مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د افغانستان بانک رییس اجمل احمدي هڅه کوي د افغانستان ذخایر، چې نورو هیوادونو کې خوندي او امانت دي د افغانستان بانک ته را انتقال کړي.
د ولسي جرګې غړی صدیق احمد عثماني وایي داسې کره اطلاعات ورته رسیدلي چې اجمل احمدي نورو هیوادونو کې د افغانستان ذخایرو یوه برخه د افغانستان بانک ته را انتقال کړي چې دا کار ښايي د یوې سترې مالي فاجعې د رامنځ ته کېدو سبب شي.
په ورته مهال نوموړی د ولسي جرګې له اداري پلاوي غواړي څو نړیوالو هیوادونو ته روښانه کړي چې اجمل احمدي په قانوني توګه د افغانستان بانک رییس نه دی او د ذخایرو د انتقال واک نه لري.
✒: امنیتي سرچینې وايي چې نن مازدیګر ناوخته د جلال اباد ښار د لغمان هډې ته څېرمه د ځای پرځای شوي ماین چاودنې یو کس وژل او دوه تنه نور یې ټپيان کړي دي.
✒: یوناما: ۵۷۳ غیرنظامی در سال روان میلادی در خشونتها در افغانستان جان باختهاند.
✒:میررحمان رحمانی، رییس مجلس نمایندهگان دربارۀ اعلام خروج نیروهای امریکایی از افغانستان، میگوید: "خروج نیروهای خارجی از افغانستان خواست دیرینۀ مردم افغانستان است، اما با در نظرداشت وضعیت امنیتی کشور، شرایط خروج این نیروها تا هنوز فراهم نشدهاست."
رحمانی افزود: "خروج نیرو های خارجی در شرایط کنونی میتواند منجر به بدتر شدن اوضاع و جنگ داخلی شود."
✒: رئیس جمهور غنی امروز با بهادر امینیان، رویندرا تندن و خانم الیسون بلیک سفرای کشورهای ایران، هند و بریتانیا به گونه جداگانه در قصر گلخانۀ ارگ دیدار کرد.
دراین دیدارها درخصوص پیشرفت روند صلح بحث و تبادل نظرصورت گرفت وبر تامین صلح وثبات عادلانه وپایدار درافغانستان،تاکید گردید.
✒: د لوګر پر امنیه قوماندانۍ له نامالوم لوري پنځه راکټونه ویشتل شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي وایي چې نن له ماسپښین وروسته شاوخوا درې بجې له نامالوم لوري پر امنیه قوماندانۍ د BM1 پنځه راکټونه ویشتل شوي چې یو یې د قومانداني په انګړ کې لګېدلی دی.
احمدي زیاتوي چې د دغه راکټونو له امله یو پولیس لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
✒: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د طالبانو غوښتنه داده چې د دوحې تړون له مخې ټول بهرني ځواکونه په ټاکلې وخت له افغانستانه ووځي.
هغه وایي، د دوحې تړون ته پابندي وشی، نو پاتې ستونزو ته به هم د حل لار برابره شي.
مجاهد زیاتوي: «که توافقنامې ته التزام و نه شي، بهرني ځواکونه په ټاکلي وخت زموږ له هېواد څخه و نه وځي، يقينا چې ستونزې به زياتېږي او بيا به يې مسئوليت د هغه لوري په غاړه وي چې توافقنامې ته التزام نه کوي.»
✒: د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، بدخشان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، غور، دایکندي، غزني، بامیان، میدان وردک، پکتیا، لوګر، کابل ولایتونو او سالنګونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو وړاندوينه کړې ده.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي په فراه کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی.
حامد کرزي په خپل ټویټ کې دا پېښه د بشر ضد جنایت یاد کړی چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
د نوموړي په وینا، روانه جګړه د پردیو په ګټه ده او دواړه اړخونه دې د پردیو ګټو په خاطر یو بل نه وژني.
✒: قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، تر هغې چې ټول بهرني ځواکونه له هېواد نه وي وتلي، طالبان په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پريکړه په کې کېږي.
✒: طالب ویاند ذبيح الله مجاهد: طالبان د سولې او راتلونکي نظام لپاره ليکل شوې طرحه لري خو اوس يې نه افشا کوو، د اصلي مذاکراتو پر وخت يې بحث ته وړاندې کوو.
د ټاکنو بحث د طالبانو له لوري تل رد دى، د واک لېږد لپاره ټاکنې نه؛ بلکې نورې لارې په اسلامي نظام کې شته.
طالبان د غير متمرکز نظام له طرحې سره په هېڅ صورت موافق نه دي، متمرکز اسلامي نظام غواړو.
موږ د ترکيې ناستې په تړاو مالومات لرو، خو لومړی موږ باید د دې ناستې ارزونه وکړو. او د ملګرو ملتونو لخوا موږ ته د اصولو په نامه څه نه دي سپارل شوي.
په بين لاافغاني مذاکراتو کې لومړى بحث پر اوربند نه کوو، نور مسايل لومړيتوب لري او تر هغه چې د نورو مسايلو په هکله ډاډ او پايله ترلاسه نه کړو، اوربند نه کوو.
په هېڅ صورت چمتو نه یو چې په افغانستان کې له مې مياشتې وروسته د بهرنیو ځواکونو پر شتون هوکړه وکړو.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره له دغه هېواد څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ پای ته نه رسېږي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې د بهرنیو ځواکونو په حضور او غیاب کې د افغان جګړې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د بریتانیا له سفیرې اليسن بلیک سره لیدلي دي. د یادې شورا د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر وروستي وضعیت، د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو او د استانبول پر ناستې خبرې اترې کړې دي.
✒: د پوهنې وزارت پر کمکاریو نیوکې ډېرې شوې دي. په وروستیو کې په رسنیو کې په ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو د کمښت په اړه راپورونه خپرېږي چې په دوام یې نن د ولسي جرګې ګڼو غړو هم پوهنې وزارت کې پر اوسني وضعیت نیوکې وکړې.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه در توئیتر اعلام کرد که ترکیه موفق شد به یکی از کشورهایی که به فناوری موشکهای هوابههوا دستیافته، تبدیل شود.
اردوغان در این پیام تصریح کرد: ترکیه یکی از معدود کشورهای جهان است که موفق شده به فناوری موشکهای هوابههوا دست یابد؛ مهندس و تکنسینهای جوان ما موفق شدند موشک «بوز دوغان» در چارچوب پروژه «گوکتوغ» را گسترش داده و با اولین شلیک هدف را مورد اصابت قرار دهند. ماشاءالله به جوانان ما.
✒: اردوغان: کانال استانبول هیچ ارتباطی با مونترو ندارد و ما را بیش از پیش به آرامش و رفاه خواهند رساند.
استانبول (با پروژه کانال استانبول) به غنای بالایی دست خواهد یافت و تنگه استانبول و محوطه اطراف آن به آرامش خواهند رسید.
کنوانسیون استانبول هیچ احترامی برای حقوق زنان در کشورمان و جهان در بر نداشت.
✒: ابراز نگرانی کشورهای اروپایی از غنیسازی 60 درصدی اورانیوم توسط ایران.
✒: محمدجواد ظریف، وزیر امور خارجه ایران با انتشار پیامی در توئیتر خود نوشت: تروریسم هستهای در نطنز چرخه خطرناکی را شروع کرده که تنها با پایان دادن به تروریسم اقتصادی ترامپ میتواند مهار شود.
وی در این پیام توئیتری تاکید کرد: ''بایدن/ هریس انتخاب روشنی پیش رو دارند: یا توافق اوباما/ بایدن و یا کمپین شکست حداکثری ترامپ. جایگزین دیگری وجود ندارد. زمان زیادی نیز باقی نمانده است.''
✒: د امريکا ولسمشر جوبايډن د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين سره په تليفوني خبرو کې ويلي, واشنګټن د مسکو سره د اړيکو عادي کولو او د ايران د اتومي پروګرام, اقليم او افغانستان په اړه د دوه اړخيزو همکاريو پراختيا ته چمتو دی.
✒: ډيلي مېل برېتانوۍ ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي چې دمګړی د ۷۵۰ په شاوخوا کې برېتانوي پوځیان په کابل کې د افغان ځواکونو په روزنځایونو کې فعالیت کوي او همدا چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي نو دغه سرتېري به هم له دغه هېواد وځي.
✒: امریکايي سناتور مارکو روبیو د بایډن د حکومت نوې پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي همدا چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي دغه هېواد به یو ځل بیا د خونړیو جګړو پر ډګر بدل شي او په خبره یې افغان حکومت ددې جګړې د مدیریت وړتیا نه لري.
✒: د امریکا د سنا ددفاعي کمیسیون غړی لیندسي ګراهام له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه احمقانه بولي. نوموړي له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په اړه د سپینې ماڼۍ د ویاندې له څرګندونو څو ساعته وروسته ویلي چې دا پرېکړه حیرانوونکې ده او د امریکا لپاره به خطرناکې پایلې ولري.
✒: والسټریټژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې خبرو په اړه یوه لیکنه خپره کړې.لیکنه کې راغلي،ټاکل شوې وه چې په دوحه کې په ټپه ولاړې خبرې د استانبول تر ناستې وروسته پیل شي خو طالبانو په دې ناسته کې د ګډون نه کولو په خبر سره یو ځل بیا وښوده چې دوی د جګړې پای ته رسولو ته صادق نه دي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی په افغانستان کې هغه اهداف تر لاسه کړي دي کومو پسې چې کلونه وړاندې دغه هېواد ته راغلي وو. هغه زیاته کړې، امریکا خپلو اهدافو ته رسېدلې ده او اوس وخت دی چې خپل سرتېري کورونو ته ستانه کړي.
✒: د فرانسې خبري اژانس د الماني چارواکو په حواله ویلي، ښايي ناټو هم له افغانستان څخه د سرتېرو وتل د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې پیل کړي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین په یوې خبري ناسته کې وویل، وخت د دې رارسېدلی چې ناټو له افغانستانه خپل سرتیري وباسي.
نوموړي دغه راز وویل: موږ له ناټو سره په ګډه افغانستان ته تللي یو او په ګډه به بېرته راستانه شو.
بلېنکین دا هم وویل چې امریکا په افغانستان کې خپلې ټولې موخې ترلاسه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې امریکا، برتانیا، فرانسه او المان د افغانستان په تړاو خبرې پیل کړي.
✒: روسیه وايي چې د مې میاشتې وروسته او د سپټمبر په ۱۱مه د امریکایي ځواکونو وتل د دوحې تړون نقض ده او کېدای شي په افغانستان کې د تاوتریخوالي لامل شي.
✒: د امریکا ولسمشر جو بایډون وایي: «دا مهال زه د امریکا څلورم ولسمشر یم چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو مشري کوم. دوه جمهوري غوښتونکي، دوه دیموکراتان ولسمشران، خو زه به دا مسؤلیت پنځم ولسمشر ته ونه لېږدوم.».
✒: خبرگزاری فرانسه به نقل از یک وزیر آلمان، گزارش دادهاست که خروج نیروهای ناتو از افغانستان احتمالاً در ماه سپتامبر صورت خواهد گرفت.
آنگرت کرامپ-کارنباوئر، وزیر دفاع آلمان دربارۀ خروج نیروهای امریکایی از افغانستان، میگوید: "ما همواره گفتهایم: با هم میرویم، با هم بیرون میشویم."
✒: خبرگزاری فرانسه گزارش کردهاست که امریکا، بریتانیا، فرانسه و آلمان، گفتگوها دربارۀ افغانستان را آغاز میکنند.
