وروسته یې امریکایي جنګي قرارداد یانو ته سپاري.

: ‏د هیل نشریې راپور ورکړی دی چې پرون ناوخته د امریکا په اوهایو ایالت کې په یو برید کې اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اوهایو ایالت د کلمبوس ښار د چارواکو له قوله؛یو وسله وال کس تېره ورځ ناوخته په یو سوپر سټور کې پر خلکو ډزې کړې چې په پایله کې یې ۱تن وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

: ‏امریکا وایي ایران ته به هېڅ راز مخکینی امتیاز ور نه کړي. د ولسمشر جو بايډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په خپله تازه مرکه کې د ایران په اړه ویلي چې دغه هېواد ټولې سیمې ته خطرناک دی او امریکا باید ډاډ تر لاسه کړي چې ایران خپلو هوکړو ته ژمن پاتې کېږي.

: ‏رهبران مذهبی پاکستان، خواهان اعتصاب سراسری در پشتیبانی از تحریک لبیک پاکستان (تی ال پی) شده اند.

در درگیری‌های روز یک شنبه میان هواداران این تحریک و پولیس در شهر لاهور، کم از کم ۳ تن از معترضان کشته شدند و ۲۰ تن دیگرشان زخم برداشته اند.

‏یازده پولیس که در جریان این درگیری ها گروگان گرفته شده بودند، پس از گفتگوها رها شدند.

رهبر این تحریک در بند پولیس است.

تحریک لبیک پاکستان به علت پخش کاریکاتورهای توهین آمیز به پیامبر اسلام در فرانسه، خواهان اخراج سفیر فرانسه از اسلام آباد است.

: ‏د بهرنیو رسنیو د راپورنو له مخې، نن د امریکا په لوییزیانا ایالت کې یوه وسله وال تن پنځه تنه ټپیان کړل.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درېیمه پېښه ده چې په امریکا کې رامنځته کېږي.

پرون هم د دې هېواد په انډیانا ایالت کې یوه وسله وال کس اته تنه په ډزو ووژل او بیا یې ځان وژنه هم وکړه.

: ‏اتحاد جهانی علماء اسلام طی قطعه نامه‌ای از حکومت افغانستان و طالبان خواستار توقف جنگ به ویژه در ماه رمضان گردیده‌است.

‏اتحاد جهانی علماء اسلام در یک قطعه نامه‌ گفته است:  «این اتحاد توقف جنگ و کشتار در میان مسلمانان را مطالبه می‌کند، چون جنگ افغانستان تنها مردم آن‌را نابود می‌سازد. گناه کسی که مؤمن را عمدا به قتل می‌رساند، از هیچ کسی پوشیده نیست

: ‏د پاکستان کورنیو چارو وزیر وایي تحریک لبیک یرغمل امنیتي ځواکونه خوشي کړي دي.

د نوموړي په خبره، دغه بې قانونه غورځنګ د یکشنبې په ورځ دا پولیس په لاهور کې نیولي وو.

نوموړی وايي، د حکومت او دې غورځنګ ترمنځ به د دوشنبې په ورځ د خبرو بل پړاو پیل شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک