مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حزب اسلامي افغانستان رهبر ښاغلی حکمتیار نن یوې خبري ناستې ته: له افغانستانه د امریکايي سرتېرو په ایستلو کې ځنډ د لوژستیکي ستونزو له امله نه، بلکې د سیاسي دلایلو له امله رامنځته شو.
هغه وايي، د امریکايي ځواکونو له لوري د سرتېرو ایستلو وروستۍ پرېکړې د استانبول غونډه له خطر سره مخ کړه.
په طالبانو غږ کوم چې که د جګړې پای ته رسېدل غواړئ، له افغانانو سره خپل مذاکرات مه قطعه کوئ، بلکې دوام ورکړئ.
هغه وایي، که طالبان له مذاکراتو په شاه شول، دوی به د ټولو افغانانو د غوښتنې خلاف عمل کړی وي.
له طالبانو او نورو ډلو غواړم چې د استانبول ناسته کې ګډون وکړي او د افغانستان شل کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
ملي اردو او امنیتي ځواکونه باید په خپل حال پاتې شي او د ډاکټر نجیب د وخت ترخه تجربه یو ځل بیا تکرار نه شي.
افغانستان کې ایتلافي حکومتونه نتیجه نه ورکوي او باید غیر ایتلافي حکومت رامنځته شي.
حکمت یار: باید داسې انتقالي حکومت رامنځته شي چې موده یې له یوه کاله زیات نه وي، تر څو آزادو او بې طرفه ټاکنو ته لاره هواره کړي.
هغه وایي، انتخاباتي قانون کې باید تعدیلات راشي
امریکا باید خپل ۵۰ سلنه سرتېري مې میاشت کې او پاتې نور سپټمبر میاشت کې له افغانستانه وباسي.
ښاغلی حکمتیار ټینګار وکړ چې امریکا باید ژمنه وکړي چې نور به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
✒: طالبان: ولس له ټاکنو سره پرېکون کړی او باور نه ورباندې کوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو برخلیک په بهر کې ټاکل شوی او ولس نور په دغه شان ټاکنو باور نه کوي.
د هغه په وینا، افغانان په هغو پروسو کې نور ګډون نه کوي چې د شخصي او ګوندي ګټو د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي.
نعیم زیاته کړې، هغه ټاکنې چې د ۳۵ میلیونه خلکو له ډلې یواځې ۸۰۰ زره خلک ګډون پکې وکړي، ولس ته د منلو نه دي او ګډون نه پکې کوي.
نوموړي ویلي چې د ستونزو د حل لپاره له ټاکنو پرته نورې لارې چارې هم شته چې باید استفاده ورڅخه وشي.
✒: د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د هند د بهرنیو چارو وزیر جیشنکر سره پر دوه اړخیزو همکاریو او پر افغان سولې خبرې کړې دي.
✒: د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په بازار کې د هاوان درې مرمیو لګېدو له امله دوه کسان وژل شوي او له لسو ډېر ټپیان دي.
د بلخ ولسوالۍ ځایي اوسېدونکي وایي، نن درې بجې هغه مهال چې خلک په بازار کې پر خپل کاروبار بوخت وو، درې هاوانونه د مزار بندر سیمه کې ولګېدل.
په ورته مهال، یوه امنیتي سرچینه وایي چې دغه پېښه کې د یوه نهه کلن ماشوم په ګډون ۲ تنه ملکیان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان دي.
✒: د لغمان سلګونه اوسېدونکو د دغه ولایت د والي رحمت الله یارمل خلاف لاریون کړی.
لاریون کوونکو چې د کابل- جلال آباد لویه لاره یې تړلې، والي په چارو کې پر پاتې راتلو تورنوي او د ګوښه کېدو غوښتنه یې کوي.
✒: تخار کې څلور ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي، پنځه ټپيان دي.
یوه امنیتي سرچینه وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د تخار مرکز اړوند ترمه بايي سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته برید کړی چې پایله کې یې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې څه نه وايي.
✒: فاریاب کې یوه امنیتي پوسته طالبانو ته سپارل شوې.
د فاریاب یوې معتبرې امنیتي سرچینې شمشاد ته وویل چې د ګرزیوان ولسوالۍ یوه مهمه کمربندي پوسته تېره ورځ د دغې پوستې د قوماندان "نجیب" لخوا طالبانو ته سپارل شوې.
د سرچینې په وینا دغه پېښه کې دوه سرتېري وژل شوي هم دي.
د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب وایي چې دغه پوسته د قوماندان نجیب لخوا د طالبانو سیمه ییز قوماندان "ملا نسیم" ته چې زوم یې هم کېږي له وسلو سره سپارل شوې ده.
د فاریاب امنیتي مسوولینو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
✒: در یک انفجار موتر بم گذاری شده در ولایت هرات سه تن از نیروهای امنیتی جان باختند.
وحید قتالی والی هرات میگوید که این انفجار شب گذشته در نزدیکی یک پاسگاه پولیس در منطقه بازارک ولسوالی زنده جان، رخ داد.
✒: رجب طیب اردوغان، رئيسجمهور ترکیه که به صورت آنلاین در مراسم افتتاح پل «حسنکیف» در استان باتمان شرکت کرده بود، در سخنانی با اشاره به اینکه ترکیه به اقدامات و خدمات سیاسی نیاز دارد، اظهار داشت: با این اندیشه با آثار و سرمایهگذاری و خدماتمان مُهر و نشان خود را در سراسر کشور به جا میگذاریم و سال 2021 را به سالی شکوهمند برای کشور و ملتمان تبدیل خواهیم کرد.
وی با بیان اینکه این پل ارتباط بین شهرهای باتمان، ماردین و دروازه مرزی هابور را فراهم کرده و تأثیر مهمی در رشد تجارت منطقه خواهد داشت، افزود: به تنگ نظرانی که به بحران، آشوب و آشفتگی کشورمان چشم دوختهاند، مجال نخواهیم داد. با تمام توان در تلاشیم تا پرچمی که از دولتمرد میهن پرستی چون مرحوم اوزال تحویل گرفتهایم را همیشه برافراشته نگه داریم.
✒: عمران خان، نخستوزیر پاکستان طی مطلبی در حساب رسمی خود در توئیتر از کشورهای اروپایی که اظهارنظرهای منفی در مورد هولوکاست را ممنوع کردهاند خواست تا استانداردهای مشابهی را در برابر کسانی که عمدا به پیامبر اسلام و مسلمانان توهین میکنند، نیز اجرا کنند.
وی ضمن اینکه خواستار مجازات این افراد شد، تصریح کرد: حضرت محمد جایگاه ویژهای در بین مسلمانان دارد و توهین و بی احترامی به وی برایمان قابل پذیرش نیست.
گفتنی است امانوئل ماکرون، رئیسجمهور فرانسه روز 21 اکتبر جاری طی اظهاراتی اعلام کرد که فرانسه همچنان به انتشار کاریکاتورهای توهین آمیز علیه پیامبر اسلام (ص) ادامه خواهد داد که این موضوع با واکنش تند مسلمانان مواجه شد.
✒: هند په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او هدفي بریدونو په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي.
✒: امریکا وایي د سرتېرو د وتلو په موده کې یې که پر ځواکونو هر ډول ترهګریز برید کېږي نو له سخت او قوي ځواب سره به مخ شي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي د بایډن ادارې د ټولو اړخونو تر سنجولو وروسته د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده.
