مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په اړه د استانبول کنفرانس به د روان کال د اپریل میاشتي پر ۲۴ پیل او د مې میاشتي تر ۴ به دوام وکړي.
✒: ولسمشر غني وايي، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره یې د سولې روانې پروسې ، او همدې اړه ترکیه کې جوړېدونکې ناستې او راتلونکې کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن سره د تلیفوني خبرو په اړه خبرې کړې دي.
✒: د ولسمشر مرستیال وایي، د ملي مصالحې عالي شورا طرحه د ولسمشر غنی طرحې ته سپکاوی دی او دجمهوریت په جبهه کې د اختلاف ښکاروندويي کوی.
سرور دانش پرخپله فېسبوک پاڼه لیکلي،ددې طرحې محوردخلیلزاد پر طرحه راڅرخي او مصالحې شورا دخلیلزاد په طرحه کې له تعدیل اوصلاحاتو پرته هیڅ نوښت نه دی کړی.
دانش وایي، په دې طرحه کې یوازې دیوه ګوند لیدلوري منعکس شوی،ځکه په وینایې صدارتي نظام یوازې د یوه حزب غوښتنه ده، چې دټولو لوریو استازیتوب نه کوي.
سرور دانش وایي، دغه طرحه په حقیقت کې د دوو قومونو ترمنځ د قدرت ویش دی،چې په وینایې یوقوم یې د ولسمشرۍ او بل یې د صدارت حقدار بللی دی.
دانش ویلي، یو منتخب ولسمشر چې هر قوم ته منسوب وی، باید د یوې میرمنې په ګډون څلور مرستیالان ولري او ښځینه مرستیاله یې باید د ولسمشر له قوم پرته د نورو څلورو قومونو سره تړاو ولري.
✒: زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې د ترکیې په ناسته کې دې د طالبانو د پلاوي مشري د قطر دفتر د غړو سربیره، د دې ډلې یو بل لوړ پوړی مشر پرغاړه واخلي.
د معلوماتو پراساس،خلیلزاد غواړي چې ترکیې ناستې ته د طالبانو د رهبرۍ شورا مهم غړي ورشي او ټینګار په دې دی،چې ناستې ته د ملا عمر زوی، ملایعقوب اخوند چې دامهال د طالبانو د نظامي کمېسیون مشري کوي ورشي.
ملانقیب الله او د طالبانو د تحریک مرستیال سراج الدین حقاني هم د هغو طالب مشرانو له ډلې دي چې په ناسته کې یې د ګډون غوښتنه شوې.
طالبانو تر دامهاله په دې ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي د ترکیب په اړه څه نه دي ویلي، خو تیره ورځ د دې ډلې ویاند کابل نیوز ته د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، چې دوی نشي کولی په یاده نېټه دې ناسته کې ګډون وکړي.
✒: در نخستین روز ماه رمضان در رویدادهای ضد امنیت و حملههای طالبان در ولایتهای بلخ، بدخشان، بغلان، لوگر و تخار بیستوسه تن از نیروهای دولتی جان باختند و یازده تن دیگر زخم برداشتهاند.
عالمان دین و شهروندان کشور ادامۀ جنگ را در کشور و آن هم در ماه رمضان ناروا میدانند.
در همین حال، رییسجمهور غنی و رییس شورای عالی مصالحۀ ملی از طالبان میخواهند که از جنگ دست بردارند و به حرمت این ماه آتشبس کنند.
✒: سه غیرنظامی در حملۀ موتر بم در فراه جان باختند.
والی فراه میگوید که طالبان عصر امروز یک موتر پر از مواد انفجاری را در دروازه ورودی یک سمت پولیس مربوط به حوزه اول امنیتی شهر فراه انفجار دادهاند.
✒: د هېواد د اتلتیک ملي لوبډلې غړی محمد رضا فیروز کوهي وتوانېد چې د ایران په مشهد کې د باغبان باشي نړیوال جام سیالیو کې د سپینو زرو مډال ترلاسه کړي.
هغه په دغو سیالیو کې د ۳۱ لوبغاړو په منځ کې، د لېرې واټن ټوپ اچونې په برخه کې ۷ مټره او ۳۵ ساتني ټوپ واچوه.
✒: آقای قانونی می گوید که بررسی و رایزنی روی طرح های گوناگون برای صلح به شمول طرح رییس جمهور، "توهین" به طرح آقای غنی نیست.
او می گوید که گفته های آقای دانش "توهین" به احزابی است که از این طرح ها حمایت کرده اند و این طرح ها را ساخته اند.
آقای قانونی می گوید که شایعاتی را شنیده است که هیئتی برای نشست ترکیه انتخاب شده است.
او می گوید که این کار پذیرفتنی نیست و به گفتۀ او، این هیئت باید همه شمول باشد و صلاحیت تصمیم گیری را داشته باشد.
آقای قانونی می گوید که قرار است کمیته رهبری شورای عالی مصالحه ملی روز چهارشنبه روی طرح نهایی شده برای صلح، گفتگو کند.
✒: رییسجمهور غنی در پیامی به مناسبت ماه رمضان از طالبان میخواهد تا از جنگ دست بردارند و آتشبس کنند.
او می افزاید که برای رسیدن به صلح عادلانه و همیشهگی، میکوشد و تلاش دارد تا از طریق اجماع ضروری بهگونۀ اساسی به جنگ کنونی در کشور پایان دهد.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د روژې د مبارکۍ میاشتې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي او دغې مبارکې میاشتې ته په درناوي دې تاوتریخوالی کم کړي.
✒: د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو کان د ښویېدو پېښه کې پنځه کارګر مړه شوي دي. د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت رسنیو ته ویلي چې، دا پېښه نن د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
✒: د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د روان کال لومړۍ میاشت د تېر کال د لومړۍ میاشتې په پرتله د ملکي وګړو لپاره خونړۍ وه. دده په خبره روان میاشت په هېواد کې د نښتو له امله ۶۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۴ نور ټپیان شوي دي.
✒: اردوغان:حمایت ترکیه از لیبی جلوگیری از کشتارهای جدید در این کشور شده است.
✒: ایران وایي د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ ته ادامه ورکوي. د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په تلیفوني مکالمه کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
✒: امریکایي پوځیان وایي په درېیو اونیو کې هم له افغانستان د سرتېرو ایستل ممکن دي. د امریکایي پوځ لوی درستیز جنرال جیمز مکانویل په یوه مرکه کې ویلي که امریکايي حکومت وغواړي په درېیو اونیو کې هم له افغانستان د ټولو امریکایي عسکرو ایستل ممکن دي.
✒: ان پي آر په یوه تبصره کې ویلي چې بایډن ته په کار ده چې افغانستان څخه خپل سرتیري ژر را وباسي او هلته بې مانا جګړه نور ختمه کړي. تبصره کې راغلي که بایډن دا جګړه وغزوي نو په تاریخ کې به دا جګړه نه د بوش، اوباما او ټرمپ جګړه یاده شي بلکي دا جګړه به نوې او د بایډن جګړې په نوم یاده شي.
✒: کاناډايي ديپلومات او د سیاسي مسایلو څارونکي چیریس الکساندر د استانبول په ناسته کې د طالبانو نه ګډون ته په اشارې ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای د بین الافغاني مذاکراتو د ماتولو او ناکامولو په لټه کې ده.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له خپل ترکي سیال سره په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناستې خبرې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې ده له خپل امریکایي سیال سره د افغان سولې په اړه ګټورې ټلفوني خبرې اترې کړې دي.
✒: په کابل کې د کاناډا سفیر ویلي چې روژه میاشت د عطوفت، مهربانۍ، صدقې او عدم خشونت میاشت ده. ریډ سیرز د افغان جګړې له ښکېلو لوریو ځانګړې توګه له طالبانو غوښتي چې د روژې میاشتې ته په درناوي دي تاوتریخوالی کم کړي.
