حکمتیار: طالبان اوربند په څو مهمو شرائطو پوري مشروط كړئ
1-د كابل حكومت تعويض او داسي حكومت ته د اقتدار انتقال چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.
2-د بهرنيو ځواكونو د وتلو د داسي لړۍ عملاً پيلېدا چي نيمايي د مې په مياشت كي ووځي، د پاته برخي نيمايي په ورپسې مياشت كي او همداسي ټول د سپتمبر تر مياشتي وړاندي. خو مشروط په دې چي دا ځواكونه به په دې موده كي ټول جنگي او استخباراتي فعاليتونه په بشپړه توگه ودروي او د هېواد په چارو كي به له هرراز لاسوهني او مداخلې ډډه كوي.
3-د ټولو هغو زندانيانو فوراً او په بشپړه توگه خوشي كېدا چي په تېرو شلو كلونو كي د سياسي او نظامي فعاليتونو په تور نيول شوي.
4-د أمريكا له تور فهرست د ټولو هغو افغانانو نومونه حذفول چي د أمريكا له حضور سره د مخالفت له كبله په دې فهرستونو كي نيول شوي.
5-د جنگي خسائرو د غرامت تضمين شوې ژمنه؛ د ټولو هغو هېوادو له لوري چي په تېرو شلو كلونو كي او د نظامي تجاوز له كبله ئې افغانانو او افغانستان ته مالي او ځاني زيانونه رسولي؛ دا هغه څه دي چي د دوحې په تړون كي له پامه غورځول شوى؛ اوس ئې ښه فرصت دئ چي پرې ټينگار وشي