✒: اندونیزیایي چارواکو هغه دوه کمپیوټري غله نیولي چې د امریکا د کرونا ویروس لپاره د مرستو د پروګرام څخه یې لږ تر لږه ۶۰ میلیونه ډالر غلا کړي وو. دا پیسې د کرونا ویروس د مرستو د پروګرام هغه برخه وه چې د کرونا وبا له امله بې روزګاره شویو امریکایانو ته ځانګړې شوې وې.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن افغانستان او بلجیم ته خپل وروستی سفر ګټور بللی دی.نوموړي په څو ټویټ پیغامونو کې افغانستان او بلجیم ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بللی او زیاته کړې یې ده چې متحده ایالات او ناټو به له وتلو وروسته هم د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.
✒: نېشنل ریویو خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې یو مطلب خپور کړی دی. مطلب کې راغلي چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو په اړه د ولسمشر بایډن پرېکړه خورا خطرناکه ده.
✒: د امریکا ولسمشر جو بایډن په دغه هېواد کې وروستیو وسله والو بریدونو ته په اشارې ویلي چې په متحده ایالاتو کې له ګرمو وسلو استفاده ملي شرم دی. نوموړي زیاته کړې چې د امریکا کانګرس باید په دې اړه جدي اقدامات وکړي.
✒: د دوو امریکایي پوهنتونونو له لوري په یوه ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ۱۴۱ زره کسان وژل شوي او تر ننه پورې دغه جګړه امریکا ته په ۲.۲۶ ټریلیونه ډالر تمامه شوې ده.
✒: نیوزویک مجلې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د جو بایډن پرېکړې ته په اشارې یوه لیکنه خپره کړې ده. لیکنه کې راغلي چې بایډن له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو په اړه ښه پرېکړه کړې ده او باید د پوځیانو ایستل په هیڅ صورت ونه دروي.
✒: در آستانۀ برگزاری نشست استانبول دربارۀ صلح افغانستان، سفیر اتحادیه اروپا میگوید که اگر طالبان میخواهند از کمکهای جامعۀ جهانی برخوردار شوند، فرصت پیشآمده را برای صلح باید جدی بگیرند و در نشست ترکیه شرکت کنند.
با این هم اندرس وون برندت، سفیر اتحادیۀ اروپا که امروز شنبه در یک نشست در کابل سخن میزد، ابراز امیدواری کرد که طالبان در نشست استانبول شرکت کنند.
او افزود: «امیدواریم که طالبان فرصتی را که با نشست استانبول پیشنهاد شدهاست از دست ندهند. در پنج سال گذشته، مسالۀ صلح افغانستان هیچگاهی مانند هفتههای اخیر داغ نبودهاست. این تغییر میآورد. از همینرو زمانی برای از دست دادن وجود ندارد. اگر طالبان میخواهند که بخشی از حکومت در افغانستان باشند، از کمکهای توسعهیی و کمکهای انسان دوستانه ما برخوردار شوند، بهتر است که مذاکرات جدی را آغاز کنند.»
✒: امریکا د خپلو سرتېرو تر بشپړ ایستلو مخکې افغانستان ته نور سرتېري رالېږي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د خپلو سرتېرو د خوندي ایستلو په موخه د سپټمبر میاشتې له یوولسمې ڼیټې وړاندې افغانستان ته نور سرتېري استوي.
پنټاګون د سرتېرو د استولو نیټه او کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.
✒: لرغونپوهانو په مصر کې تر ټولو لرغون ښار موندلی، چې تاریخ یې ۳۰۰۰ کاله وړاندې د "فرعونیانو زرینې" دورې ته رسېږي.
✒: ایراني چارواکي وایي چې د دې هېواد په نطنز اټومي تاسیساتو کې د رامنځته شوې چاودنې عامل یې پېژندلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.
ایراني چارواکي وایي، د پېښې عامل رضا کریمي نومیږي، ۴۳ کاله عمر لري او له ایران څخه په تېښته بریالی شوی دی.
اوونۍ وړاندې د ایران د نطنز د یورانیمو بډاینې په تاسیساتو کې چاودنه رامنځته شوه، چې ایران یاده چاودنه تروریستي برید او د اسراییلو کار وباله.
