No-IMG

د متپکرينو ولس مشره!

درويش ايوبي

 

خپل دسترخوان هميش ډک ساته زمونږ خدای شته، زمونږ دسترخوان په فکر کې مه وسه روزي ورکونه ستاسې کار هم ندی. خداې ته وګوره دا پيسې په کوم بنيادي پروژې ولګوه، که ټولی لاری درنه ورکې شوی او پیسې د  مصرفولی نشوه، تنها همغه کابل کې يې مصرف کړه.

1.د کابل ايرپورټ په ترمينل مصرف کړه چې معياري شي.

2. په کابل کې هغه مترو بس پروژه کې د‌مصرف کړه.

3. په کابل کې يو 4-5 هواي پلونه جوړ کړه چې خلکو ته سهولت رامنځته شي.

4. کابل کی داود خان تپه او نوری شا او خوا تپی زرغونه کړه.

5. د کابل کاناليزاسيون سيستم باندی مصرف کړه

و بې وجدانو.....

6. که هيڅ لاره نه وي د پلچرخي نه تر عبدالحق چارهی پورې ددې سرک سروي پنځه کاله مخکی شوی چې بايد پراخه شي هغه جور کړه.

7. يو معياري نړيوال ستندرد سره روغتون جوړ کړه چې خلک د پاکستان او هند د روغتونو خلاصه شي.

دا پيسی د سر وخوری کله قرضه اخلی او کله بيا د‌ملت خزانه په يوه مړی ډوډۍ او فساد خالي کوی.

8. چې بيخي نورې لاری بندې شي يو معياري او نړیوالو معیارونو سره برابر د کرکټ لپاره سټيډيم جوړ کړه حد‌ اقل خپل همسايه ګانو سره په يو ميدان کې سره سيال شو.

و اقتصاد پوه....اقتصاد دانان خپل يو روپی چې مصرفوي لس نورې ورباندې ګټي ته خو فقد مصرفی وښتي...

9. که بيا هم لاری درنه ورکې شوې کابل سيند دری متره منځنی برخه کنکريت کړه او پاتی نورې برخی (شولډری) ورته چمن کړه چې ښار ښایسته شي او د پسرلي په آب خيزی کې اوبه د کانکريټي مقطع نه بغير شولډری کې لاړ شي.

10. پوډريان لپاره د‌پوډرو ويش چې مافیا لخوا کيږی دا بند کړه او د‌پوډړيانو لپاره يو اساسي روغتون جوړ کړه.

لا د کابله نه يم وتلی..

11. که‌ بیخی پيسې ډيری دي، د نغلو پراخی غوڼدی ګانی ته د نغلو د بند نه د سولر برېښنا په واسطه اوبه جيګی کړه او هغه ساحه چې تقريباً 30 زره جريبه ځمکه دې زرغون کړه چې هغه چاپيريال يو دم رابدل کړی.

او د نړيوالو پوهنتونونو معلم صاحبه.. مونږ نه سوالګر مه جوړوه، دا ملت هيڅکله د ډوډی لپاره  دومره زليله شوی ندی چی ته اوس غواړی چې ټول ملت ته ډوډی ورکړی..لږ منطقي فکر وکړه. مونږ ته د کار زمينه برابره کړه ډوډۍ مه راکوه.. هغه بې بې ګل  او د هغی ښیښانو ته چې ته ډوډۍ ورکړي کافي دی. زمونږ خدای ډير مهربانه دی او د‌روزی وعده هم موږ سره کړی.

افغانستان د انکشافي کارونو له نظره په ټول دنيا کې وروسته پاتی هيواد دی په بنيادي پروژو کې ښی ډيری پیسې مصرفيداي شي، ښه پکې مصرف کړه هيواد اباد کړه په دغو کارونو کې چې هيوادوالو ته کوم پيسې  جيبونو ته لاړ شي هغوی هم خوشحاله کيږي ځکه خو حلال او د‌عزت پيسی دي او د هيواد په آبادي کی یې ګټلی نه په سوداګري کې.

غږ مې درځي او يا بام ته وخيژم؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک