لندن يادگار اسلامي ملکيت
نجيب الله عادل
غاصِبه صلیبیان زموږ د تهذیب او ثقافت تاریخي دښمنان دي!!!
د لندن په مشهور مینار کې لګیدلی دغه تاریخي ساعت (BIG BEN) بلل کیږي ، چې د انګریزانو لپاره قومي نښان او د افتخار سمبول ده ، دغه تاریخي ساعت په اصل کې د مسلمانانو شخصي ملکیت ده ، او د (القدس) له مینار څخه غلا شوی ده ۔
د عثماني خلافتِ د انجینیرانو په لاس جوړ شوی دغه تاریخي ساعت د (سلطان عبدالحمید الثاني) په وخت کې د القدس په (بابُ الخلیل) مینار باندې نصب و، ددغه ساعت په جوړښت او لګولو باندې تقریبًا اووه کاله مصرف شول.
متأسفانه په 1922میلادي کال کې د عثماني خلافت له سقوط وروسته کله چې برطانوي اشغالګر په القدس باندې قابض شول، دغه یادګار ساعت یې له فلسطین څخه برطانیه ته انتقال کړ. نن هم په برطانیه کې دغه اسلامي یادګار هر ساعت زنګ وهي او د معاصر بې حِسه او بې ضمیره مسلمانانو ته د بې اتفاقۍ، غفلت او زوال له خوب څخه د بیدارۍ لپاره بلنه او پیغور ورکوي.
